حماس: د یرغمل شویو بندیانو د خوشې کولو هوکړه په غزه کې د جګړې پای ته رسولو سره تړلې ده

په غزه کې د حماس لنډمهاله مشر خلیل الحیه د چهار شنبې په ورځ له الاقصی شبکې سره په یوې مرکه کې وویل، چې له اسراییل سره به د فلسطیني بندیانو او یرغمل شویو بندیانو د تبادلې په اړه تر هغه وخته کومه هوکړه نه کېږي، چې د غزې په تړانګه کې جګړه پای ته نه وي رسېدلې.