• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا ټاکنې؛ په ټاکنو کې د امنیت ساتنې لپاره لازم امنیتي تدابیر نیول شوي دي

۱۵ لړم ۱۴۰۳ - ۵ نومبر ۲۰۲۴، ۰۶:۵۱ GMT+۰

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د قانون او نظم ساتلو او د ټاکنیزو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي څخه د مخنیوي لپاره بشپړ امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د امریکا په اوریګون، واشنګټن او نیوډا ایالتونو کې د ملي ګارد ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.
د امریکایي رسنیو په وینا، په ټوله امریکا کې د رای ورکولو په شاوخوا سل زره مرکزونو کې امنیت ټینګ شوی او د رای ورکولو د کارکوونکو لپاره ځانګړي وسله‌وال ټیمونه ګمارل شوي دي.د رای ورکولو د مرکزونو په بامونو به ځانګړې وسله‌والې امنیتي ډلې هم ځای پر ځای شي.د اریزونا په ماریکوپا کاونټي کې د ټاکنو مرکزي برخې په یوې کلا بدلې شوې، د مرکز شاوخوا اغزن تارونه لګول شوي، په داسې حال کې چې وسله‌وال ساتونکي په بامونو هم ځای پرځای شوي دي.د پنسلوانیا په سویلي ایالت کې هم د ټاکنو په اړه امنیتي ګامونه اخیستل شوي دي.د چارواکو په وینا، د امنیتي او قانون پلي کونکو ادارو په همکارۍ څو اړخیز تدابیر نیول شوي دي.د سایبري امنیت ادارې مشر د سایبري بریدونو او هک کولو د کواښونو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې روسیه، چین او ایران په ټاکنو کې د امریکایانو د باور د کمزوري کولو لپاره کار کوي.د سایبري امنیت ادارې اندېښنه ښودلې، چې ناسم معلومات د ټاکنو چارواکو، کارکوونکو او د هغوی کورنۍ له ګواښ سره مخامخ کولی شي.







ډېر لیدل شوي

د یوه بایللي نسل داستان؛ د ۲۰۰۱ کال افغان ماشومانو ۲۵ کاله څه تجربه کړل؟
۱

د یوه بایللي نسل داستان؛ د ۲۰۰۱ کال افغان ماشومانو ۲۵ کاله څه تجربه کړل؟

۲

امریکا څه ډول د طالبانو د نسکورولو لپاره له عبدالرشید دوستم سره اړیکه ونیوله؟

۳

د اکتوبر اوومه؛ افغانان د طالبانو او امریکا ترمنځ د جګړې او سولې په منځ کې

۴

حکمتیار ولې د طالبانو دیني او قومي بنسټونه په نښه کړي؟

۵

د بشري حقونو بنسټونو له طالبانو د عبدالمتین حکیمي د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې