فوزیه کوفي: په طالبانو کې د بدلون د راتلو هیله بې‌ځایه ده

له یوې کاناډایۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې د ښځو د حقونو فعالې فوزیې کوفي وویل، چې د ښځو په اړه د طالبانو فرمانونه چې له عامه ډګر څخه د هغوی د اېستلو په ګډون د دې ډلې د واکمنۍ د لومړۍ دورې پرتله لا ډېر سخت شوي دي.