• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هرېس او ټرمپ د امریکا د تاریخي ټاکنو په درشل کې د رایو د ترلاسه کولو لپاره وروستۍ هڅې کوي

۱۴ لړم ۱۴۰۳ - ۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۵۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۴ لړم ۱۴۰۳ - ۴ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۳۱ GMT+۰

ټاکل شوې چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو کمپاینونه د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېږي او سپینې ماڼۍ ته د لار موندلو په موخه دوه مخکښ نوماندان کمالا هرېس او ډونالډ ټرمپ د رایو د ترلاسه کولو لپاره خپلې وروستۍ هڅې کوي. دغه نوماندان دا ټاکنې د امريکا لپاره د ژوند او مرګ شیبه بولي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، که څه هم د امریکا په اوو کلیدي ایالتونو اریزونا، جورجیا، میشیګن، پنسلوانیا، ویسکانسین، شمالي کارولینا او نوادا کې د هرېس او ټرمپ د رایو اختلاف ډېر کم دی، خو د همدې ایالتونو په رایو سره به د ټاکنو پایلې روښانه شي.
د یوې سروې موندنې ښيي، چې د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو د دوو مهمو نوماندانو ډونالډ ټرمپ او کمالا هرېس ترمنځ سیالي لا هم په یادو ایالتونو کې ډېره نږدې او سخته ده.
سره له دې چې د دې ټاکنو پایلې باید د سې شنبه په پای کې روښانه شي، خو د پوهانو په باور ښایي دا کار څو ورځې او ان اونۍ وخت ونیسي.
هرېس او ټرمپ په داسې حال کې د امریکا ولسمشرۍ ته نږدې شوي دي، چې ۸۱ کلن جو بایډن د خپل ګوند له خوا د فشار له امله د بیا ټاکل کېدو مبارزه پرېښوده.
امریکا چې اوسمهال په روانو جګړو کې د اوکراین او اسراییل ملاتړ کوي، او د اسراییل د ملاتړ له امله پرې ډیرې نیکوې هم شوي دي، خو د دغه وضعیت سربیره، د سیالۍ بڼه ډېره نه ده بدله شوې او سروې ګانې ښيي، چې هرېس او ټرمپ له اوړي راهيسې په نږدې سيالۍ کې پر مخ روان دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې تر اوسه څه باندې ۷۸ ميليونو خلکو په مخکې له مخکې رایې ورکړي او تمه ده چې سبا ته د دواړو نوماندانو پلویان د رایو مرکزونو ته ولاړ شي.
رویټرز تر دې وړاندې لیکلي و، چې د وروستیو نظرپوښتنو له مخې هرېس له خپل جمهوري غوښتونکي سیال څخه یو څه مخکې ده، خو دا د نوموړې لپاره د بریالیتوب معنا نه لري.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي
۱

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي

۲
ځانګړی

د ایران او طالبانو یارانه؛ ستراتیژیک شراکت که له یو او بله ابزاري استفاده؟

۳

د ځوانانو لپاره د طالبانو ښوونیز پروګرامونه؛ د نجونو پر زده‌کړو لا هم بندیز

۴

سرچینې: طالبانو عمار یاسر ته پر هبت الله د وروستیو نیوکو له امله توصیه کړې ده

۵

فوزیه کوفي: د افغانانو له ګډون پرته د مسکو فارمټ ناسته مشروعیت نه‌لري