• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بدخشان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲ کسان مړه شوي او ۹ نور ټپيان دي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۰۹ GMT+۰

د بدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ په برشار سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲ کسان مړه شوي او ۹ نور ټپيان دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د دې ولایت د اړوندو چاراکو له قوله لیکلي، چې د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د یو ټپي حالت د اندېښنې وړ دی.
د راپور له مخې، دا پېښه تر هغه وروسته رامنځته شوه، چې یو پیکپ ډوله موټر له سړک څخه واوښت.
په راپور کې بیا د قربانیانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم د بدخشان د فیض اباد ـ بهارک پر لویه لار د مساپرو یو موټر سیند ته غورځېدلی و، چې تر اوسه هم د دغې پېښې د مړو جسدونه لادرکه دي.
اخوا د یو بل خبر له مخې بیا، د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د دوو موټرو د ټکر له امله یو کس مړ شوی دی.
‏د طالبانو د ترافیکو ریاست کابل کې سیمه ییزو رسنیو ته ويلي، چې د روان لمریز کال په تېرو شپږو میاشتو کې د ترافیکي پیښو له امله ۱۲ سوه کسان مړه او تر څلورو زرو ډیر ټپیان شوي دي.
ویل کیږي، چې د موټرو د ټکر دغه پېښې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې شوې دي.
د راپورونو له مخې، دغه مرګ ژوبلې په ۲۷۰۰ ترافیکي پېښو کې رامنځته شوې دي.
د یادولو ده، چې په افغانستان کې تر ډېره پورې ټرافیکي پېښې د چلوونکو د تیز رفتار، د سړکونو د خرابوالي، د ترافیکي نښو د نه شتون او د ترافیکي اصولو د پام کې نه نیولو له امله رامنځته کېږي.

ډېر لیدل شوي

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده
۱

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده

۲

طالبانو د پخواني شوروي د «اوراګان» توغندیز سیستم لپاره نوی پوځي موټر جوړ کړی

۳

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي

۴

د مخالفو ډلو له بریدونو وروسته؛ د نورستان لپاره طالب قومندان د اضافي ځواکونو غوښتنه وکړه

۵

ایران افغانستان د خپل «دفاعي کمربند» یوه برخه وباله