• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا سفارت د عامه چارو مشر : افغان مېرمنې د خپل راتلونکي د جوړولو فرصت او امنیت غواړي

۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۱۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۴، ۰۳:۵۲ GMT+۰

د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د ۱۶ ورځني کمپاین په ترڅ کې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د عامه چارو مشر وايي، افغان میرمنې د خپل راتلونکي د جوړولو لپاره امنیت او فرصتونه غواړي. ماریو کریفو په یوه ویډیو پیغام کې زیاتوي، دا هغه څه دي چې د نړۍ ټولې ښځې یې غواړي.

د نوموړي په خبره، واشنګټن د زدکړو او کار حق ته د افغان ښځو د لاسرسي ملاتړ ته ژمن دی.

په افغانستان کې د امریکا د سفارت د عامه چارو مشر ماریو کریفو نن په خپل پیغام کې وویل، چې په افغانستان کې د امریکا ماموریت د افغان ښځو له بنسټیزو حقونو ملاتړ کوي.

په ورته وخت کې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د دوه اونیو نړیوال کمپاین په ترڅ کې هغه ټینګار وکړ، چې افغان ښځې غواړي هغه حقوق خوندي کړي چې د نړۍ نورې ښځې یې هم غواړي.

هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې د امریکا ماموریت په پام کې لري چې د زدکړو، کارموندنې او مدني او سیاسي حقونو په ګډون بنسټیزو حقونو ته د افغان ښځو لاسرسی زیات کړي.

کريفو يادونه وکړه، چې دغه پروګرامونه د افغان ښځو د پياوړتيا لپاره طرحه شوي دي.

په دغه ویډیویي پیغام کې د امریکا د سفارت د عامه اړیکو رییس له لېدونکو وغوښتل چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د مخنیوي په کمپاین کې برخه واخلي او په خپلو ټولنو کې د دغه ډول تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره اقدام وکړي.

په افغانستان کې د خپل واک له درې کلونو څخه په زیات وخت کې طالبانو داسې په لسګونو قوانین او حکمونه صادر کړي چې د ښځو حقونه یې محدود کړي دي.

د طالبانو له خوا پر ښځو لګول شوي محدودیتونو سره د نړیوالو سازمانونو له مخالفت سره سره، دغه ډله د ښځو د حقونو او ازادیو تر پښو لاندې کولو ته دوام ورکړی دی.

طالبانو د ښځو پر زده کړو او کار کولو بندیز خپله داخلي مسله بللې او ویلي یې دي چې هیڅ سازمان او هېواد ته به اجازه ورنه کړي چې په دې موضاعتو کې لاسوهنه وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

Tweet unavailable

•
•
•

نور کیسې

ریچارډ بنېټ : څه چې په افغانستان کې روان دي د هرچا وجدان نارامه کوي

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۰۳ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ په جنیوا کې د جندر د عدالت او حساب ورکولو په کنفرانس کې وویل، چې د افغانستان خلک د نړیوال ملاتړ مستحق دي او هغه څه چې په افغانستان کې روان دي د هرچا وجدان نا ارامه کوي.

دا کنفرانس د افغانستان لپاره د چیلي او هسپانیا په همکارۍ د ښځو د فورم له خوا جوړ شوی و.

د جندر د عدالت او حساب ورکولو کنفرانس د پنجشنبې په ورځ (د ليندۍ ۸ مه) په جنیوا کې جوړ شو.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکي په دې ناسته کې ټینګار وکړ، چې افغانان عدالت، تحقیقات او د هغو کسانو محاکمه غواړي چې په دې برخه کې مسوولیت لري.

بنېټ د بنسټیزو حقونو لکه د لاریونونو، زده کړې او کار په ازادۍ هم ټینګار وکړ.

نوموړي حساب ورکول او جنسیتي عدالت د افغانانو د هیلو یوه مهمه برخه ګڼلې ده.

په دې ناسته کې د شکریې بارکزۍ، شهرزاد اکبر، اصیلا وردګ، حبیبه سرابي، زهرا جویا او فوزیه کوفي په ګډون د یو شمېر اروپايي هېوادونو استازو او د سیاسي، بشري او د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو ګډون کړی و.

د دې ناستې هدف د طالبانو له خوا حساب ور کول او د ستونزو د حل لارو لټول و.

په دې ناسته کې د هسپانیا او چیلي هېوادونو سفیرانو د افغان ښځو پر ملاتړ او په افغانستان کې د عدالت پر پلي کېدو ټینګار وکړ.

د چيلي سفير د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې وويل، چې افغان مېرمنې خواخوږۍ ته نه بلکې پيوستون او عدالت ته اړتيا لري.

د هغه په ​​وينا، د افغان مېرمنو لپاره د عدالت تامين تر بل هر وخت ډېر مهم دى.

فوزیې کوفي د دې ناستې په اړه وویل: «موږ باید له هغو کسانو سره حساب وکړو چې د جنسیت، مذهب او قوم پر بنسټ ظلمونه کوي.»

هغې ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا له بشري حقونو څخه سختې سرغړونې «د انسانیت پر وړاندې جنایت زموږ د پیړۍ غچ دی.»

کوفي وايي، اوس د دې وخت رارسېدلی، چې پر نړیوال قانون او عدالت باور بېرته راشي.

هغې وويل، له نړيوالې ټولنې د ښځو غوښتنه دا ده، چې سياست پرېږدي او د عدالت د تامين لپاره اقدام وکړي.

یوناما له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی زر پای ته ورسوي

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۷ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیوالې ورځې په مناسبت له طالبانوغوښتي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره ګامونه واخلي.

یوناما ویلي، طالبان باید د ښځو د حقونو او بنسټیزو ازادیو د کمزوري کولو سیستماتیک بهیر ودروي.

د دوشنبې په ورځ (د ليندۍ ۵ مه ) ددې استازولۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې «افغانستان د ښځو پر وړاندې په لوړه کچه له تاوتریخوالي سره مخ دی او دا وضعیت په ټولو برخو کې له ښځو سره د شته تبعیض له امله خراب شوی دی.»

یوناما ټینګار کوي، چې په افغانستان کې د جنسيتي برابرۍ اړوند جوړښتونو د له منځه تلو له امله، له تاوتریخوالي څخه د پاتې کسانو لپاره هراړخیز او باکیفیته خدمتونو ته لاسرسی خورا محدود شوی.

د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا وویل، «موږ په افغانستان کې د ښځو او نجونو له اړخه په یوه حساس پړاو کې یو. موږ د عدالت د تامین او د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره بیړنیو اقداماتو ته اړتیا لرو.»

په افغانستان کې د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر ځانګړې استازې الیسون ډیویډیان هم په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره د نړیوالو هڅو پر زیاتولو ټینګار وکړ.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر په داسې حال کې په هېواد کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې، چې افغان معترضو مېرمنو د دغه سازمان پر بې غورۍ نیوکه کړې او وايي، چې نړیوالې ټولنې او یوناما تر اوسه د طالبانو د «بشريت ضد جنايتونو» پر وړاندې کوم جدي او اغېزناک اقدام نه دی کړی.

د بښنې نړیوال سازمان د ښځو حقونو په اړه خپل ۱۶ ورځني کمپاین کې پر طالبانو فشار راوړل غواړي

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۳۹ GMT+۰

د بښنې نړیوال سازمان له ښځو سره د تاوتريخوالي مخنيوي اړوند ويلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې نجونې او مېرمنې له تبعیض او ناوړه چلند سره مخ دي. دغه سازمان په خپل ۱۶ ورځنی کمپاین سره له نړیوالې ټولنې غواړي، چې طالبان ځواب ویلو ته اړباسي.

د بښنې نړيوال سازمان د سویلي اسیا څانګې له افغان مېرمنو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي اړوند د ۱۶ ورځني کمپاين په پیغام کې هيله ښودلې، چې له دې لارې به په افغانستان کې د ښځو له حقونو سرغړونې په ګوته کړي.

دغه سازمان ويلي، چې د افغان مېرمنو او نجونو د بشري حقونو دغه غږ او غوښتنو ته باید وده ورکړل شي.

د بښنې نړيوال سازمان په خپل دغه پیغام کې د افغان مېرمنو د وضعت تړاو ویلي چې « د څلورم پرله پسې کال لپاره، افغان میرمنې او نجونې د طالبانو له خوا له د سیستماتیک تبعیض او ناوړه چلند له خورا جدي ډولونو سره مخ دي.»

یاد سازمان له ټولو غوښتي، چې له افغان مېرمنو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي په دې ۱۶ ورځني کمپاين کې برخه واخلي او د ميرمنو ملاتړ وکړي.

د بښنې نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې، دغه کمپاين به د نومبر پر ۲۵ مه، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړو نړيوالې ورځې سره برابره ده، پيل او د ډسمبر تر ۱۰ مې چې د بشري حقونو ورځ ده، دوام وکړي.

له دې وړاندي یو شمېر افغان معترضو ښځو هم د میرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د ۱۶ ورځني کمپاین په تړاو د پیغامونو په خپرولو سره، په افغانستان کې د ښځو د کړکېچن وضعیت په اړه د نړۍوالې ټولنې پر بې غورۍ نیوکه کړې وه.

دوی ویلي، چې د تاوتریخوالي د له منځه وړو کمپاین یو فرصت دی چې د ښځو پراخو ستونزو ته پام واړول شي.

معترضو ښځو په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د رسمیت پیژندلو غوښتنه وکړه.

صبرینا ثاقب وايي، طالبان د ماشومانو د فکر په بدلولو سره د نړۍ امنیت ګواښي

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۰۶:۳۲ GMT+۰

هغې وویل چې په ښوونځیو کې د ماشومانو د فکر په بدلولو سره به طالبان د ترهګرۍ نوی نسل رامنځته کړي چې په دې سره به د نړۍ امنیت ته ګواښ پېښ کړي. صبرینا ثاقب پر نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ ته پام وکړي.

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې دغې پخوانۍ غړې د یکشنبې په ورځ په کاناډا کې د هالیفیکس په نړۍوال امنیتي فورم کې وویل چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د نړۍوالې ټولنې مبارزه د نورو پېښو لکه د اوکراین د جګړې له امله درول شوې ده.

هغه خبرداری ورکړ: «ښوونځي تړل شوي او مدرسې پرانیستل شوې. طالبان زموږ د ماشومانو او هلکانو فکر بدلوي. نو له افغانستانه به د ترهګرۍ نوی نسل را منځته شي، چې نړۍوال امنیت ته ګواښ پېښولی شي.»

صبرینا ثاقب چې د ښځو د حقونو یوه فعاله هم ده، ټینګار کوي چې په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو وضعیت ډېر ترینګلی دی. هغې زیاته کړه، «طالبانو د سختو قوانینو په پلي کولو سره ښځې په کور کې بندیانې کړې دي.»

هغه د دې غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې د نومبر د ۲۵مې، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د نړۍوالې ورځې په مناسبت جوړېږي، د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو غوښتنه وکړي.

د هالیفیکس نړۍوال امنیتي کنفرانس هر کال د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو د چارواکو او څیړونکو په ګډون د هالیفیکس په ښار کې جوړیږي.

د بشري حقونو فعالانو ډونالډ ټرمپ ته په یو لیک کې د دوحې د تړون د لغوه کېدو غوښتنه کړې

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۰۰:۲۹ GMT+۰

د افغانستان د بشري حقونو فعالانو او معترضو ښځو د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په یو پرانیستي لیک کې د دوحې د تړون د لغوه کولو او د «جنګي جرمونو» په تور د طالب مشرانو د محاکمې غوښتنه کړې ده.

په دغه لیک کې ویل شوي، چې د دوحې تړون د سولې په تامین کې مرسته نه ده کړې او کړکېچ یې لا پسې زیات کړی دی.

د دوحې تړون په ۲۰۲۰ کال کې د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو. د دې هوکړې له مخې امریکا له افغانستانه خپل ځواکونه ویستل، ورپسې د افغانستان حکومت نسکور او طالبان بیا واک ته ورسیدل.

د ښځو او بشري حقونو ۲۵ ملاتړو بنسټونو ډونالډ ټرمپ ته په دغه لیک کې لیکلي، چې د دوحې تړون د تاوتریخوالي د زیاتېدو، د افراطیت د خپرېدو او د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د ترهګرۍ د صادرولو لامل شوی دی.

په دې لیک کې د امریکا له راتلونکې ادارې غوښتل شوي، چې د ډیپلوماتیکو فشارونو د زیاتولو تر څنګ د طالبانو مشران په نړۍوالو محکمو کې د "جنګي جرمونو" او د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په تور محاکمه کړي.

د بشري حقونو فعالانو ویلي، چې "د طالبانو ظالمانه تګلارو ښځې او نجونې د زده کړې، کار او شخصي ازادیو په ګډون له خپلو اساسي حقونو بې برخې کړي دي." د دوی په وینا، د طالبانو له خوا د اعتراض کوونکو ښځو شکنجه، وهل ټکول، جبري ودونه او زنداني کول د پام وړ زیات شوي دي.

دغو فعالانو د طالبانو مشران په ناقانونه وژنو، د قومي او مذهبي لږکیو په ځورولو او په اجباري ورکولو هم تورن کړي دي.

په دې لیک کې دا هم ویل شوي، چې د دوحې تړون او د طالبانو درې کلنه واکمني د دې لامل شوې چې د کډوالۍ څپې زیاتې او جبري کډه کېدو ته خلک مجبوره کړل شي.

هغوی د طالبانو له خوا د نشه یي توکو د تولید او قاچاق د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي: «طالبان د نشه یي توکو له تولید او قاچاق څخه د خپل رژیم د تمویل لپاره کار اخلي، چې د نړۍ عمومي روغتیا او د سیمې د اقتصاد لپاره جدي ګواښ دی.»

د بشري حقونو فعالانو او معترضو ښځو ټینګار کړی، چې د طالبانو په واکمنۍ کې بشري ناورین او جبري کډه کول، ګاونډیو هېوادونو او اروپا ته د کډوالۍ څپې را منځته کولای شي، چې نوې سیاسي او بشري ننګونې به رامنځته کوي.

ډونالډ ټرمپ له کمالا هرېس سره د ټاکنیزو مناظرو په یوې غونډه کې ویلي و، چې د طالبانو د نه ژمنتیا له امله تړون لغوه شو. هغه وویل، «د دوحې تړون زموږ له خوا لغوه شو ځکه چې هغوی (طالبانو) هغه څه چې باید ترسره کړي وای، ترسره یې نه کړل.»

د دغه تړون اساسي مادې، په ځانګړې توګه د بین الافغاني خبرو اترو او په افغانستان کې د یو ټول شموله ملي حکومت د جوړولو په اړه، نه دي پلي شوي.

د افغانستان او امریکا حکومت یو شمېر پخواني چارواکي په دې باور دي، چې دغه تړون افغان حکومت کمزوری کړ او د سقوط زمینه یې برابره کړه.

د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو د لومړي وزیر له اقتصادي مرستیال ملا برادر سره دغه هوکړه لاسلیک کړې او سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ له راتګ سره د دوحې د هوکړې د بشپړ تطبیق زمینه برابره شوې ده.