بایډن د ټلیفون له لارې ټرمپ ته د بریا مبارکي ورکړه
د امریکا اوسني ولسمشر جو بایډن د دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکي ډونالډ ټرمپ ته د ټلیفون له لارې د هغه د بریا مبارکي ورکړه. نوموړي د واک د لېږد د څرنګوالي په اړه د خبرو په موخه ټرمپ ته سپينې ماڼۍ د ورتګ بلنه ورکړې ده.
له دې سره، د ډونالډ ټرمپ ټاکنیز ټیم هم اعلان وکړ، چې ټرمپ او هرېس په ټلیفوني اړیکه کې د دې هېواد د وحدت پر ارزښت هوکړه وکړه.
ډونالډ ټرمپ نن د امریکا متحده ایالتونو د ۷۶ ولسمشر په توګه وټاکل شو.
ښاغلی ټرمپ ویسکانسن کې بریالیتوب سره د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره ۲۷۰ الېکټرال رایې وګټلې.
اسوشېټېډ پرېس اژانس وویل، چې نوموړي د ویسکانسن لسو الېکټرال رایو سره دا بری ترلاسه کړ.
دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو څار ډلې بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ډونالډ ټرمپ دویمه دوره «په امریکا او نړۍ کې د بشري حقونو لپاره جدي ګواښ» بللی دی.
دغه اندېښنې د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د بشري حقونو د نقض، د توکمپالنې ایډیالوژۍ د ملاتړ او د ولسواکۍ او بشري حقونو ضد افراطي سیاستونو له کبله راپورته شوې دي.