• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسحاق ډار د پاکستان په سنا کې: امیرخان متقي پرون شپږ ځلې راسره ټلیفوني خبرې وکړې

۱۳ لړم ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۳ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د دې هېواد په سنا کې وویل، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د دوشنبې په ورځ له ده سره شپږ ځلې ټلیفوني اړیکه نیولې ده. اسحاق ډار په خپلو خبرو کې ویلي، متقي ته یې په ښکاره وویل: «ستاسو خاوره باید د پاکستان پر ضد و نه کارول شي.»

هغه زیاته کړه: «ما متقي ته وویل چې تاسو زه یوه ستونزمن وضعیت سره مخ کړی یم. موږ له تاسو تمه لرو چې اجازه ورنه کړئ چې د افغانستان خاوره زموږ پر ضد وکارول شي.»
د یادولو ده، چې طالبانو بیا تراوسه د دې اړیکې په اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سې‌شنبې په ورځ د دغه هېواد د سنا په غونډه کې پر دې څرګندونو سربېره د کابل په سرینا هوټل کې د فیض حمید د قهوې پیالې ته په اشارې وویل: «د قهوې هغه پیاله موږ ته ډېره ګرانه تمامه شوه.»
په داسې حال کې چې طالبان او پاکستان په استانبول کې د خبرو اترو درېیم پړاو ته نږدې کېږي، منځګړو هېوادونو او د طالبانو ادارې خپلې هڅې د کړکېچ د کمولو او د خبرو د پایلې ته رسېدو لپاره زیاتې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د ۲۰۲۱ کال پېښو او د طالبانو د واکمنۍ د پیل په اړه وویل: «کله چې طالبان واک ته ورسېدل، موږ هغوی ته وویل چې موږ یوازې د یوې پیالې قهوې لپاره راغلي یو، خو هماغه قهوه موږ ته ډېره ګرانه تمامه شوه. موږ باید بیا داسې تېروتنه و نه کړو.»
اسحاق ډار وویل، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په همدې څلورو کلونو کې د دواړو هېوادونو رسمي او منظمې اړیکې محدودې پاتې شوې دي.
هغه زیاته کړه، چې په دې وروستیو کې یې افغانستان ته د سفر پر مهال له طالب چارواکو سره خبرې کړي او څو هوکړه‌لیکونه یې هم لاسلیک کړي دي او د پاکستان یوازینۍ اصلي غوښتنه یې یو ځل بیا تکرار کړې ده: «د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد و نه کارول شي.»
ډار همدارنګه وویل، له هغه وروسته چې طالبان واک ته رسېدلي، په سیمه کې تاوتریخجنې پېښې ډېرې شوې دي.
هغه ټینګار وکړ، چې د پاکستان حکومت پرېکړه کړې څو «تر وروستي پړاو پورې به له ترهګرۍ سره مبارزه کوي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه، چې د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۵مه) به پلان شوې خبرې اترې پرمختګ ولري.
هغه د خپلو خبرو په بله برخه کې زیاته کړه، چې د پاکستان دننه د ترهګرۍ ضد عملیاتو په پایله کې په هېواد کې د ترهګریزو بریدونو کچه په څرګند ډول راکمه شوې ده.
ټاکل شوې ده، چې د استانبول غونډه د پنجشنبې په ورځ ترسره شي، په داسې حال کې چې د خبرو دویم پړاو بې‌پایلې پای ته رسېدلی و. د پلاویو کچه د دې پړاو د ناکامۍ یو لامل بلل شوې ده او اوس ویل کېږي، چې د خبرو په درېیم پړاو کې به د دواړو خواوو لوړپوړي پلاوي ګډون وکړي.
د طالبانو اړوند سرچینې وايي، د دې ډلې د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق د یوه پلاوي په مشرۍ ترکیې ته ځي چې له پاکستاني پلاوي سره د خبرو اترو په درېیم پړاو کې برخه واخلي. دغه خبرې د نومبر پر شپږمه په استانبول کې کېږي او د پاکستاني پلاوي مشري د یاد هېواد د استخباراتو رییس کوي.

ترویج لرونکی

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ
۱
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۲

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی

۳
تازه خبر

د بدخشان په خواهان کې د طالبانو پر سرحدي کنډک برید شوی دی

۴
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د شمال زلزله‌ځپلو ته د ایران د مرستو لومړۍ جوپه ورسېده

۱۳ لړم ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۹ GMT+۰
100%

په کابل کې د ایران سفارت ویلي، چې د افغانستان د شمال زلزله‌ځپلو لپاره یې خپله لومړنۍ مرسته لېږلې ده. دغه سفارت د سې‌شنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې په دې مرستو کې درمل او خیمې شاملې دي.

د یادولو وړ ده، چې د وړمې شپې په زلزله کې چې د افغانستان شمالي ولایتونه یې ولړزول، د بلخ او سمنګان په ګډون ګڼې سیمې زیانمنې شوې دي.

د لومړنیو راپورونو له مخې، په دې زلزله کې چې د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې ثبت شوې، ۲۸ تنه مړه او ۹۴۵نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې د زلزلې له امله په سمنګان او بلخ ولایتونو کې له ۹۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.

ازبکستان د افغانستان د تازه مېوو پېرلو ته تیاری ښودلی

۱۳ لړم ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۰ GMT+۰
100%

د طالبانو د بلخ ولایت چارواکي وايي، د ازبکستان د سرخان دریا والي اولغ بېک قاسموف د دې ډلې د بلخ والي محمد یوسف وفا سره په کتنه کې ویلي، چې دوی د افغانستان د ټولو تازه مېوو پېرلو یا نورو هېوادونو ته استولو ته چمتو دي.

د طالبانو د بلخ والي ویاند ویلي، چې یاد ازبکستاني چارواکي دغه څرګندونې وړمه ورځ ماسپښین مهال په دغه هېواد کې له وفا سره په کتنه کې کړې دي.

قاسموف د طالبانو د بلخ والي ته دا هم ویلي، چې د ازبکستان ولسمشر دوی ته له افغانانو سره په دې برخه کې بشپړ اختیار ورکړی دی.

نوموړي ویلي، «موږ چمتو یو د افغانستان ټولې تازه مېوې وپېرو او یا یې هم له خپلو لارو نورو هېوادونو ته صادرې کړو».

د ازبکستان د سرخان دریا والي زیاته کړې، چې دوی د هوايي دهلېز او وسپینې پټلۍ له لارو هم نورو هېوادونو ته د افغانستان مېوې صادرولای شي.

د ازبکستان رسنیو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان مېوې د پاکستان د تړلو دروازو له امله له خرابیدو سره مخ دي او افغان سوداګر هره ورځ شاوخوا یو میلیون ډالره زیان کوي.

پاکستاني پولیسو یوه افغانه خبریاله او د هغې دوه ماشومان نیولي

۱۳ لړم ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۵ GMT+۰
100%

د افغانې خبریالې فاطمه همنوا نږدې خپلوانو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې نن له غرمې وروسته پولیسو د اسلام اباد له «بي – ۱۷» ښارګوټي څخه نوموړې له خپلو دوو کوچنیو اولادونو سره یو ځای نیولې ده.

د همنوا د نیول کېدو لامل د ویزې د نېټې پای ته رسېدل په ګوته شوي دي.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې پاکستان د افغان وګړو لپاره د ویزو د تمدید بهیر درولی دی او په دوامداره توګه د افغان کډوالو د نیولو او شړلو پروسه پرمخ وړي.

د کډوالو د شړلو دا لړۍ د بشري حقونو د نړيوالو سازمانونو او خبري ټولنو د سختو اندېښنو لامل شوې ده، ځکه زرګونه افغان خبریالان، مدني فعالان او ښځینه کارکوونکي د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پاکستان ته بهر هېوادونو ته د تګ لپاره کډوال شوي دي.

بشري فعالان خبرداری ورکوي چې د افغان خبریالانو او مدني ټولنې د غړو نیول او شړل هغوی له جدي ګواښ سره مخ کوي، ځکه ډېری یې د افغانستان دننه د امنیتي ګواښونو له امله له خپل هېواده وتلي دي.

د فاطمه همنوا د نیول کېدو په تړاو تر اوسه د پاکستان حکومت یا د خبریالانو د دفاع کومې ټولنې رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

جرمني هغو افغانانو ته د مرستې وړاندیز کړی چې برلین ته د تګ له حقه لاس پر سر کیږي

۱۳ لړم ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۵ GMT+۰
100%

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندټ غواړي هغو افغانانو ته چې د جرمني د دولتي پروګرام له لارې د خونديتوب له حق نه لاس اخلي، د پیسو او توکو په بڼه مرسته ورکړي. د دغه اقدام هدف دا دی چې اسلام اباد میشتي افغانان برلین ته د تګ له غوښتې تېر شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت په لیک کې چې اغیزمنو او تر ګواښ لاندې کسانو ته استول شوی، ویل شوي، « د جرمني فدرالي حکومت پرېکړه کړې چې له خطر سره د مخ افغانانو لپاره د رضاکارانه کوربه‌توب پروګرامونه پای ته ورسوي».

د پاکستان د اوسني وضعیت له امله باید ټولې دوسیې د کال تر پایه بشپړې شي.

لیک زیاتوي، « له بده مرغه تضمین نشته چې ټولې دوسیې په وخت سره بشپړې شي».

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وایي، هر څوک چې دا وړاندیز ومني، له پروګرام نه به ووځي.

د فوکس انلاین د رپوټ له مخې، دا اقدام د هغو دوسیو د پروسې د اسانه کولو لپاره دی چې له ډېر وخته راهیسې له اوږده ځنډ سره مخ دي.

د جرمني حکومت پلان لري په رضاکارانه ډول له دوسیو لاس اخېستونکو افغانانو سره یوځلي مالي مرستې وکړي، چې د کورنۍ د وضعیت له مخې څو زره یورو کیدای شي.

د یوې یوازې ښځې لپاره تر وتلو مخکې په پاکستان کې ۱۵۰۰ یورو او د نوي پیل لپاره ۵۰۰۰ یورو ورکول کېږي. د کورنیو لپاره دغه مبلغ لوړېدای شي، او په ځینو قضیو کې تر ۲۵۰۰ یورو تر وتلو مخکې او ۱۰ زره نورې وروسته هم ورکول کېدی شي.

سربېره پر دې، دوی ته به د توکو او د سفر لګښتونه هم ورکړل شي. دغه راز افغانستان ته له رسېدو وروسته به تر درې میاشتو پورې د استوګنې، خوړو، روغتیايي او رواني خدماتو په ګډون مرستې ورکړل شي.

د برېښنا شرکت: د ازبکستان د وارداتي برېښنا مزي بېرته ونښلول شول

۱۳ لړم ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۷ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت اعلان کړی چې د ازبکستان وارداتي برېښنا مزي، چې د وروستۍ زلزلې له امله پرې شوې وو، د تخنیکي کارکوونکو په هڅو بېرته نښلول شوي دي.

یاد شرکت د سې شنبې په ورځ، د لړم پر ۱۳مه، وویل، چې د لوړ ولټاژ تخنیکي ټیمونو له دوامدارو هڅو وروسته شرکت په دې توانېدلی چې د وارداتي برېښنا پرې شوې مزي بېرته سره ونښلوي.

د طالبانو تر واک لاندې برېښنا شرکت زیاته کړې، چې د زلزلې ټکانونو، د ډبرو ښویېدنې او سخت توپان له کبله د مزو د بیا نښلولو چارې له ځنډ سره مخ شوې وې، خو د تخنیکي کارکوونکو د هڅو په نتیجه کې، د نن ورځې تر ناوخته بریالي شول چې برېښنا بېرته فعاله کړي.

دغې ادارې ویلي، د شرکت انجینیرانو له سختو اقلیمي او جغرافیایي شرایطو سره سره، په چټکۍ د زیانمنو سیمو ترمیمي چارې ترسره کړې او هڅه یې وکړه چې د خلکو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره برېښنا ژر تر ژره بېرته ورغوي.

د برېښنا شرکت زیاته کړې، چې د هېواد په شمالي سیمو کې د تېرې شپې له زلزلې وروسته، د ازبکستان وارداتي برېښنا مزي په دوو ځایونو کې، له نايب‌اباد څخه تر سمنګان او له خُلم څخه تر پلخمري پورې پرې شوي وو، او له امله یې د کابل په ګډون بغلان، پروان، پنجشېر، کاپيسا، لوګر، پکتيا، غزني او ميدان وردګ ولایتونه د ازبکستان له وارداتي برېښنا بې برخې شوي وو.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان تر نیمايي زیاته برېښنا وارداتي ده او ډېری یې هم له تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران څخه را واردېږي.