ډیموکراټان او جمهوري غوښتونکي دواړه پر کانګرس د واک په هڅه کې دي
د امریکا د سې شنبې ورځې د ټاکنو په پایله کې د دغه هېواد د کانګرس واک د دواړو ګوندونو لپاره مهم دی.
غیر ګوندي شنونکي وايي، چې جمهوري غوښتونکي د مشرانو جرګې د بیرته ترلاسه کولو ښه فرصت لري، چې اوس پکې ډیموکراټان په ۴۹ او ۵۰ په اکثریت کې دي.
خو جمهوري غوښتونکي به پر ولسي جرګه یا د استازو مجلس خپل واک له لاسه ور کړي، چېرې چې ډیمکراټان یوازې څلورو څوکیو ته اړتیا لري چې دغه ۴۳۵کسیز مجلس په واک کې واخلي.
د رویټرز د رپوټ له مخې، جمهوري غوښتونکي باید پر ولسي جرګه د کنټرول ساتلو لپاره دوه څوکۍ ترلاسه کړي او تمه کیږي چې په لویدیزه ویرجینیا کې چې خپلواکډیموکراټ جو مانچین تقاعد کیږي، په اسانۍ یوه څوکۍ ترلاسه کړي.
د ایالت د والي جیم جسټیس په اړه اټکل کیږي چې په اسانۍ به د مانچین څوکۍ وګټي.
جمهوري غوښتونکي دغه راز تمه لري په مونټانا کې چې ډیموکراټ جان ټسټر هلته د بیا ټاکل کېدو په تړاو له ستونزو سره لاس او ګریوان دی، یا اوهایو کې چې ډیموکراټ شروډ براون په سخته سیالۍ کې دی، څوکۍ ترلاسه کړي.