میشیګن کې یو کس نیول شوی چې ګواښ یې کړی و که ټرمپ ټاکنې وګټي برید به وکړي

په میشیګن کې یو ۲۵ کلن کس د سې شنبه په سهار په دې تور ونیول شو، چې ګواښ یې کړی و که د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټاکنې وګټي، یو خونړی برید به وکړي. دغه کس به د سې شنبه په ماسښین فډرالي محکمې ته حاضر کړای شي.

نیول شوي کس په ټولنیزو رسنیو کې د یوه پیغام په خپرولو سره ګواښ کړی، چې د امریکا په ټاکنو کې د ټرمپ د ګټلو په صورت کې به د محافظه کارو مسیحیانو پروړاندې په ټولییزه توګه ډزې کوي.
د اې بي سي نیوز د راپور له مخې، نوموړي له نیول کېدو وروسته ویلي، چې د جمهوري غوښتونکو یاد نوماند یو ګواښ دی او باید حذف شي.
نوموړي دا هم ویلي، چې د ټرمپ د وژل کېدو په صورت کې به هر څه ښه شي.