• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران د ټرمپ په بریا سره د اسراییلو د لا زیاتو بریدونو او بندیزونو ویره لري

۱۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۲۶ GMT+۰

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران مشرتابه او متحدین واک ته د ډونلډ ټرمپ بیرته ستنیدل د متحده ایالاتو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو یوه خطرناکه پایله بولي.

ځینې نظرپوښتنې وړاندیز کوي چې د جمهوري غوښتونکو کاندید ټرمپ او د ډیموکراټانو کاندیده کمالا هرېس په ولسمشریزو ټاکنو کې په ډیر لږ تفاوت سره خپلو سیالیو ته دوام ورکوي. خو ایراني مشران او په لبنان، عراق او یمن کې د دوی سیمه ییز متحدین اندېښمن دي چې ښايي ټرمپ د نومبر په پنځمه بریالی شي او دا کار به د دوی لپاره لا زیاتې ستونزې رامنځته کړي.

د ایران اصلي اندیښنه دا ده چې ټرمپ به د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته اجازه ورکړي چې د ایران اټومي تاسیسات په نښه کړي او هدفي وژنې ترسره کړي.

د ایراني، عرب او لویدیځو چارواکو په وینا، ټرمپ به د ایران د تیلو صنعت باندې د سختو بندیزونو له لارې "د اعظمي فشار پالیسي" بیا پلي کړي.

دغه چارواکي اټکل کوي چې ټرمپ به د ایران په مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌اي باندې ډیر فشار راوړي ترڅو د هغه او اسراییلو له خوا د ټاکل شوو شرایطو په اساس د اټومي کنټرول تړون منلو ته غاړه کیږدي.

د متحده ایالاتو په مشرتابه کې دا احتمالي بدلون کولی شي د مینځني ختیځ د ځواک توازن لپاره خورا ډیر اغیزې ولري، او کیدای شي د ایران بهرنۍ پالیسۍ او اقتصادي امکانات بدل کړي.

شنونکي استدلال کوي چې که د متحده ایالاتو راتلونکې اداره که د هرېس او یا ټرمپ له خوا رهبري شي، بیا به هم ایران هغه برلاسي ونه لري، چې تر دې وړاندې یې په غزه او لبنان کې د ایران له ملاتړه د برخمنو ډلو لکه حماس او حزب الله پر وړاندې د اسراییلو د روانو پوځي عملیاتو له امله لرله.

د اسراییل پر وړاندې د ټرمپ دریځ، د هغه د ډیر پراخ ملاتړ له امله، د ایران لپاره ډیر زیانمنونکی ګڼل کیږي.

د خلیج د څېړنو د مرکز مشر، عبدالعزیز الصغیر وویل: "ټرمپ به یا پر ایران ډېر سخت شرایط وضع کړي او یا به اسراییلو ته اجازه ورکړي چې د ایران پر اټومي تاسیساتو هدفي بریدونه وکړي. هغه د ایران پر ضد د پوځي اقدام بشپړ ملاتړ کوي."

هغه رویټرز ته وویل: "دا د نتانیاهو لویه هیله ده چې ټرمپ بیرته سپینې ماڼۍ ته راشي."

ډېر لیدل شوي

پنځه کاله پټ ښوونځي
۱
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۲

د طالبانو ویاند د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او له امریکا سره یې د اړیکو غوښتنه کړې

۳

پر نړۍوال بازار د ایران او امریکا د کړکېچ اغېز؛ په افغانستان کې د تېلو بیې لوړې شوې

۴
ستاسو روایت

کابل کې د وېښتانو کښت پر مهال د یوه ځوان د مړینې ادعا؛ کورنۍ یې ډاکټران پر بې‌غورۍ تورنوي

۵

راپور؛ د افغانستان د شل کلنې جګړې درې ښکېل لوري لاهم پوښتي چې دا هر څه د څه لپاره وو؟