د سوېلي کوریا ولسمشر د شمالي کوریا په اړه له ټرمپ سره خبرې کړې دي
د سوېلي کوریا ولسمشر یون سوک یول له ټرمپ سره د ټیلیفون په کرښه د اوکراین پر ضد د روسیې په ملاتړ د شمالي کوریا د پوځیانو د استولو او همداراز د پیونګ یانګ د توغندیو د ازمایښت په اړه خبرې وکړې.
ټرمپ هم ویلي، غواړي چې د متحده ایالاتو د کښتۍ جوړولو صنعت کې د مرستې لپاره له سوېلي کوریا سره خبرې وکړي.