د امریکا سفارت: د طالبانو له محدودیتونو سره افغان نجونو د روغتیا برخې زده کړو ته مخه کړې

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د ساینس د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته چې دغې ډلې د نجونو په منځنیو او لوړو زده کړو بندیزونه لګولي دي، افغان نجونو تر ډېره د روغتیا په برخه کې زده کړو ته مخه کړې ده.