د هرېس لوړپوړي سلاکار د نوموړې ماته «ویجاړوونکې» وبلله

د کمالا هرېس لوړپوړي سلاکار ډېوېډ پلاف وویل، چې ډېموکراټانو د بریا لپاره خپلې ټولې هڅې وکړې، خو دغه هڅې له ټرمپ سره د مقابلې لپاره په کافي اندازه نه وې.

نوموړي زیاته کړه: «مونږ له سختو شرایطو وتلي یو، خو دا په کافي اندازه نه وې. دا یوه ویجاوړوونکې ماته ده. له تاسو ټولو مننه کوو چې په دې ډګر کې مو حضور درلود.»
ښاغلي پلاف دغه ویناوې تر هغه وروسته وکړې، چې نن په امریکا کې د دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزې ټاکنې ترسره شوې.
ډونالډ ټرمپ د هرېس په ماتولو سره وکړای شو، چې د امریکا د متحده ایالتونو ۷۶ ولسمشر شي.
ښاغلی ټرمپ ویسکانسن کې بریالیتوب سره د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره ۲۷۰ الېکټرال رایې وګټلې.