جرمني رسنۍ: روسیې ایران ته د سوخي-۳۵ ډوله جنګي الوتکې ورکړي

د جرمني د هوايي چلند مجلې «فلوګ ریویو» په یو راپور کې لیکلي، چې د ایران هوایي ځواک د نومبر په ۱۸ نېټه د 'کومسومولسک اون امور' الوتکو په فابریکه کې په خصوصي مراسمو کې دوه سوخي-۳۵ الوتکې ترلاسه کړي دي.