• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

معترضو مېرمنو د جرمونو نړۍوالې محکمې ته د ښځو له حقونو د سرغړونې قضیې د استولو هرکلی وکړ

۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۰۹:۵۰ GMT+۰

د ارغواني شنبو غورځنګ د هغو شپږو هېوادونو له پرېکړې هرکلی کړی، چې له مخې یې د افغانستان د ښځو د حقونو پر وړاندې د طالبانو سرغړونې د جرمونو نړۍوالې محکمې ته وړاندې کړې دي.

تېره ورځ چیلي، کوسټاریکا، هسپانیا، فرانسې، لوګزامبورګ او مکسیکو په افغانستان کې د ښځو له حقونو د سرغړونې قضیه د جرمونو نړۍوالې محکمې ته وړاندې کړه.
دغو هېوادونو د جرمونو نړۍوالې محکمې له څارنواله وغوښتل، چې د افغان ښځو او نجونو له حقونو په پرله پسې او سیستماتیک ډول سرغړونې وڅېړي.
دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغان مېرمنو سخت بندیزونه لګېدلي چې د زده‌کړو، کار او عامه ژونده یې منعه کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو دغه کړنې د بشري حقونو د سختو سرغړونو په کتار کې راځي او په پراخه کچه غندل شوي دي.
د ارغواني شنبو غورځنګ د افغانستان له ښځو سره د پیوستون له دغه ګامه هرکلی کوي او پر ټولو هېوادونو غږ کوي، چې د دغو شپږو زړورو هېوادونو تګلاره وڅاري.
د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، چې نړۍوال ملاتړ د دې لپاره اړین دی چې عدالت ټینګ شي او د افغانستان ښځې هېرې نه شي.
دغه غورځنګ له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د عدالت او جنسیتي برابرۍ لپاره په دې مبارزه کې متحد شي او دا یقیني کړي چې د افغانستان په ګډون ټولو ښځو ته هغه وقار او حقونه ورکړل کېږي چې دوی یې وړې دي.

ډېر لیدل شوي

په لاهور کې د طب محصلانو د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی
۱

په لاهور کې د طب محصلانو د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی

۲

د اسلامي همکاریو سازمان مشر: د اسلام په نوم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی هېڅ مشروعیت نه لري

۳
د سپټمبر ۱۱مه

په اېبټ‌اباد کې د بن لادن له وژل کېدو ۱۵ کاله وروسته څه بدلون راغلی؟

۴

پر انځورونو د بندیز سربېره؛ د ملاشیرین ملاتړي پر موټرسایکل د هغه د ګرځېدو ویډیوګانې اخلي

۵

د افغان ایواک بنسټ مشر: امریکا دې افغانستان او نړیوال بحرانونه له پامه نه غورځوي