په دوو مهمو ایالتونو پنسلوانیا او شمالي کارولینا کې د رای ورکولو مرکزونه پرانیستل شول
د دوو مهمو ایالتونو شمالي کارولینای او پنسلوانیا په ګډون د امریکا ۱۲ ایالتونو کې رای اچونه پیل شوه. رای ورکوونکو په اوهایو، لویدیځه وېرجینیا، کنتیکټ، انډیانا، کتناکي، مین، نیو جرسي، نیویارک، وېرجینیا او ورمونټ کې هم رایې ور کول پیل کړل.
شمالي کارولینا لومړی کلیدي ایالت دی چې رایه ورکوي.
دې ایالت کې د هلن توپان له امله څو اونۍ سختې وې.
توپان دغه ایالت ته سخت زیان اړولی او د ټولو وژل شویو کسانو نیمایي یې په دغه ایالت کې وو.
په ۲۰۲۰ کې، ډونالډ ټرمپ په دې ایالت کې د دوه فیصدو څخه لږو پواینټونو سره وګټله.
په پنسلوانیا کې چې د امریکا دویم مهم ایالت دی، په لسګونو زره کسانو په ټاکنو کې د کډون لپاره د رایو مرکزونو ته روان دي.