نیویارک ټایمز: اېلان ماسک له ټرمپ سره د یوې کوچنۍ ډلې په ملتیا د ټاکنو پایلې تعقیبوي
نیویارک ټایمز د دوو با خبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې اېلان ماسک به د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په شپه له ډونالډ ټرمپ سره د یوې کوچنۍ ډلې په ملتیا د ټاکنو پایلې تعقیب کړي.
د دې راپور پر بنسټ، ماسک په دغه کوچنۍ ډله کې د ټاکنو پایلې تعقیبوي.
اېلان ماسک د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو د نوماند ډونالډ ټرمپ ملاتړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی و، چې که د امریکا په ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ بریالی شي؛ نو په پام کې لري، چې اېلان ماسک د خپل سلاکار په توګه وګوماري.
د دغه راپور له مخې، ټرمپ او ماسک دواړه په خپلو کې د هغو لارو چارو پر سر غږېدلي، چې پر اقتصادي سیاستونو او د امریکا پر پولو د امنیت راوستلو لپاره کېدای شي «د مداخلې او رسمي اغېزمنتیا» لامل شي.