بایډن غواړي مخکې له دې چې ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ننوځي اوکراین ته د مرستو رسولو لړۍ چټکه کړي

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند ویلي، چې متحده ایالات غواړي د ولسمشر په توګه د جو بایډن د دورې تر پای ته رسیدو دمخه اوکراین ته د ټولو موافقه شویو مرستو د لیږلو لپاره هر ډول هڅه وکړي.

ډونالډ ټرمپ له روسیې سره په جګړه کې له اوکراین سره د بایډن پر مرستو نیوکه کړې او د ولادیمیر زېلېنسکي د حکومت لپاره د واشنګټن د ملاتړ د راتلونکي په اړه یې اندېښنې راپورته کړې دي.