په امریکا کې د روسیې سفارت: د امریکا په ټاکنو کې د مسکو د لاسوهنې ادعا یوازې تور دی

په امریکا کې د روسیې سفارت وایي، چې د دغه هېواد په ټاکنو کې د مسکو لاسوهنه د امریکا د امنیتي ادارو تورونه دي.

روسي رسنیو د دغه هېواد د سفارت له قوله راپور ورکړی، چې روسیه د امریکا د امنیتي ادارو دا تورونه ردوي او وایي، چې د دغو ادعاوو موخه د متحده ایالاتو د کورنیو سیاستونو په مبارزاتو کې استفاده ده.
دا په داسې حال کې ده، چې اف بي ای د سې شنبه په ورځ اعلان وکړ، چې د رایې ورکولو په مرکزونو کې د بمي ګواښونو ډېری جعلي پېغامونه له روسي اېمېلونو سرچینه اخلي.
اف بي ای په یوې بیانیه کې ټینګار وکړ: «تر اوسه هېڅ یو ګواښ معتبره نه و».
د یادولو ده، چې یادې ادارې د هېڅ یوه ایالت نوم نه دی اخیستی، چې دغه جعلي ګواښونه پرې اړوند وي.