• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا د طالبانو قطر دفتر ته هر کال ۱۲۰ میلیونه ډالره بودجه ور کوي

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۰۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ لړم ۱۴۰۳ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۴، ۰۹:۰۲ GMT+۰

د سي آی اې پخوانۍ مامورې سارا ادمز د طالبانو په تړاو د امریکا پر سیاستونو نیوکه کړې او وایي، واشنګټن ددې ډلې د قطر دفتر ته هره میاشت ۱۰ میلیونه ډالر ور کوي او د اونیزو بشري مرستو تر څنګ هرځل، ۴۷ میلیونه ډالر له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره هم ترلاسه کوي.

نوموړې وایي، چې د طالبانو او القاعدې ترمنځ نږدې اړیکو ته په پام، دا بودجه په غیر مستقیم ډول القاعده او د هغې امریکاضد دریځونه پیاوړي کولای شي.

سارا ادمز استدلال کوي چې له القاعدې او په دې ډلې پورې تړلو جنګیالیو او طالبانو ترمنځ د اړیکو له تثبیت سره سره دې ډلې ته ۱۰ میلیونه ډالره میاشتنۍ بودجې د طالبانو مشرتابه پیاوړې کړې ده.

ادمز د القاعدې د مشرانو او طالب مشرانو ترمنځ کورنیو اړیکو او خپلمنځي ودونو ته په پام وايي، چې ددې ډلې ملاتړ ګواښناک دی.

هغه وایي، د ملا برادر لور ملا یعقوب ته او د ملا یعقوب خور حمزه بن لادن ته ناسته ده.

نوموړې د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وړاندیز کړی، چې د ۲۰۰۱ کال دسپټمبر ۱۱مې په څېر یوې بلې پېښې له رامنځته کېدو وړاندې له طالبانو سره پر مرستو بیا کتنه وکړي.

د سي آی اې دغه پخوانۍ ماموره په ۲۰۲۱ کال کې له افغان ځواکونو د امریکا هوایي، تسلیحاتي او تدارکاتي ملاتړ کمېدو ته په اشاره وايي، دې چارې د طالبانو بري ته لاره يرانېسته اوپایله دا شوه، چې افغانستان د بن لادن کورنۍ او اړوندو جنګیالیو په پوځي مرکز بدل شي.

ادمز پر خپل اېکس لیکلي، «موږ نه یوازې افغانستان طالبانو ته په لاس ورکړ، بلکې بن لادنانو ته مو وسپاره».

دغه پخوانۍ امریکايۍ ماموره وايي، چې طالبان له ترهګرۍ سره مبارزه کې له واشنګټن نه منظمه بودجه اخلي خو په بدل کې یې هیڅ «عملي معلومات» نه دي وړاندې کړي.

سارا ادمز وايي، کابل ته په اونۍ کې د ۴۰ میلیونو ډالرو برعکس چې خلکو ته ویل کیږي، ۸۷ میلیونه ډالر استول کیږي ، چې د پخوا په پرتله دوه برابره شوي. هغه وايي، دې دا خبرې ډاګیزې کړې دي او دا یې هم د کانګرس غړو ته ویلي، چې څه ډول له دې مرستو نه ۱۱۰ میلیونه ډالره په افریقا کې د القاعدې جنګیالیو ته رسېدلې دي.

سارا ادمز له دې وړاندې هم د روان کال د اګست میاشتې په وروستیو کې په «ریزیلېنټ» خپرونه کې ویلي و، چې طالبان له امریکا نه د بشري مرستو تر څنګ هرځل، ۴۷ میلیونه ډالر له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره هم ترلاسه کوي.

ډېر لیدل شوي

اسوشیټېد پرېس: افغان هنرمندان هڅه کوي چې له طالبانو په پټه دودیزه موسیقي ژوندۍ وساتي
۱

اسوشیټېد پرېس: افغان هنرمندان هڅه کوي چې له طالبانو په پټه دودیزه موسیقي ژوندۍ وساتي

۲

بریتانیا د طالبانو د تحریم شویو چارواکو په نوملړ کې سمون راوستی

۳

یونسیار: د افغانستان په ګډون څلورو هېوادونو کې ۹ میلیونه کسان ژمنیو مرستو ته اړتیا لري

۴

ملګري ملتونه: د افغانستان د تریاکو زیاتوالی د تاجکستان پر پوله د قاچاق ګواښ زیاتوي

۵

طالبانو په پنځو کلونو کې د «۴۵ میلیونه ډالرو» په ارزښت زمرد پلورلي دي