• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا ټاکنې؛ کمالا هرېس وايي، که ټرمپ بیا وټاکل شي، دولتي روغتیايي بیمه به لغوه کړي

۱۰ لړم ۱۴۰۳ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۱۳ GMT+۰

په امریکا کې د جمهوري ریاست کاندیدې کاملا هرېس د پنجشنبې په ورځ رای ورکوونکو ته خبرداری ورکړ، چې جمهوري غوښتونکی ډونالډ ټرمپ او د هغه متحدین به په ټاکنو کې د بریا په صورت کې د روغتیایې بیمې دولتي پروګرامونه محدود کړي.

په امریکا کې روغتیايي خدمات خورا ګران دي او د بیمو بیه هم لوړه ده، خو د دولتي روغتیایې بیمې پروګرامونو خلکو ته تر ډیره د درملنې زمینه برابره کړې ده.

په یو لنډ خبري کنفرانس کې، د ولسمشر مرستیالې هرېس رای ورکونکو ته یادونه وکړه چې پخواني ولسمشر ټرمپ د خپلې تیرې ولسمشرۍ پرمهال د ارزانه روغتیایې بیمې پروګرام، چې د اوباماکییر په نوم هم پیژندل کیږي، د لغوه کولو ناکامه هڅه کړې وه.

هغې، د ویسکانسن ایالت په میډیسن ښار کې خبریالانو ته وویل: "د ټولو امریکایانو لپاره روغتیایی پاملرنه پدې ټاکنو کې یوه کرښه ده."

د نومړې په ځواب کې، ټرمپ وویل، چې هغه نه غواړي د روغتیايي بیمې پروګرامونه لغوه کړي. نوموړي زیاته کړه: "ما هیڅکله د دې کار کولو یادونه نه ده کړې، هیڅکله مې د داسې یو کار په اړه فکر هم نه دی کړی."

په ۲۰۱۰ کال کې د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال دغه پروګرام رامنځ ته شو او اوس د ارزانه روغتیایې بیمې دغه پروګرام، شاوخوا ۴۰ میلیون امریکایانو ته ارزانه روغتیا بیمه برابروي. دغه قانون د ډیموکراټانو لپاره یو سیاسي مسولیت دی، چې اوس په پراخه کچه د خلکو ترمنځ مشهور شوی هم دی.

نظرپوښتنې ښیې چې د هاریس او ټرمپ ترمنځ د ټاکنو سیالي ډیره نږدې روانه ده او اوه ایالتونه، چیرې چې د نظرپوښتنو پایلې ډېرې سره نږدې دي، د دغو ټاکنو سرنوشت ټاکي.

ترویج لرونکی

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی
۱

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی

۲

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه

۳

د پاکستان او چین استازو په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي

۴

د طالبانو چاپېریال ساتنې ادارې د ملګرو ملتونو د درول شویو پروژو د بیا پیلولو غوښتنه کړې

۵

انډیا ټوډې: روسیه د طالبانو لپاره په یوه مهم ستراتیژیک شریک بدلېږي

•
•
•

نور کیسې

کامالا هرېس وايي، که ټرمپ بیا وټاکل شي، دولتي روغتیايي بیمه به لغوه کړي

۱۰ لړم ۱۴۰۳ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۰۶ GMT+۰
کامالا هرېس وايي، که ټرمپ بیا وټاکل شي، دولتي روغتیايي بیمه به لغوه کړي
100%

په امریکا کې د جمهوري ریاست کاندیدې کمالا هرېس د پنجشنبې په ورځ رای ورکوونکو ته خبرداری ورکړ، چې جمهوري غوښتونکی ډونالډ ټرمپ او د هغه متحدین به په ټاکنو کې د بریا په صورت کې د روغتیایې بیمې دولتي پروګرامونه محدود کړي.

په امریکا کې روغتیايي خدمات خورا ګران دي او د بیمو بیه هم لوړه ده، خو د دولتي روغتیایې بیمې پروګرامونو خلکو ته تر ډیره د درملنې زمینه برابره کړې ده.

په یو لنډ خبري کنفرانس کې، د ولسمشر مرستیالې هرېس رای ورکونکو ته یادونه وکړه چې پخواني ولسمشر ټرمپ د خپلې تیرې ولسمشرۍ پرمهال د ارزانه روغتیایې بیمې پروګرام، چې د اوباماکییر په نوم هم پیژندل کیږي، د لغوه کولو ناکامه هڅه کړې وه.

هغې، د ویسکانسن ایالت په میډیسن ښار کې خبریالانو ته وویل: "د ټولو امریکایانو لپاره روغتیایی پاملرنه پدې ټاکنو کې یوه کرښه ده."

د نومړې په ځواب کې، ټرمپ وویل، چې هغه نه غواړي د روغتیايي بیمې پروګرامونه لغوه کړي. نوموړي زیاته کړه: "ما هیڅکله د دې کار کولو یادونه نه ده کړې، هیڅکله مې د داسې یو کار په اړه فکر هم نه دی کړی."

په ۲۰۱۰ کال کې د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال دغه پروګرام رامنځ ته شو او اوس د ارزانه روغتیایې بیمې دغه پروګرام، شاوخوا ۴۰ میلیون امریکایانو ته ارزانه روغتیا بیمه برابروي. دغه قانون د ډیموکراټانو لپاره یو سیاسي مسولیت دی، چې اوس په پراخه کچه د خلکو ترمنځ مشهور شوی هم دی.

نظرپوښتنې ښیې چې د هاریس او ټرمپ ترمنځ د ټاکنو سیالي ډیره نږدې روانه ده او اوه ایالتونه، چیرې چې د نظرپوښتنو پایلې ډېرې سره نږدې دي، د دغو ټاکنو سرنوشت ټاکي.

جرمني د ایران درې کونسلګرۍ بندوي

۱۰ لړم ۱۴۰۳ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۴:۰۴ GMT+۰
جرمني د ایران درې کونسلګرۍ بندوي
100%

د جرمني خبري اژانس (ډي پي اې) خبر ور کړ چې برلین د ایراني توکمه جرمن وګړي جمشید شارمهد د اعدام په غبرګون کې په دغه هېواد کې د ایران درې واړه کونسلګرۍ تړي.

ډي پي اې دغه خبر د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په حواله ور کړی.
ایران برلین کې پر سفارت سربېره، په مونشن، فرانکفورټ او هامبورګ کې کونسلګرۍ هم لري.

د جرمني بهرنیو چارو وزیره د کونسلګرو بندلو پرېکړې ته په اشاره وايي، په ځلونو یې ایران ته په ډاګه کړې چې د یوه جرمن وګړي اعدام درانده عواقب ولري: «ځکه مو تصمیم ونیو، چې په فرانکفورت، مونشن او هامبورګ کې د ایران درې کونسلګرۍ وتړو.»

نوموړې زیاتوي چې د ایران د یرغمل نیونې سیاست له امله نور جرمنیان هم ناحقه له ځان سره بندي ساتلي، خو برلین د هغوی د خلاصون لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې جاري ساتي.

ایران تېره سې شنبه جمشېد شارمهد اعدام کړ، چې مختلفو هېوادونو او د بشري حقونو ادارو یې دا کار وغانده.

د نوموړي په اعدام پسې د ایران لپاره د جرمني سفیر له تهران ووت او په برلین کې یې د تهران سلایار هم احضار کړ.

هغه مهال د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، د ښاغلي شارمهد په اعدام پسې د تهران او برلین اړیکي سخت اغېزمن شوي دی.

جمشېد شارمهد سیاسي فعال او د ایران د پاچاهي انجمن غړی و.

نوموړی د د تندر راډیو د مدیر فرود فولاندوند تر ورکېدو وروسته د دې رسنۍ مدیریت هم پر غاړه درلود.

ښاغلی شارمهد د ۱۳۹۹ کال په دوبي کې په دوبۍ کې د ایران استخباراتو وتښتاوه او وړمه ورځ یې انقلاني محکمه کې اعدام کړ.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له ټي ټي پي سره د خبرو لپاره هر ډول وړاندیز ردوي

۱۰ لړم ۱۴۰۳ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۴۰ GMT+۰
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له ټي ټي پي سره د خبرو لپاره هر ډول وړاندیز ردوي
100%

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویانده له ټي ټي پي یا د پاکستان طالبانو غورځنګ سره د خبرو لپاره هر ډول وړاندیز یا سپارښتنه ردوي.

ممتاز زهرا بلوڅ دا هم وايي چې طالبان په افغانستان کې د ټي ټي پي او نورو وسلوالو ډلو پرضد د ګام پورته کولو مسوولیت لري.

نوموړې نن په اسلام اباد کې خبري غونډې ته د تېر په څېر دا هم وویل، په دې تړاو یې افغان طالبانو ته شواهد هم سپارلي دي.

د طالبانو حکومت د پاکستان دا ادعا ردوي او وايي پاکستاني طالبان په افغانستان کې نشته. دوی وايي ټي ټي پي په پاکستان کې پر خاوره ولکه لري او اسلااباد دې و رسره خپل مشکل پخپله حل کړي.

خو ممتاز زهرا بلوڅ وايو پاکستان له هغو ترهګرو ډلو سره د خبرو لېوالتیا نه لري چې د ولسي وګړو او امنیتي ځواکونو د وژلو مسوول دي.

د نوموړې په خبره، له طالبانو سره د خبرو وړاندیز هغو خلکو ته سپکاوی دی چې د دې ډلې د فعالیتونو له امله یې د کورنیو غړي له لاسه ور کړي دي.

طالب وزیر د شمال- جنوب ټرانزیټي دهلیز پر سر د روسیې له سفیر سره کتلي

۱۰ لړم ۱۴۰۳ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۱۸ GMT+۰
طالب وزیر د شمال- جنوب ټرانزیټي دهلیز پر سر د روسیې له سفیر سره کتلي
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر په افغانستان کې د روسیې له سفیر سره د کابل او مسکو ترمنځ پر اقتصادي اړیکو او په شمال-جنوب نړیوال ټرانزیټي دهلیز کې د افغانستان پر ونډه خبرې کړې دي.

یاد وزارت پر خپل اېکس لیکلي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د روسیې له سفیر دیمتري ژیرنوف سره د پنجشنبې پر ورځ کتلي او پر دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو یې بحث کړی.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دواړو خواوو د ګډې کارډلې، سوداګریزو او اقتصادي اړیکو، افغان-روس سوداګریز کمپلکس پرانېستنې او په شمال-جنوب نړیوال ټرانزیټي دهلیز کې د طالبانو حکومت د ونډې اخستلو په تړاو د دې ډلې د تیاري په تړاو خبرې کړې دي.

طالب چارواکي د روسیې له سفیر سره د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ د ګډو پروژو پر پیلونې، د افغانستان د کانونو، کرنې، اوبو او صنعت په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو او «رغنده تعامل» هم غږېدلی.

د طالبانو حکومت په سیمه کې له روسیې، چین، ایران او د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونو سره نږدې اړیکې پالي.

ددې ډلې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې وروستیو کې ویلي و، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوه دایمي غړي [چین او روسیه] ډېر وخت ددوی همکار پاتې شوي.

د امریکا ټاکنې؛ د ټرمپ او کمالا د بهرنۍ پالیسۍ جاج

۱۰ لړم ۱۴۰۳ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۱۲ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب
د امریکا ټاکنې؛ د ټرمپ او کمالا د بهرنۍ پالیسۍ جاج
100%

متحده ایالات په نړۍواله کچه په سیاسي، اقتصادي او امنیتي چارو کې د لوی نفوذ له امله یو مهم ځواک دی. د دغه هېواد د بهرنۍ پالیسۍ ټاکل او په پالیسیو کې د بدلون راوستل، نه یوازې په امریکا کې بلکې په ټوله نړۍ کې اغېز لري.

امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د سیالۍ په درشل کې ده او د لومړي ځل لپاره په علني توګه د امریکا متحدین د دغو ټاکنو په تړاو دوه برخې شوې دي.

که څه هم د ولسمشرۍ ټاکنې د امریکا داخلي مساله ده؛ خو ډونالډ ټرمپ او کمالا هرېس، چې د ولسمشریزو ټاکنو دوه اصلي لوبغاړي دي، د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو ملاتړ او مخالفت له ځانه سره لري.

د جمهوري غوښتونکو او ډېموکراټانو د نوماندانو د بهرنۍ پالیسۍ د لید تر منځ ژور اختلاف تر سترګو کیږي چې له مخې یې په دې مقاله کې د دوی د پالیسیو په عمومي اهدافو، د تګلارو پر توپیرونو او د نړۍ پر وضعیت د دوی د اغېزو په اړه بحث کوو.

د ډونالډ ټرمپ د بهرنۍ پالیسۍ عمومي کتنه

ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د امریکا د ولسمشر په توګه په داسې تګلارو باندې تمرکز وکړ، چې تر ډېره ملي ګټو ته ترجیح ورکوي او د امریکا د رول په اړه په نړۍ کې یو نوی لید وړاندې کوي.

1. “تر هر څه مخکې لومړۍ امریکا” شعار او ملي ګټې:
ټرمپ د خپل شعار “لومړی امریکا” په بنسټ خپله بهرنۍ پالیسي ترتیب کړې. هغه ویل چې د امریکا د ملي ګټو ساتل د بهرني سیاست اصلي هدف دی او په نړۍوالو تړونونو کې د امریکا د ښکېلتیا کموالی یوه اړتیا بلل کیږي.

په دې توګه، د ټرمپ سیاست ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړ او د نړۍوالو تړونونو او ګډو سازمانونو پر ارزښت یې نیوکې وکړې، چې ښه بېلګه یې د ناټو په تړون کې د یو شمېر اروپايي هېوادونو پر ونډې او اقتصادي مرستې ده.
2. له چین سره تجارتي جګړه
ټرمپ پر چین د تجارتي فشار تګلاره غوره کړه او د چین پر وارداتي توکو یې تعرفې ولګولې. دا تګلاره د چین د اقتصاد محدودولو او د امریکا اقتصادي وده پیاوړې کولو لپاره وه. د ټرمپ په اند، چین د نړۍوال اقتصاد په برخه کې د امریکا اصلي سیال دی او هغه هڅه وکړه چې د دې سیالۍ مخه ونیسي؛ خو مخالفینو یې بیا دا چاره احساساتي بللې او زیاته کړې یې ده، چې ټرمپ امریکا له چین سره د یوه نامناسب اقتصادي سیاست ډګر ته کوزه کړې ده.
3. له نړیوالو تړونونو څخه وتل
ټرمپ د څو مهمو نړۍوالو تړونونو څخه امریکا وایسته، لکه د ایران اټومي تړون، د پاریس اقلیمي تړون او د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO).

هغه باور درلود چې دا تړونونه د امریکا په ګټه نه دي او غواړي چې په نړۍوالو سازمانونو کې د امریکا لګښتونه کم کړي.

هغه جرمني او فرانسې ته هم په ناټو کې د کمې ونډې له امله ګوتڅنډنه کړې وه او ویلي یې وو، چې د ناټو غړي هېوادونه باید بشپړه ونډه واخلي.
4. د متحدینو سره تندې اړیکې
د ټرمپ بهرنۍ پالیسي د ناټو او نورو متحدینو سره هم تنده بڼه لرله. هغه له ناټو څخه غوښتنه وکړه چې د دفاعي بودیجې زیاتولو او د امریکا د مرسته شویو لګښتونو د ورکړې تابیا وکړي.

د ټرمپ له نظره، امریکا باید له هر هغه هېواد سره چې د امریکا پر ملاتړ تکیه کوي، د لګښت په اړه ځانګړی تړون ولري او امریکا نه شي کولی چې د نورو هېوادونو د ملاتړ لپاره خپلې پېسې مصرف کړي.
5. د منځني ختیځ سیاست
ټرمپ په منځني ختیځ کې د اسراییل قوي ملاتړ وکړ او د بیت المقدس (یروشلم) د اسراییل پلازمېنې په توګه یې په رسمیت وپېژنده. هغه همدارنګه د ایران د نفوذ کمولو لپاره په منځني ختیځ کې د نورو هېوادونو سره اړیکې پیاوړې کړې او د ایران پر وړاندې بندیزونه یې ډېر کړل.

د کمالا هرېس بهرنۍ پالیسۍ ته کتنه

کمالا هرېس د ولسمشر جوبایډن مرستیاله ده او د هغې د بهرنۍ پالیسۍ لید د بایډن د بهرنۍ پالیسۍ له اصولو سره سم دی او د امریکايي سیاسي حقلو په باور دا پالیسي ډېپلوماټیکي اړیکې او نړۍوالې همکارۍ پیاوړې کوي.

1. د نړۍوالو تړونونو بیارغونه
هرېس او بایډن هڅه وکړه چې له ټرمپ وروسته د نړۍوالو سازمانونو او تړونونو سره اړیکې بیا ورغوي او بېرته د پاریس اقلیمي تړون، د ایران اټومي تړون او د روغتیا نړۍوال سازمان ته ورستانه شي. دا تګلاره له نړۍوالو سازمانونو سره د امریکا د مخکینۍ ژمنتیا لپاره یوه مهمه پرېکړه ګڼل کېږي.
2. د متحدینو سره همکارۍ پیاوړې کول
د ډېموکراټانو نومانده هرېس د خپلې بهرنۍ پالیسۍ له مخې، هڅه کوي چې له ناټو، اروپایي اتحادیې او نورو متحدینو سره اړیکې بیا پیاوړې کړي. بایډن او هرېس په تېر کې هم هڅه کړې، چې له متحدینو سره د امریکا اعتبار په نړۍواله کچه بېرته ورغوي او د ډېپلوماسۍ له لارې په نړۍوالو مسایلو کې اغېزناک رول ولوبوي.

خو پر بایډن او هرېس بیا نیوکې دي، چې د ناکامې نړۍوالې ډېپلوماسۍ له امله یې نړۍ څو ځایه په جګړو کې ښکېله شوې ده.
3. د بشري حقونو ملاتړ
د هرېس پالیسي د بشري حقونو او ډېموکراسۍ ملاتړ ته ډېره پاملرنه لري. هغه هڅه کوي چې د میانمار، بېلاروس او نورو هېوادونو په اړه د نړۍوالو فشارونو له لارې د بشري حقونو نقض بند کړي. دې تګلارې له هغو هېوادونو سره اړیکې ټینګې کړې چې د ډېموکراسۍ په برخه کې مخ پر ودې دي.
4. له چین سره د اړیکو مدیریت
که څه هم چې د بایډن او هرېس اداره له چین سره د رقابتي اړیکو ملاتړ کوي، خو په ځینو برخو کې له چین سره د همکارۍ هڅه هم کوي، لکه د اقلیم بدلون پر وړاندې مبارزه. د هرېس پالیسي په دې اړه منځلارې ده چې له چین سره اړیکې وساتي او په عین حال کې د امریکا ګټې هم خوندي کړي؛ خو د بایډن تګلاره بیا یوه څه خشنه او مطلق د چین د اقتصادي انزوا ده.
5. د کډوالو او کډوالۍ مساله
د کمالا هرېس لپاره د مرکزي امریکا په هېوادونو کې ثبات راوستل یو مهم هدف دی. هغه باور لري چې د دغو هېوادونو خلکو ته باید د دوی په سیمه کې د ژوند ښه فرصتونه برابر شي ترڅو د کډوالۍ مخه ونیول شي. دې پالیسي هڅه وکړه چې د کډوالۍ مسالې ته په سیمه ییزه کچه حل پېدا کړي.

د ټرمپ او هېرېس بهرنۍ پالیسۍ توپیرونه او اغېزې

1. اقتصادي تګلارې او نړۍوال سوداګریز تړونونه
د ټرمپ په پالیسي کې اقتصادي ځان بسیاینه او پر نورو هېوادونو فشار راوستل لومړیتوب درلود، په ځانګړي ډول له چین سره خو هرېس او بایډن هڅه کوي چې د چین او نورو هېوادونو سره اړیکې همکارۍ ته چمتو کړي.
2. د اقلیمي بدلون مساله
ټرمپ د اقلیم په اړه نړۍوالې اندېښنې کافي مهمې نه بللې او د پارېس له اقلیمي تړونه یې د امریکا ایستل مهم وباله؛ خو هرېس او بایډن د اقلیمي بدلون پر وړاندې مبارزه یوه نړۍواله مساله ګڼي او په دې برخه کې همکارۍ ته ژمن دي.
3. د بشري حقونو او ډېموکراسۍ ملاتړ
هرېس په خپلو بهرنیو پالیسیو کې د بشري حقونو او ډېموکراسۍ ارزښت ته ډېر اهمیت ورکوي، په داسې حال کې چې ټرمپ له دې اصولو څخه په ځینو وختونو کې د امریکا د اقتصادي او امنیتي ګټو لپاره سترګې پټې کړې دي؛ غوره بېلګه یې له افغان طالبانو سره مذاکرات دي، چې د امریکا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره له یوې داسې وسله والې ډلې سره د مذاکراتو په نوم ثبت شول چې ممنوعه اعلان شوې وه.
4. له متحدینو سره د اړیکو بڼه
ټرمپ له ناټو او نورو نړۍوالو سازمانونو څخه د امریکا د مالي لګښت د کموالي غوښتنه کوله، په داسې حال کې چې هرېس له دې سازمانونو سره اړیکو ته ارزښت ورکوي او هڅه کوي چې د نړۍوالو سازمانونو په چوکاټ کې همکارۍ ته وده ورکړي.

پایله

په ټوله کې د ډونالډ ټرمپ او کمالا هرېس د بهرنۍ پالیسۍ ترمنځ ستر توپیرونه لیدل کېږي.

ټرمپ په ملي ګټو او اقتصادي ځان بساینې ټینګار کاوه/ کوي او هڅه یې کوله چې د امریکا نظامي او اقتصادي بوج کم کړي.

پر وړاندې یې هرېس هڅه کوي چې د امریکا نړیوال اغېز بېرته پیاوړی کړي او د ډېپلوماسۍ له لارې د نړۍوالو مسایلو د حل لپاره همکارۍ ته ژمنتیا وښيي.