• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټي‌ټي‌پي: موږ د پاکستان په خاوره کې دننه اوسېږو او هیڅکله مو له بل هېواده فعالیت نه دی کړی

۱۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲ نومبر ۲۰۲۴، ۰۳:۳۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۳۵ GMT+۰

د تحریک طالبان پاکستان ډلې (ټي‌ټي‌پي) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه تورونه بې بنسټه وبلل چې وایي، دغه ډله په افغانستان کې فعالیت کوي او له هغه ځایه خپل بریدونه پلانوي.

د دغې ډلې ویاند محمد خراساني رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې زهرا بلوچ هغه ادعا په کلکه رد کړه، چې تېره ورځ یې دغه ډله تورنه کړې وه چې د افغانستان له خاورې خپل فعالیتونه پر مخ وړي.
په خبرپاڼه کې د ټولو سیمه‌ییزو او نړۍوالو خپلواکو رسنیو خبریالانو ته بلنه ورکړل شوې، چې که دوی د پاکستان د ننه هر ځای غوښتي وي د دوی مشرتابه ورسره کتلای او هر ډول مرکو ته چمتووالی لري.
په خبرپاڼه کې دا رنګه لیکل شوي چې:«د ډیورنډ په کرښه د اغزن تار غځول، تر ځنګ یې د امنیتي کمرو شته والی، د ۸۰۰ په شاوخوا کې د بې پیلوټه الوتکو ګزمې او د زرګونو پاکستاني سرتېرو په مېشتېدا پر دغه کرښه انسانان خو لا پرېږده چې مرغۍ هم رپ نه شي وهلای؛ نو زموږ وسله‌وال به څنګه پرې تګ راتګ وکړي.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دوی وسله‌وال د ډیورنډ د کرښې دې غاړه د خپلو ولسونو په منځ او د هغوی په ملاتړ ژوند کوي او د دغې ډلې ټول فعالیتونه همدلته پلانیږي او له همدغه ځایه یې د پاکستان له امنیتي ځواکونو سره جګړه روانه ده.
د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) دغه توند غبرګون له هغې وروسته مخې ته راځي، چې تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په یوې خبري ناسته کې دغه ډله تورنه کړه چې د افغانستان په خاوره کې پټنځایونه لري او له هماغه ځایه د وسله‌والو بریدونو لپاره پلانونه جوړوي.
تر ممتاز زهرا بلوچ وړاندې د پاکستان ګڼو جګپوړو حکومتي چارواکو هم پر افغان طالبانو تور پورې کړی، چې د ټي‌ټي‌پي ډلې ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې او د هغوی لپاره جګړه‌ییز امکانات هم چمتو کوي؛ خو طالبانو دغه تورونه په کلکه رد کړي او پاکستاني چارواکي یې د خپل هېواد د امنیت په ټینګښت کې ناکامه بللي دي.

ډېر لیدل شوي

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده
۱

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده

۲

فضل احمد معنوي: طالبان له «لاسپوڅې ډلې» په مخالف او غچ اخیستونکي «واکمن قوت» بدل شوي

۳

طالبانو د پخواني شوروي د «اوراګان» توغندیز سیستم لپاره نوی پوځي موټر جوړ کړی

۴

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي

۵

ایران افغانستان د خپل «دفاعي کمربند» یوه برخه وباله