د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار: د هغو کسانو پروړاندې په جدي توګه درېږو چې زمونږ فرهنګ زیانمنوي

د ډونالډ ټرمپ د راتلونکي حکومت د ملي امنیت سلاکار مایک والټز د سې شنبه په ورځ وویل، چې د امریکا د دوښمنانو پر وړاندې به په جدي توګه ودرېږي. نوموړي وویل، د امریکایي وګړو د امنیت، ارزښتونو او ازادیو د ساتلو په پرتله هېڅ ډول مسوولیت مهم نه دی.