• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په خوست، غور او بلخ ولایتونو کې درې ښځې او ۷ نارینه د خلکو پر وړاندې په دورو وهلي

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۰۷:۴۲ GMT+۰تازه شوی: ۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۰۸:۵۴ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په خوست، غور او بلخ ولایتونو کې یې درې ښځې او ۷ تنه نارینه، د «اخلاقي فساد، زنا او لواط» په تور په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ د (لیندې ۸مه) په درېیو بېلا بېلو خبرپاڼو کې ویلي، چې یادو کسانو ته یې د “اخلاقي فساد، زنا او لواط” په جرم تعزیري سزاګانې ورکړې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره ورځ یې په غور ولایت کې دوو ښځو او څلورو نارینه‌و ته د “اخلاقي فساد او لواط” په تور د دغه ولایت په یوه ورزشي لوبغالي کې د عامو خلکو د سترګو په وړاندې سزا ورکړه.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دوه تنه مجرمانو ته یې د پنځه ـ پنځه میاشتو بند سزا تر څنګ هر یو یې په ۲۵ـ۲۵ دورې هم وهلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې درېیم تورن کس یې د دوه کاله بند د سزا ترڅنګ ۲۷ دورې وهلی، څلورم تورن کس یې د یو کال بند سزا تر څنګ ۳۹ دورې وهلی، پنځم کس څلور میاشتې بند او ۳۰ دورې وهل شوی او شپږم تورن کس یې یوازې ۳۹ دورې وهلی دی.

همدارنګه د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې دوه کسان چې په لواط تورن و د یاد ولایت د کوه البرز ولسوالۍ د ابتدایه محکمې له لوري هره یوه ته د ۴ـ۴ کاله بندې کېدو سزا د ورکولو ترڅنګ هر یو یې ۳۹ـ۳۹ دورې وهلی دی.
همدارنګه د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ پر یوې ښځې او یو نارینه د “اخلاقي فساد” په تور د تعزیري سزا حکم عملي شوې دی.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ ابتدایېه محکمې دغه نارینه او ښځه هر یو ۳۹ـ۳۹ دورې وهلي دي.

طالبانو په درېیو ولایتونو کې په عام محضر کې په دورو د وهل شویو کسانو هویت نه دی څرګند کړی.

په خبرپاڼو کې یو شمېر کسانو ته د تورن او یو شمېر ته د مجرم کلمې کارول شوې او وايي، چې یادو کسانو ته یې د دغې ډلې د سترې محکمې تر تایید وروسته تعزیري سزاګانې ورکړې دي.

طالبانو تېره ورځ په پروان ولایت کې هم یو کس په عام محضر کې ۸۰ دورې وهلی و.

دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو د دفاع بنسټونو او نړۍوالې ټولنې تل د طالبانو له لوري په عام محضر کې خلکو ته د بدني سزاګانو د ورکولو کړنه غندلې؛ خو طالبانو نږدې هره ورځ د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې یو یا څو کسانو ته بدني سزاوې ورکړې او وايي، په دې کار سره پر خلکو “شریعت “ عملي کوي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله وروسته هم افغانان هېواد پرېږدي
۱

د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله وروسته هم افغانان هېواد پرېږدي

۲

پاکستاني پولیسو په اسلام‌اباد کې دوه افغان محصلینې نیولې دي

۳

ملګري ملتونه: په نړۍ کې د دیني لږکیو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی

۴

افغان اېواک: د محکمې نوې پرېکړې هم امریکا ته د افغانانو د ننوتلو زمینه نه‌ده برابره کړې

۵

پر ایران د امریکا د احتمالي «سختو بندیزونو» خبرداري افغان سوداګر اندېښمن کړي