طالبان: په غور ولایت کې مو د جبري ودونو او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۰۰ قضیې څېړلې دي

په غور ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست وایي، چې په دغه ولایت کې یې د جبري ودونو، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د ښځو د حقونو تر ۶۰۰ ډېرې قضیې څېړلې دي.