نن د افغانستان او بنګله دېش د کرېکټ لوبډلو تر منځ د پنځوس اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه پیلېږي

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د درېیو نړۍوالو پنځوس اوریزو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه نن چهار شنبه د متحده عربي اماراتو په شارجه نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.