د معترضو مېرمنو یو غورځنګ: نړۍواله ټولنه باید په افغانستان کې شته ناخوالې بابېزه ونه ګڼي

د افغانستان د مېرمنو د تاریخي بدلون غورځنګ وایي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغان مېرمنو د دغې ډلې په وړاندې خپله مبارزه پیل کړه؛ خو په وار، وار د دوی اعتراضونه په تاوتریخوالي واوښتل چې د ځینو معترضو د نیونې او وژنې سره پایته ورسېدل.