• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پاکستان کې جنرالواکۍ ته ور پېښ چیلنجونه

افراسیاب خټک
افراسیاب خټک

پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۰۲ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۲۰ GMT+۰

پاکستان کې په تیرو ټول ټاکنو کې د جنرالانو د درغلۍ په وسیله جوړ شوی پارلمان د اکتوبر د میاشتې په درېیمه اونۍ کې په ډېره بیړه د هیواد په اساسي قانون کې یو شمیر تعدیلات راوستل (چې د شپږویشتم تعدیل په نوم یادیږی).

د پاکستان په تیرو ټولټاکنو کې د جنرالانو د درغلۍ په وسیله جوړ شوی پارلمان د اکتوبر د میاشتې په درېیمه اونۍ کې په ډېره بیړه د هیواد په اساسي قانون کې یو شمیر تعدیلات راوستل (چې د شپږویشتم تعدیل په نوم یادیږی).

په ظاهره د دغو تعدیلونو هدف د دولت په قضائیه قوه کې اصلاحات راوستل، د قاضیانو په ټاکلو کې د پارلمان او اجرائیه قوې نقش زیاتول او د سیاسي قضیو د حقوقي حل لپاره په ستره محکمه کې یوه بېله څانګه جوړول وو ، خو په حقیقت کې د دغو تش په نوم ریفورمونو ترپردې لاندې اصلي هدف د سترې محکمې د نوي قاضی القضات په توګه د دغه مقام مستحق قاضي منصور عليشاه د ترفیع مخه نیول او په عمومي توګه د سترې محکمې تضعیفول وو ، ځکه د پاکستان د اردو لوی درستیز جنرال عاصم منیر او صدراعظم شهباز شریف ویره لرله چې د سترې محکمې قاضي منصور عليشاه د حکومت د ستر مخالف سیاسي رهبر عمران خان حامي دی او که هغه د سترې محکمې د قاضي القضات مقام ته ورسیږي نو د روان کال دفبرورۍ په میاشت کې ترسره شویو ټولټاکنو کې د درغلۍ د اتهام دوسیه به راوسپړي او د فبرورۍ ټول ټاکنې به لغو اعلان کړي.

د پوځ او ملکي حکومت وېره

د دې کار نتیجه به نوې ټولټاکنې وي چې په هغو کې د عمران خان د ګوند تحریک انصاف بریالیتوب حتمي ښکاري او که عمران خان بیا د صدارت عظمی څوکۍ ته ورسیږی نو د هغه وړومبی کار به د لوی درستیز له منصب نه د عاصم منیر لرې کول وي نو ځکه په اساسي قانون کې په بیړنۍ توګه او د یو شمېرغیر مشروع ګامونو اوچتولو له لارې تعدیل راوستلی شو او له هغه سمدستي پس د شهباز شریف حکومت (کوم چې تش د جنرالواکۍ په مخ ملکي ماسک دی) د لوی درستیز په توګه د جنرال عاصم منیر د ماموریت موده له دریو کلونو نه پنځو کلونو ته وغځوله.

په زاړه حساب به د منیر ماموریت د ۲۰۲۵ کال د نومبر په میاشت کې پاې ته رسېده، اوس هغه تر ۲۰۲۷ کال پورې تمدید شوه او که د شهباز شریف حکومت دوام وکړي نو هغه په ۲۰۲۷ کې د جنرال عاصم منیر د لوی درستیز ماموریت پنځه کاله نور هم غځولی شي.د دې لپاره چې د اردو د لوی درستیز عاصم منیر د ماموریت د مودې تمدید یوه شخصي معامله ونه برېښي، نو حکومت د هوايي او سمندري ځواکونود لوی درستیزانو د ماموریت موده هم له دریو کلونو نه پنځو کلونو ته وغځوله، چې دا کاریوه عمومي پالیسي ښکاره شي.

په پاکستان کې په دولتي چارو کې د جنرالانو غیر قانوني لاسوهنه څه نوې خبره نه ده خو پخوا به دغه کار لږ څه تر پردې لاندې کېده، خو اوس جنرالواکي په ډاګه میدان ته راوتلې ده. جنرال عاصم منیر چې کله د خپل ماموریت له راتلونکي نه بې غمه شو او له پارلمان نه وروسته یې قضا هم ترلاس لاندې راوسته نو هغه د دولتي نظام په داخلي، خارجي او اقتصادي چارو کې خپل فعالیت لا پسې ګړندی کړ او ورسره یې د حکومت پر مخالفو عناصرو لګیدلي بندیزونه زیات کړل، چې په هغو کې د عمران خان ګوند او بلوڅ او پښتانه ځوانان ګډون لري.

پراخ سانسور

عمران خان او د هغه ګوند فعلي حکومت په انتخاباتو کې د درغلۍ له امله غیر مشروع ګڼي او د حکومت د استعفا او د نويو ټولټاکنو ترسره کېدو غوښتنه کوي نو ځکه عمران خان او د هغه ګڼ شمیر ملګري بندیان دي او پښتانه او بلوڅ ځوانان هم د حکومت تر ضربې لاندې دي، خو عمران خان له زندان نه خپلو پلویانو ته بیا بیا د حکومت پرضد د پاڅونونو لارښوونې کوي.اوس تازه یې د خپل ګوند غړو، پلویانو او د پنجاب او پښتونخوا ولسونو ته غږ کړی دی چې ټول دې د نومبر میاشتې په څلورویشتمې نیټې په ګڼ شمیر کې د هیواد پلازمینې اسلام اباد ته راشي او د پارلمان، ریاست جمهوري، صدارت عظمی او سترې محکمې مخې ته ( چې سور زون بلل کیږي ) راټول شي، هلته دې پرلت وکړي او تر هغه دې پروتست کووونکي خپل پرلت ته دوام ورکړي څو عمران خان له زندان نه ازاد شوی نه وي؛ په اساسي قانون کې شپږویشتم تعدیل بیرته اخستل شوی نه وي او د هغوی په وینا اوسنی غیر مشروع پارلمان منحل شوی نه وي.

دا چې ټلویزیوني شبکې او مطبوعات ټول دپوځي استخباراتو له خوا تپل شوي اوتر سخت سانسور لاندې دي، نو د جنرالواکۍ مخالفین د خواله رسنیو له لارې خپل غږ خلکو ته رسوي.د عمران خان ګوند په پاکستاني سیاسي ګوندونو کې پر خواله رسنیو د فعالیت تر ټولو قوي سیسټم لري، چې دولتي رسنۍ یې د سیالۍ مخه نه ویني. د بلوڅانو ملتپاله سازمانونه، د پښتنو پي ټي ایم ، این ډي ایم او نور سازمانونه هم په خواله رسنیو کې موثر موجودیت لري، نو ځکه جنرالواکي پر خواله رسنیو د بندیز او کنټرول په لټه کې ده.

د روان کال په سر کې جنرالواکۍ له چین نه د خواله رسنیو د سانسور لپاره په دیرش میلیارده کلدارو د «اور دیوال» په نوم یو سیسټم وارد کړی دی، ورسره یې شپږ میاشتې وړاندې په ایکس (پخواني ټویټر) باندې بندیز ولګاوه، خو سمدستي په میلیونونو خلکو د وي پي اېن له لارې له اېکس څخه استفاده پیل کړه. اوس حکومت تصمیم نیولی چې پر وي پي اېن هم بندیز ولګوي. په تیرو څو اونیو کې یې وي پي اېن د څو څو ساعتونو لپاره بند کړ، چې په کوم ځای کې د اپوزیسیون د سازمانونو غونډه وي نو پوځي استخبارات هغلته انټرنیټ وتړي او حتا د تیلیفون زیګنالونه هم بند کړي، خو د ای ټي په صنعت کې کار کوونکي دغه بندیزونه په هیواد کې د ای ټي صنعت د ودې او انلاین تجارت لپاره ډیر زیانناک بولي او وايي،چې دغه پالیسي به په راتلونکي کې پاکستان د شمالي کوریا په څېر له نړۍ نه تجرید کړي.

دامهال په کورني سیاست کې جنرالواکي د نومبر پر ۲۴مه د عمران خان له خوا په اسلام اباد کې د ستر ولسي پرلت د مخنیوي لپاره تیاری نیسي او په بهرنیو چارو کې په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ له ولسمشرۍ نه سخته ویره لري، ځکه یو خواعمران خان له ټرمپ سره شخصي پیژندګلوي لري، بل خوا د عمران خان پلویانو په امریکا کې په لکونو ډالرو د لابي شرکتونه د ځان په ګټه د فعالیت لپاره نیولي دي. په تېره څه موده کې د کانګرس غړو دوه ځله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نه غوښتنه کړې چې هغوی دې په سیاسي وجوهاتو د عمران خان دزنداني کیدو په تړاو د امریکا له اندېښنو نه پاکستاني واکداران خبر کړي.

د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر څو ورځې وړاندې سعودي عربستان ته لاړ. هلته یې د سعودي عرب وليعهد شهزاده محمد بن سلمان سره د دې لپاره ولیدل چې هغه د امریکا جمهور رئیس ټرمپ ته د پاکستاني جنرالواکۍ سفارش وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

ملا هبت الله ته لیک؛ سراج حقاني د خپل مشر پالیسیو کې اصلاحات غواړي

۲۸ لړم ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۰۱ GMT+۰
•
سمیع یوسفزی

«دا نظام مونږ په سترو قربانیو رامنځته کړی، اوس ستاسو اصلاحات غواړم که یې نه منئ راسره، بیا زه مجبور یم ځان کناره کړم، چی ولس ته ملامت نه شم. زما غوښتنې دادي، چې د ملت او وزیرانو شورا غوښتنو او پریکړو ته اهمیت ورکړئ او فیصلو ته یې درناوی وکړئ، یا دې رهبري شورا بېرته فعاله کړه».

د طالبانو د کابل حکومتي مشرانو، وزیرانو او مسوولانو او د کندهار ترمنځ تعلقات تر بل وخت زیات ساړه او د خپګان او ګیلو حد ته رسېدلي.


په کابل کې د طالبانو سرپرست حکومت د نجونو پر تعلیم د بندیز، نړیوالې انزوا، مخ په رکود اقتصادي حالت او له وطن نه د افغانانو د ډله ییز فرار او لوږې له امله تر سخت فشار لاندې دی، خو په کابل کې د سرپرستې ادارې مشران وايي له دې امله مایوسه او خفه دي چې دا فشارونه د طالبانو عمومي سخت دریځه مشر شیخ هبت الله اخوندزاده په خپل اختیار پر امارت او افغانانو تحمیل کړي، ګني طالبانو ته ډیره اسانه ده چې په ډېر کم تغییر او تبدیل خپل امارت ته نړیوال رسمیت او د هیواد دننه اعتبار ور وبښي.

د طالبانو خپلمنځي نارضایتۍ
په ابتدا کې په کابل کې د نظام چلوونکو مسوولانو فکر کاوه چې شیخ هبت الله اخوندزاده به د وخت په تېرېدو خپلې سخت دریځې مراندې را سستې کړي او د طالبانو د حکومت چلنجونه او ننګونې به را کمې کړي، خو د توقع خلاف د طالبانو عمومي سخت دریځه مشر نور هم سخت دریځه شو او د مېرمنو ضد پالیسۍ کې د دښمني سرحد ته ورسېد .


شیخ هبت الله ورو ورو هغه مشران چې د طالبانو د نړیوال اعتبار لپاره یې له نوموړي نه د اصلاحاتو غوښتنه کوله لکه د لوړو زده کړو وزیر شیخ عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزیر شیخ نورالله له دندو تبدیل کړل ځکه دواړو د میرمنو د لوړو او ثانوي زده کړو غوښتنه درلوده. بل طرف ته د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني چې د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو پرضد جګړه کې یې تر ټولو ډېر رول درلود، د شیخ هبت الله د عدم مصلحت، تشدده ډکو پالیسیو سخت ناقد دی او وخت پر وخت یې شیخ هبت الله د طالبانو حکومت د ټولو مشکلاتو لامل بللی.


د طالبانو د مشر د سختو پالیسیو چې هیڅ ډول به دوی ته نړیوال اعتبار ورنه کړي، بل منتقد عباس ستانکزی دی. هغه په کراتو کراتو د نجونو د زده کړو پرضد موقف د اسلام له اصولو سره متصادم او د طالبانو د نړیوالې انزوا سبب بللی.

اصلاحات، یا ځان څنګ ته کول
په کابل کی نور مشران لکه ملا برادر، ملا یعقوب او ملا حسن هم د طالبانو حکومت د انزوا او عدم رسمیت اصلي عامل له کندهاره صادریدونکی د شیخ هبت الله د وخت او مکان خلاف دریځ ګڼي، خو داچې «کندهاریان» دي، دې موضوع ته دومره اهمیت نه ورکوي.
سراج حقاني څو ځله کوښښ وکړ، چې د ښځو د کار او نجونو د زده کړو او عدم رسمیت په تړاو ملا حسن، ملا عبدالغني برادر او ملا یعقوب له ځان سره کړي او د شيخ هبت الله دفتر ته ور شي، خو درې واړه کندهاري مشران سراج حقاني په مختلفو پلمو تېر باسي او کندهار ته له سفره ډډه کوي.

سراج الدین حقاني یو نیم کال وړاندې هم شیخ هبت الله اخوندزاده ته په احترمانه الفاظو مزین یو لیک استولی و، څو هغه متوجه کړي چې د میرمنو د تعلیم ضد غیر منصفانه پالیسیو له امله یې ملت او نړیړال دواړه له اسلامي امارت نه لاس اخلي، خو شیخ هبت الله د سراج حقاني لیک ته د ځواب ورکولو پرځای خبرداری ورکړی چې دی به د امیرالمومنین څوکۍ پریږدي .
حقاني شبکې ته نږدې سرچینې وايي، چې د کابینې وزیران او مشران سراج حقاني ته وايي چې تاسې لږ خپل موقف جدی کړئ، دا نظام په دې ډول نه چلیږي، چې شیخ هبت الله یې زمونږ په واسطه چلول غواړي، دا نظام به د شیخ د پالیسیو له امله ناکامیږي.
د سرچینو په وینا، سراج الدین حقاني د یو بل لیک مسوده تیاره کړې او غواړي له خپل مشر سره یې شریکه کړي.


په لیک کې راغلي« زه دې تر بل هرچا زیات اطاعت او احترام کوم او خپل اطاعت مې په هر امتحان کې تاسې ته ثابت کړی. دا نظام مونږ په سترو قربانیو رامنځته کړی، اوس ستاسو اصلاحات غواړم که یې نه منئ راسره، بیا زه مجبور یم ځان کناره کړم، چی ولس ته ملامت نه شم. زما غوښتنې دادي، چې د ملت او وزیرانو شورا غوښتنو او پریکړو ته اهمیت ورکړئ او فیصلو ته یې درناوی وکړئ، یا دې رهبري شورا بېرته فعاله کړه».
د خلیفه سراج الدین د لیک په یوه برخه کې راغلي: « دښځو تعلیم حل حتما غواړم او امتحان
خو اصلاحات غواړم، که یې نه منئ راسره بیا زه مجبور یم ځان کناره کړم چې ولس ته ملامت نه شم».

د ملا هبت الله نوي بندیزونه

په کندهار کې د شیخ هبت الله دفتر ته نږدې منابع وايي، شیخ هبت الله نور سخت قیودات هم لګول غواړي، لکه پرمېرمنو د چادري اجباري اغوستل، د تلویزیونونو بندول. هغه همداراز د طالبانو له وزیرانو په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي غوښتي چې نور نړیوالې ټولنې ته د اسلامي امارت د رسمیت پیژندلو لپاره زارۍ یا غوښتنه ونه کړي.
سرچینه وايي، « متقي یې منع کړی چې نور به له غرب او ملګرو ملتونو نه غواړي چی مونږ په رسمیت وپیژني ځکه دا له کفر څخه معاونت غوښتل دي».


یو شمېر طالب مشرانو بار بار د قطر تړون د شرایطو په رڼا کې له شیخ هبت الله غوښتي چې منحیث مسلمان موږ باید تړون ته پابند پاتې شو خو شیخ هبت الله بار بار د دلیل او حجت په نامه د دوحې تړون له یادولو په قهر شوی او وايي، چی د دوحې تړون امریکا هم نه دی عملي کړی؛ امریکا د تړون له مخې له افغانستان نه ووتله، نور د تړون شرایط د منلو وړ نه دي.دغه رازشیخ هبت الله ملا برادر ته ویلي، چی «د دوحې معاهده ستاسې کار و، زه یې د ټولو بندونو منلو ته قایل نه یم».
سراج الدین حقاني او کابل میشتي طالبان د هرې ورځې په تېرېدو دا درک کوي چې اقتصادي حالت، له نړیوالو او ګاونډیانو سره ترخې اړیکې د ملت او امارت ترمنځ واټن دومره زیات کړی، چې د ملت د صبر کاسه به ډېره زر ډکه شي.


حقاني له یو شمیر سفرونو وروسته په دې متیقن شوی چې د شیخ هبت الله شخصي ګروهې او د مسایلو تشریح طالبان او افغانان له سخت امتحان سره مخامخ کړي. حقاني درک کړې چې که د نړۍ هر بل هیواد د طالبانو په څېر میرمنې له تعلیم او کاره حذف کړي نړیواله ټولنه دا اخلاقي جرات نه شي کولای، چې هغه هیواد په رسمیت وپېژني، له همدې امله نړیواله ټولنه له غرب سره د شیخ هبت الله حساسیت ته په کتلو غواړي د اسلامي او عربي هیوادونو په واسطه سراج حقاني وهڅوي چې شیخ هبت الله چې د نظام لپاره(Troubles makers) دی، په (Trouble-shooter) تبدیل کړي.
دا باید په پام کی ونیسو چې نړۍ په افغانستان کی بله کورنۍ جګړه نه غواړي ولو که د غلجي حقاني او کندهاري شیخ هبت الله ترمنځ وي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

پر افغانستان د تپل شوې افراطي – طالبي نظریې تحلیل

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۵۶ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب

طالبان د یو افراطي اسلامي تحریک په توګه د خپل سیاسي او مذهبي تفکر له مخې، د نړۍ په کچه افراطي تحریک پېژندل شوی دی. د دوی افراطي نظریه د سخت دریځه دیني تفسیر، محافظه‌کارانه سیاسي ایډیالوژۍ او افراطي - طالبي ټولنیز نظم پر بنسټ ولاړه ده.

دغې نظریې نه یوازې د افغانستان په خلکو له فکري، اقتصادي، سیاسي او بشري اړخه اغېز کړی، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره هم یو ستر ګواښ ګڼل کېږي.

د دغې ډلې په بیا حاکمېدا سره په افغانستان کې د سیاسي طالبي اسلام نظریه د ترویج په حال کې ده او د دغې نظریې د لا ترویج لپاره د افغانستان په ګوډ – ګوډ کې افراطي دیني – جهادي مدرسې جوړې شوې دي.

۱. د طالبانو د افراطي نظریې بنسټونه

الف. دیني تعبیر:

طالبان په خپله ایډیالوژي کې د اسلام د شریعت سخت تعبیر ته ځانګړې پاملرنه کوي، خو دا تعبیر اکثره له اسلامي نړۍ د منل شوي فهم څخه خورا محدود او سخت دی. دوی په ځانګړې توګه د فقهي احکامو پر ټینګ عملي کولو ټینګار کوي، چې ځینې وختونه د اسلامي اصولو له اصلي روح څخه لرې وي.

•د ښځو د تعلیم بندیز

•د سزاګانو سخت دریځي (لکه په عام محضر کې قصاص او په دورو وهل)

•د کلتوري او عصري ژوند محدودیت

پوره مسایل د نړۍ د پرمختللو اسلامي ټولنو د پرمختګ اساس جوړ کړی او له سعودي عربستان نیولې تر مصر او مالیزیا پورې دیني علماو پرې کلکه کره کتنه کړې او دا چاره یې د اسلام له اساسي روح سره په ټکر کې بللې ده خو طالبانو بیا ويلي چې دوي په افغانستان کې حقیقي اسلام پلی کوي او بهرنیو ته د مداخلې حق نه ورکوي.

ب. سیاسي ایډیالوژي:

د طالبانو سیاسي نظر د “اسلامي امارت” په بڼه تنظیم شوی دی، چې پکې ټول ځواک د طالبي افراطي ملایانو په لاس کې دی او هر هغه څوک چې د دغې ډلې په دود فکر نه کوي حق نه لري چې د طالبانو د حکومت د تصمیم نیونې برخه وګرځیږي.

دوی ډېموکراتیک نظامونه، د خلکو د رایو حق، او د بشري حقونو نړیوال معیارونه ردوي او د نړۍوال نظم لپاره رامنځته شوي ټول قواعد د “کفر” زېږنده بولي.

ج. ټولنیز نظم

د طالبانو ټولنیزه نظریه په محافظه‌کارانه پالیسیو ولاړه ده چې د ښځو، مذهبي او قومي اقلیتونو او هغو خلکو حقونه محدودوي چې د دوی له ایډیالوژۍ سره همغږي نه لري.

د ښځو د کار او تعلیم پر بندیز سربېره، دوی د رسنیو او ازاد بیان پر وړاندې هم سخت دریځ لري. د فردي ازادۍ ګڼې برخې یې محدودې کړې دي، د امربالمعروف په نامه د افغانستان په هرې سیمې او ښار کې ځانګړي محتسبین د افغانستان خلک څاري او هر هغه عمل چې د طالبي افکارو خلاف وي د سزا وړ ګڼل کیږي.

100%

۲. د طالبانو افراطي نظریه په عمل کې

الف. د ښځو پر وړاندې محدودیتونه:

طالبانو د خپلو افراطي باورونو له مخې، د ښځو او نجونو پر زده‌کړو بندیزونه لګولي او ښځې نه شي کولی په ټولنه کې فعاله ونډه ولري، زده کړې وکړي، کار وکړي او ان د خپل فزیکي وجود د تقویې لپاره سپورت وکړي، بالاخره مېرمنو ته یوازې په کور کې د پاتې کېدو او کورنیو چارو ترسره کولو حق ورکوي.

دا فکر د طالبي حاکمیت د اوسنۍ دورې زېږنده نه دی بلکې د طالبانو په لومړۍ دورې کې هم مېرمنو د زده کړو، کار او ټولنیز ژوند حق نه لاره نو ځکه ویلی شو چې د مېرمنو پر وړاندې سخت دریځ د طالبانو د اسلامي تحریک فکري بنسټ جوړوي.

ب. د تعلیم او بیان ازادي ځپل:

طالبانو د خپلو نظریاتو د پلي کولو لپاره د تعلیم او بیان ازادي تر جدي محدودیتونو لاندې راوستې ده. دوی د هغو تعلیمي نصابونو او خپرونو د خپرېدو مخه نیسي چې د دوی له ایډیالوژۍ سره په ټکر کې وي.

طالبانو د افغانستان د ښوونځیو په تعلیمي نصاب کې بدلون راوستی، یو شمېر مضامین یې له تدریسي نصاب څخه ویستي دي او په پوهنتونونو کې یې د اساسي مضامینو ۲۶ سلنه هغو دیني مضامینو ته ځانګړې کړې ده چې پکې طالبي – افراطي تفکر تدریسږي.

پر رسنیو یې د تصویر او ویډیو اخیستو بندیزونه لګولي دي او دا مهال د افغانستان له نیمايي په زیاتو ولایاتو کې خبریالان د تصویر اخیستو حق نه لري.

په افغانستان کې رسنۍ حق نه لري چې د طالبانو د مشر په ګډون طالب چارواکي نقد کړي او که چېرې دا چاره ترسره شي نو رسنۍ تړل کیږي او خبریالان یې ګواښل کيږي.

100%

ج. فرهنګي ورانۍ:

د طالبانو د لومړۍ دورې په جریان کې د طالبانو له خوا د بامیانو د بودا مجسمو ورانول او د موسیقۍ، هنر او پر کلتوري جشنونو بندیز د دوی د افراطي نظریې څرګندې بېلګې دي، چې په دې توګه دوی د فرهنګي میراثونو پر وړاندې هم زغم نه لري.

طالبانو د نوروز د جشن سربېره ګڼ نورو فرهنګي ارزښتونه محدود کړي دي او په افغانستان کې څوک حق نه لري چې د افغانستان لرغوني جشنونه ونمانځي.

دا ډله په رسمي مراسلاتو کې د هجري لمریز کالیز پر ځای چې د افغانستان رسمي کالیز و، هجري سپوږمیز کالیز کاروي او ان یو شمېر پښتو نومونه یې هم عربي کړي دي.

۳. د طالبانو د نظریې سیمه ییز او نړۍوال اغېز

الف. د سیمه‌ییز امنیت لپاره ګواښ:

د طالبانو د افراطي نظریې شتون د سیمې لپاره یو جدي امنیتي ګواښ دی. د دوی له راتګ سره په افغانستان کې سختدریځه ډلې لا فعاله شوې دي، چې په سیمه کې د ترهګرۍ د زیاتېدو امکان زیاتوي.

همداراز د جهادي او نورو مدرسو په اساس هر کال زرګونه طالبي ملایان فارغیږي چې د افغانستان سربېره یې سخت دریځ د سیمې هېوادونو ته هم ځانګړی زیان لري.
که چېرې د افراطي نظریاتو تولید په همدې دود روان وي دا طالبي افراطیت د سیمې سربېره نړۍ ته هم په اسانۍ انتقالېدلی شي.

ب. د بشري حقونو نقض:

د طالبانو د سخت دریځو پالیسیو له امله د بشري حقونو نقض په پراخه کچه ترسره کېږي. نړۍوالې ټولنې په پرله‌پسې توګه د دوی د بشري سرغړونو غندنه کړې، خو دوی خپلو پالیسیو ته دوام ورکړی دی.

د طالبانو د سرغړونو پالیسۍ د دې سبب ګرځي چې د افغانستان په ګډون په سیمه کې هم دا سرغړونې زیاتې شي، له افغانستان څخه د کډوالۍ بهیر لا پیاوړی شي او د افغانستان کادرونه لا ډېر فرار ته مجبور کړی شي.

ج. نړۍواله انزوا:

د طالبانو افراطي نظریې د دې سبب شوي چې افغانستان له نړۍوالې ټولنې څخه منزوي پاتې شي. اقتصادي بندیزونه او د مرستو کمښت د دې وضعیت لا خرابېدو لامل ګرځېدلی دی.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدا سره پر افغانستان د نړۍوالې ټولنې مرستې بې سارې کمې شوې دي او که څه هم په نړۍواله کچه امریکا یوازینی هېواد دی چې د بشري مرستو په برخه کې له نورو ټولو هېوادونو زیاته مرسته کوي خو د بشري حقونو، بیان ازادۍ، مېرمنو او د افراطیت د ترویج په اړه د طالبانو خشن دریځ د دې لامل کیږي چې بشري مرستې ختمې، افغانستان لا منزوي او د افغانستان خلک لا وږي شي.

۴. پایله

د طالبانو افراطي نظریې نه یوازې د افغانستان خلکو ته ستونزې راولاړوي، بلکې د نړۍوالې ټولنې لپاره هم یو ستر ګواښ دی. دا نظریه د دیني اصولو د سخت تعبیر، د بشري حقونو د نقض او د نړۍوالو اصولو له مخالفت څخه سرچینه اخلي.

د دې لپاره چې دا ډول نظریې محدودې شي، نړۍواله ټولنه باید پر طالبانو فشار راوړي او په عین حال کې د افغانستان د خلکو لپاره اوږدمهاله ملاتړ چمتو کړي.

که څه هم د طالبانو په اړه د ۲۰۲۱ کال تصور دا و چې دا ډله به د نړۍ له اوسنيو واقعیتونو سره ځان عیار کړي او د افراطیت پر ځای د اعتدال او پرمختګ لارې ته مخه کړي خو وروستیو درېیو کلونو وښوده چې طالبان له خپلې لومړۍ دورې لا افراطي شوي، بندیزونه یې لا سخت شوي او هڅه کوي چې خپل فکر په زور بیا هم پلی کړي.

د طالبانو دا افراطي فکر د اوږدمهال لپاره د تطبیق وړ نه دی، د افراطیت د ترویج په تړاو د سیمې د هېوادونو سربېره نړۍوالې ټولنې ته ګواښونه ورځ تر بلې په زیاتېدو دي او دا خطرونه کولی شي چې د طالبانو د حکومت لمن ورټوله کړي.

د ټرمپ په اړه د افغانانو ترمنځ خوش بیني او بد بیني

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۳ GMT+۰
•
شاه محمود میاخېل

د جمهور رییس ډونالډ ټرمپ له ټاکل کېدو سره د یو شمېر افغانانو خوش بیني زیاته شوې او فکر کوي چې افغانستان به بیا د امریکا د کورنۍ او نړۍوالې اجنډا په سر کې واقع شي او افغانستان به دوی ته د طالبانو له خپسې څخه خلاص کړي.

ځینې ډلې چې په جنګ باور لري، له پخوانیو امریکایي چارواکو سره پخواني تصویرونه نشروي او فکر کوي چې ګوندې امریکا به یو ځل بیا مخکې او دوی ورپسې وي او یا به دوی مخکې او امریکا ورپسې وي او دوی به د کابل ارګ ماڼۍ ته ورسوي

ځینې حتا د ټاکنو پپولیستي شعارونو پر اساس، فکر کوي چې نور د دوی پچه وتلې او دوی به د امریکا د نویو امنیتي چارواکو سلاکاران وي او څه چې دوی ورته وایي هغه به کوي.

د دې تر څنګ د طالبانو حاکمه ډله د امریکا د نوي جمهور رئیس د ټاکل کیدو په هکله بدبینه او په ویره کې ده چې ګوندې امریکا به یو ځل بیا افغانستان ته قوتونه ولیږي، دوی به له قدرته لرې او بیا سر بداله کړي ځکه دوی پوهیږي چې دوی د لنډکروزرو او نوي ژوند مزې وڅکلې او د پخوا په شان بیا جنګ نشي کولای او نه ورته په سیمه او نړۍ کې د پخوا په شان عقبه شته.

ځینې نور افغانان فکر کوي چې د ستاینو او ځانونو مطرح کولو په قطار کې باید وروسته پاتې نه شي څو د راتلونکو تحولاتو برخه اوسي. غویی لا حلال شوی نه دی خو دوی خانکي په سر نیولي دي.

100%

دا خوش بیني او بدبیني د څه لپاره ده؟

ایا دا خوش بیني او بدبیني د یو څو کسو او ډلو د ګټو په خاطر ده او که دا خوش بیني او بد بیني د افغانانو د ګټو په محور ده چې افغانستان کې دایمي ثبات رامنځته شي.

افغانستان بیا د سیمې او نړۍ د رقابتونو مرکز ونه ګرځي او بالاخره افغانستان کې یو قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام رامنځته شي چې ټول افغانان پکې ځان وګوري او د قانون په چوکاټ کې سره ګډ ژوند وکړي.

که پورته اهداف تر سره نه شي او افغانستان بیا د نړۍ او سیمې د رقابتونو مرکز وګرځي نو بیا د امریکا د نوي جمهور رییس په راتګ سره خوش بیني او بدبیني د افغانانو لپاره څه ګټه نه لري.

دې کې شک نه شته چې د امریکا رول تر اوسه هم په نړۍ کې مهم دی خو دا چې د افغانستان په هکله د امریکا نوې اداره څه تصمیم نیسي، غواړم چې یو لړ واقعیتونو ته اشاره وکړم.

افغانان په کل کې او هم د سیمې او نړۍ هیوادونه په دې نظر دي چې د افغانستان موجوده حاکمه ډله د ټولو لپاره تهدید دی خو د دې بلا له شر نه د خلاصیدو په هکله بیلابیل متضاد نظرونه موجود دي اما عمومي ذهنیت همدا دی چې په دغه ډول چې د طالبانو حاکمه ډله له خپل ولس، سیمې او نړۍ سره چلند کوي، هیڅوک یې په رسمیت نه پېژني او د هرې ورځې په تیریدو سره د دوی د زوال شپې رالنډیږي. په دې خاطر د امریکا موجوده او راتلونکې اداره هم طالبان په رسمیت نه پیژني او د بدیلې تګلارې په لټه کې به وي.

خو سیاست او سیاسي پرېکړې د احساساتو په اساس نه تر سره کیږي او د هرې پریکړې په هکله ګټه او تاوان سنجول کیږي. امریکا چې د دنیا لوی زبرځواک دی، د زبرځواکي تر څنګ، ډیر پیچلی سیستم لري چې هره پریکړه یو کس نشي کولاې او د جمهور ریئس ټرمپ د پریکړو په وړاندې ډیر حقوقي خنډونه شته دي او هغه به هغوی حل کوي خو دلته د افغانستان په هکله خبره مطرح ده.

د امریکا لپاره لومړی اپشن دا دی چې طالبان نور هم منزوي کړي، مالي او استخباراتي مرستې پرې بندې کړي او په رسمیت یې ونه پیژني. دا اپشن کافي نه دی ځکه د افغانستان مشکل په خپل ځای پاتې کیږي. افغانان له لا زیاتو ستونزو سره مخامخ کیږي.

د طالبانو بدیل

اول د طالبانو په زور لرې کول او بدیل باندې کار کول دي لکه چې په ۲۰۰۲ ز کال کې یې وکړل. دا اپشن بعید په نظر ښکاري ځکه د امریکا جنجالونه زیات دي او نه غواړي چې بیا پوځي مداخله وکړي. جمهور ریئس ټرمپ په کراتو ویلي چې دی غواړي جنګونه ختم کړي نه دا چې جنګونه زیات کړي. البته دا مسله مهمه ده چې د جنګونو ختم د چا په شرایطو غواړي؟ د جنګونو د ختمولو پریکړې یوازې امریکا په یو اړخیزه توګه نشي کولې ځکه هره جګړه پیچیدلې او مغلقه ده او زیاتو هڅو ته اړتیا لري چې دا جګړې ختمې شي.

دویم ښه اپشن د افغانانو او هم د سیمې هیوادونو او امریکا لپاره د یوې سیاسي پروسې تقویه کول دي. ځینې شاید ووایي چې سیاسي پروسه کار نه ورکوي او زور او ټوپک د افغانستان د مسایلو د حل لار ده، چې دا سمه نه ده.

د سافټ پاور په چوکاټ کې امریکا، د سیمې هیوادونه او افغانان په شریکه کولی شي چې په افغانستان کې مثبت تغییر رامنځته کړي. ټولې خواوې باید فکرا، ذهنا او په عملي توګه دغه وروستي بدیل ته ځانونه اماده کړي چې نه سیخ وسوځي او نه کباب.

زما په اند همدا اخري بدیل د افغانانو په خیر دی او د جنګ نغارې غږول د افغانانو په خیر نه دي. په دې توګه نه زیاته خوش بیني په کار ده او نه زیاته بد بیني.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

له طالبانو سره مخامخ جنګېدلی د امریکا د امنیت شورا سلاکار د دغې ډلې په اړه څه نظر لري

۲۲ لړم ۱۴۰۳ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۷:۰۹ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب

مایکل والټز د امریکا د متحده ایالاتو یو مشهور سیاستوال، د کانګرس غړی او له طالبانو سره پخوانی جنګېدلی پوځي افسر دی چې په افغانستان کې یې د امریکا د ځانګړو ځواکونو (ګرین بیریټ) په لیکو کې دنده ترسره کړې ده.

هغه د افغانستان په جګړه کې څو ځله دنده ترسره کړې او د ترهګرۍ ضد او د افغان ځواکونو په روزنه کې یې مهمه ونډه لرلې. د افغانستان د وضعیت او راتلونکي په اړه د مایکل والټز نظریې او احتمالي دریځونه د هغه د پوځي او سیاسي تجربو پر بنسټ دي.

مایکل والټز څوک دی؟

مایکل والټز یو پخوانی پوځي افسر دی چې په ځانګړو ځواکونو کې یې دنده ترسره کړې او وروسته د امریکا په کانګرس کې د فلوریډا ایالت د استازي په توګه وټاکل شو.

هغه په افغانستان کې د جګړې له لومړنیو کلونو راهیسې په ځانګړو ماموریتونو بوخت و او د افغان ځواکونو په روزنه، د یاغیانو پر ضد عملیاتو او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې یې ونډه لرله.

والټز په امریکا کې د هغو چارواکو له ډلې دی چې د افغانستان په مساله کې ځانګړې پوهه او تجربه لري او د دې مسالې په اړه یې څرګندونې او دریځونه په کانګرس کې د پام وړ ګرځېدلي دي.

100%

مایکل والټز د افغانستان لپاره څه کړي دي؟

والټز په افغانستان کې د څو دورو پوځي تجربې لري، چې په ترڅ کې یې د افغان پوځ د روزنې او هغوی ته د سلا ورکولو په برخه کې کار کړی.

هغه د خپلو تجربو پر بنسټ، تل د دې ملاتړ کړی چې امریکا باید په افغانستان کې اوږدمهاله شتون ولري تر څو د ترهګرۍ د بیا راپورته کېدو مخه ونیسي.

والټز تل د دې نظریې ملاتړ کړی چې په افغانستان کې د امریکا پوځي شتون یوازې د افغانانو لپاره نه بلکې د امریکا د ملي امنیت لپاره هم ضروري دی.

والټز د امریکا د مرستیال ولسمشر ډیک چيني د ترهګرۍ ضد سلاکار هم پاتې شوی، چې په دې رول کې یې د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژۍ په جوړولو کې ونډه لرله.

هغه په دې باور دی چې د افغانستان په اړه د امریکا ناکامي به د دې سبب شي چې طالبان او نورې ترهګرې ډلې یو ځل بیا افغانستان د ترهګریزو فعالیتونو لپاره وکاروي.

نوموړي په کابل کې د القاعده د مشر له وژل کېدو وروسته د خپلې داعیې اثبات وړاندې کړی او ویلي یې وو، چې افغانستان د ترهګرۍ په ځالې بدلېدونکی دی.

د طالبانو په اړه د مایکل والټز نظریه

مایکل والټز د طالبانو په اړه کلک مخالف دریځ لري. هغه په پرله‌پسې ډول ویلي چې طالبان د سولې لپاره د اعتماد وړ نه دي او د هغوی واک ته د بیا رسېدو په صورت کې به افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لپاره امن ځای شي.

د هغه په نظر، طالبان نه یوازې د افغانستان د خلکو لپاره یو ګواښ دی، بلکې د امریکا او د نړۍ لپاره هم یو خطر دی. والټز په دې باور دی چې طالبان به د القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره بیا اړیکې ټینګې کړي او افغانستان به یو ځل بیا د هغو ډلو لپاره امن ځای وګرځي چې د امریکا او د نړۍ پر وړاندې فعالیت کوي.

100%

د امریکا د امنیت شورا د سلاکار په توګه د مایکل والټز احتمالي پرېکړې

که مایکل والټز د امریکا د امنیت شورا د سلاکار په توګه خپله دنده پیلوي، د افغانستان په اړه به د هغه احتمالي پرېکړې ښايي دا وي:

۱. طالبانو سره کلک مخالف دریځ: والټز به د طالبانو په وړاندې کلک دریځ غوره کړي او د هغوی پر وړاندې به د امریکا فشار زیات کړي. هغه به د دې پلوي وي چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژندل شي او د هغوی د مشروعیت د منلو لپاره به سخت شرایط کېښودل شي.

۲. د ترهګرۍ ضد هڅې زیاتول: والټز به د دې ملاتړ وکړي چې په افغانستان کې د ترهګرو د شتون د مخنیوي لپاره د امریکا استخباراتي او پوځي نظارت پراخ شي. هغه به هڅه وکړي چې په سیمه کې د امریکا حضور داسي وساتي چې ترهګر له افغانستان څخه د بریدونو پلان جوړولو څخه منع کړي او په دې تفکر سره طالبان اسیب پذیره معلومیږي.

۳. د بشري حقونو ملاتړ: والټز د ښځو او ماشومانو حقونو ته ځانګړې پاملرنه لري او د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې. د امنیت شورا د سلاکار په توګه، هغه به په نړۍواله کچه د دې ملاتړ وکړي چې طالبان د بشري حقونو رعایت ته اړ کړي او که په دغه برخه کې هر ډول فشار رامنځته کولی شي درېغ به ترې ونه کړي.

۴. د افغان کډوالو او پخوانیو متحدینو ملاتړ: والټز به د هغو افغانانو لپاره چې د امریکا سره یې په جګړه کې همکاري کړې، د خوندي پناه غوښتنه وکړي. هغه په دې باور دی چې باید هغه افغانان چې له امریکا سره یې مرسته کړې، نه یوازې باید په امریکا کې خوندي پاتې شي، بلکې د هغوی ملاتړ هم وشي.

پایله

مایکل والټز یو له هغو کسانو څخه دی چې د افغانستان په اړه ژوره تجربه او د طالبانو په ګډون د افراطیانو په اړه سخت دریځ لري.

د نوموړي پخوانیو ویناو، کړنو او ستراتیژیو ته په کتو هغه باور لري چې د طالبانو واک ته رسېدل به د افغانستان، امریکا او نړۍ لپاره ناوړه پایلې ولري او پر خپلې دغې نظریې یې بار – بار ټینګار هم کړی دی.

د امریکا د امنیت شورا د سلاکار په توګه، هغه به هڅه وکړي چې د افغانستان په اړه داسې پرېکړې وکړي چې د امریکا د امنیت لپاره ګټورې وي، طالبان تر فشار لاندې راشي او په پاکستان او سیمه کې د ثبات د ساتلو لپاره مرسته وکړي.

شننه؛ په پښتونخوا کې د روانې جګړې لاملونه

۱۹ لړم ۱۴۰۳ - ۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۵۴ GMT+۰
•
افراسیاب خټک

په پښتونخوا کې د پاکستاني پوځ اوتحریک طالبان پاکستان ترمنځ جګړه د هرې اونۍ او میاشتې په تېرېدو سره مخ پر زیاتېدو ده. اوس دغه جګړه داسې کچې ته رسیدلې ده چې په تیر لنډ وخت کې ساری نه لري.

څو ورځې وړاندې ټي ټي پي ادعا کړې ده چې د اکتوبر په میاشت کې د دغه سازمان غړو د پاکستان پر امنیتي ځواکونو۲۲۰ بریدونه کړي او ددغو ځواکونو۱۳۰ تنه یې وژلي دي.

په دغو بریدونو کې زیاتره د پښتونخوا ایالت په جنوبي اضلاعو (ولسوالیو) یا له ډیورنډ کرښې سره جوختو سیمو کې شوي دي. له دغو سیمو ځینې برخې ټي ټي پي اشغال کړې دي، تر دې چې هغوی هلته ګزمې کوي او په سړکونو یې پاټکونه هم جوړ کړي دي. دلته د پولیسو د صاحب منصبانو له خوا خپلو عسکرو ته داسې لیکلې لارښوونې حتا په میډیا کې خپرې شوې چې د پولیسو پرسونل دې له ماښام وروسته له خپلو قرارګاوو نه بهر نه راوځي، خو هغوی په دې هم نه خلاصیږي ځکه د ټي ټي پي جنګیالي د پولیسو او پو ځیانو پر مرکزونو او قرارګاوو هم بریدونه کوي.

د جګړې لاملونه څه دي؟

دلته دا پوښتنه پیدا کیږي چې د دې جګړې لاملونه څه دي ؟ د پاکستان اووه- اته لکه پوځ ولې د یو څو زرو طالبانو د بریدونو مخ نيوی نه شي کولی ؟ د پاکستان او د افغانستان د طالبانو امارت ترمینځ ظاهريتاوتریخوالی لیدل کیږي او کله کله له دواړو خواوو نه دړکې هم اوریدل کیږي، خو دواړه اړخونه له یوه بل سره نيغ په نيغه جګړې ته زړه نه ښه کوي او نه خپلمنځيستراتیژیکې اړیکې پرې کوي.

د دې جګړې پر لاملونو د سر خلاصولو لپاره باید سړی په دې پوه شي چې طالبان د لویدیزو زبر ځواکونو او د پاکستاني جنرالانو ( چې د لویدیز قراردادیان دي ) ګډه پروژه ده او دوی دواړه په دې پروژه کې مشخصې ګټې لري.

د امریکا او طالبانو ( او ورسره په غیر مستقیمه توګه پاکستان ) ترمنځ د دوحې معامله په دې موخه شوې وه چې په افغانستان کې جمهوریت سقوط وکړي او طالبان د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو کې ځای پرځای شي؛ د القاعدې، داعش، اي ټی آی ایم او نورو ترهګرو سازمانونو غړو ته به په افغانستان او شاوخوا سیمو کې د فعالیت زمینه برابره شي. په دې ډول به د چین او پاکستان ترمنځ د اقتصاديکوریډور د جوړیدو مخنيوی وشي؛ د چین د دهلیز او کمربند د غټې نړیوالې پروژې د جوړیدو په لاره کې به خنډونه خلق شي او د منځنۍ اسیا د بې ثباته کولو لپاره به زمینه مساعده شي.

سربېره پر دې چې پاکستاني جنرالان د لویدیز د قراردادیانو په توګه ددغو پلانونو مرسته کوي، دوی په دې کې خپلې مشخصې او ځانګړې ګټې هم لري. د مثال په توګه؛ پاکستاني جنرالان طالبان ، چې دوی خپله جوړ کړي، پاللي او روزليدي، خپل جدي دښمنان نه ګڼي ځکه په وروستي تحلیل او اوږده موده کې طالبان د پاکستاني مدارسو د مفتیانو له فتواوو نه سرغړونه نه شي کولی.

د هویت بحران

د پاکستان جنرالان د پښتنو او بلوڅو ملي ګرايي د پاکستان لپاره اصلي خطر ګڼي، ځکه پاکستان ان د خپل تاسیس له ورځې نهد هویت له بحران سره مخ دی. د پاکستان جوړوونکو ادعا لرله چې دویله هند څخه ځکه بیلیږي چې د دوی تمدن د هند له تمدن نه بدل او حتا چې د هند له تمدن سره مخالف دی.(په حقیقت کې دا دلیل ځکه سم نه دی چې دا د هند تجزیه نه وه ، بلکې لکه څنګه چې هغه وخت باچا خان، د دین ستر عالمابوالکلام ازاد او ځینو نورو خلکو ویل، دا په هند کې د اوسیدونکو مسلمانانو تجزیه وه ځکه له تجزیې وروسته هم همدومره مسلمانان په هند کې پاتې شول څومره چې په پاکستان کې دي)، خو جالبه خبره دا ده چې د پاکستان موسسینو د خپل نوي ملک لپاره ملي ژبه اردو له هند نه راوړه . د پاکستان په ځايي اوسیدونکو کې اردو ژبه د هیچا مورنۍ ژبه نه وه، اردو صرف د هغو یو شمیر مهاجرو مورنۍ ژبه ده چې په ۱۹۴۷ کال کې له وېش وروسته له هند څخه پاکستان ته راغلي وو. همدغسې د پاکستان په رسمي ملي لباس کې شيرواني (ترپښو پورې اوږده توره کورتۍ ) هم له هند نه راغلې ده، نو په داسې شرایطو کې د پښتنو ملي هویت ( چې د ډیورنډ کرغیړنې کرښې نه اخوا ملي دولت هم لري) پاکستان د خپل وجودلپاره اصلي خطر ګڼي. د دغه خطر د رفع کولو لپاره د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته د طالبانو ځای پرځای کول پاکستاني جنرالان ځکه اغیزناک بولي چې دغه جنګي ماشين د افغان/پښتون ملي هویت له منځه وړي او د دوی پر خاوره د اسلام د پاک دین له نوم څخه په سوء استفاده یو داسې نظام تحمیلول غواړي چې د خاورې نيم نفوس (ښځې)له معارف او ټول ژوند او ژواک نه وباسي.

د پاکستاني دیني مدرسو د څانګو په پرانېستلو سره د افغانستان او پاکستان په پښتني سیمو کې د نارینه هلکانو لپاره د یوویشتمې پیړۍ معارف هم له منځه وړي او که دا وضع څو لسیزې دوام وکړي نو د افغان/پښتون خاوره به د بې سوادۍ، جهالت او وروسته پاتې والي په تورو تیارو کې داسې ډوبه شي چې ایله به د پاکستان او نورو ګاونډیانو بردګۍ ته برابره شي.

100%

طالبان د پوځ خلاف نه جنګیږي

ځینې خلک داسې استدلال کوي چې د ټي ټي پي جګړه خو د پاکستان له اردو او پولیسو سره ده او هغوی په پرله پسې توګه یو او بل وژني، نو دا څنګه د افغان/پښتون پر ضد لوبه کیدلی شي ؟

لومړی خو که وکتل شي ټي ټي پي په تیرو څو لسیزو کې دومره باسواده پښتانه او ملتپاله سیاسيکادرونه وژلي دي چې د پاکستاني جنرالانو لپاره یې د پښتنو د ملي نهضت د تضعیفولو کار اسان کړی دی او تر اوسه یې په خپل دغه کار پښیماني نه ده ښودلې.

بله خبره دا چې د غلبې لپاره د نیابتي جنګونو پلان کوونکي په زړونو کې عادي انساني ترحم او عاطفه نه لري.هغوی په دې لار کې شوي انساني تلفات د خپلو هژموني او نیابتي پروژو بیهبولي. که داسې نه وای نو پاکستاني جنرالانو به له ټي ټي پي سره له پخواني قتل و قتال وروسته څنګه بیا خبرې اترې او تړونونه کول؟ هغوی به یې څنګه پخوانۍ فاټا کې ځای پرځای کولی؟

یو بل نوی جنګ د افغان/پښتون خاورې ته راوړل په هیڅ وجهد خاورې او ولس په ګټه نه شي کیدلای.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.