استانبول کې د بندو دروازو ترشا د افغان سیاسي فعالانو غونډه پیل شوې

له ترکیې نه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د پنجشنبې پر ورځ په استانبول کې د بندو دروازو تر شا د سیاسي فعالانو او د پخواني افغان حکومت چارواکو یوه غونډه جوړه شوه. د رپوټ له مخې، د دې غونډې کوربه حکمت خلیل کرزی او ادریس زمان دي.