د خیبر پښتونخوا په پېښور او ځینو نورو سیمو کې پولیسو شاوخوا ۲۰۰ افغان کډوال نیولي دي

په پېښور کې سرچېنې وایي، دغه افغانان وروسته له هغې ونیول شول چې پولیسو د امنیت او ټیکاو راوستو په موخه پراخ عملیات پیل کړل.

په پېښور کې سرچېنې وایي، دغه افغانان وروسته له هغې ونیول شول چې پولیسو د امنیت او ټیکاو راوستو په موخه پراخ عملیات پیل کړل.
پولیس وایي، چې د نیول شویو کډوالو سره قانوني اسناد نه و او دوی به هغه کسان نیسي چې قانوني اسناد نه لري.
د پېښور د پولیسو مشر احسان شاه وایي، دغه عملیات په پېښور او شاوخوا سیمو کې د امنیت د ټینګښت په موخه پیل شوي دي.د پېښور د پولیسو مشر که څه هم چې د نیول شویو افغانانو شمېر له ۱۰۰ زیات ښیي؛ خو دا هم وایي چې له ډېرو نیول شویو کسانو سره وسلې او نشهیي توکي هم نیول شوي دي.خو په پېښور کې بیا یو شمېر د افغان کډوالو کورنیو افغانستان انټرنیشنل ته ویلي، چې له ډېرو دغو نیول شویو کسانو سره په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد هم ول؛ خو پولیسو نیولي او په تاڼو کې یې بندیان کړي دي.د پېښور تر څنګ په اسلام اباد کې هم له څو ورځو راهیسې افغان کډوال نیول شوي او تر اوسه یې برخلیک نه دی مالوم.


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، په اصل کې په اسلام اباد کې افغانان د تحریک انصاف د احتجاج پر مهال نه؛ بلکې له عام بازار او شاوخوا سيمو څخه نيول شوي دي.
هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه نیول شوي افغانان ګواښل کېږي او له دې لارې ترې ویډیويي بیانونه اخیستل کېږي.
هغه زیاته کړې ده:« دغه افغانان ګواښل کېږي، که یې بیان ورکړ؛ نو ژر تر ژره به خوشې شي که نه په یو درواغجنې قضیه کې به یې ونیسي او زندان ته به یې واچوي.»
نوموړي ادعا کړې، چې د پاکستان حکومت د تحریک انصاف ګوند د احتجاج غلط ثابتولو لپاره په عامو پښتنو کې د ظلم او جبر سره خپلې دروغجنې دعوې ثابتوي.
هغه وړاندې لیکلي، چې مرکزي حکومت په ښکاره د قومي کرکې پر بنسټ په پښتنو ظلم کوي.
تر دې وړاندې (د لېندۍ په ۹مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي و، چې په اسلام اباد کې د عمران خان د پلویانو په لاریون کې افغان وګړي نیول شوي دي.
اغلې بلوڅ ویلي و، چې د نیول شویو کسانو شمېر او هویت به ډېر ژر د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت لهخوا اعلان شي.
خو تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ادعا کړې وه، چې د تحریک انصاف په لاریون کې افغانان هم شامل وو او ۱۲۰ تنه یې نیولي دي؛ خو د تحریک انصاف چارواکو دغه ادعا رد کړه، چې ګواکې په لاریون کې افغانانو کډون درلود.

د روغتیا نړۍوال سازمان د سې شنبې په ورځ ویلي، چې په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ پېښې ۲۸۳ سلنه زیاتې شوې دي.
د دغه سازمان بېړنۍ کمېټې په خپله څلوېښتمه غونډه کې په افغانستان کې د طالبانو په هغه دریځ اندېښنه وښوده، چې له مخې یې په دغه هېواد کې د پولیو واکسین کمپاین کوراکور بند شوی او یوازې د جوماتونو له لارې ماشومانو ته د دغه واکیسن څاڅکې څڅول کېږي.
دغې کمېټې ویلي، چې د ګوزڼ ناروغۍ پېښې د افغانستان په سویلي سیمو کې د ۲۰۲۳ کال راوروسته ډېرې شوې دي.
د پولیو د ویروس په اړه بېړنۍ کمېټې د ۲۰۲۴ کال د نومبر په شپږمه نېټه د روغتیا د نړۍوال سازمان د مشر په مشرۍ کې ناسته وکړه.
د روغتیا د نړۍوال سازمان د بیان له مخې چې د سې شنبې په ورځ خپور شو، د پولیو ویروس د مثبتو نمونو له مخې په ۲۰۲۴ کال په افغانستان کې په دغه ویروس د اخته ماشومانو شمېر ۸۴ ته رسېدلی، چې دغه شمېر په ۲۰۲۳ کال کې ۶۲ پېښې ثبتې شوې وې.
دغه سازمان دا رنګه ویلي:« پخوا چې د پولیو پر ضد د واکسین کمپاین کوراکور تطبیقېده؛ نو پام وړ پرمختګونه یې لرل، خو د ۲۰۲۴ کال راهیسې په افغانستان دغه کمپاین په سیمهییز کمپاین بدل شوی دی.»
د روغتیا نړۍوال سازمان د بېړنۍ کمېټې کورا کور د پولیو کمپاین په بندولو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې «سیمهییز کمپاینونه په افغانستان کې ټول ماشومان تر پوښښ لاندې نه شي راوستلای، په تېره بیا ماشومې نجونې، چې دا کار کولای شي د پولیو پېښو په ډېروالي کې ناوړه اغېز پرې باسي.»
د روغتیا نړۍوال سازمان له پاکستانه افغانستان ته د کډوالو ستنېدو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې د مېشتېدنو دغه نوې لړۍ هم کولای شي چې دغه ناروغي په کور د ننه او هم نورو هېوادونو ته پراخه کړي.
کمیټې ویلي، چې د خپلې وروستۍ غونډې وروسته یې په ګوزڼ د اخته ماشومانو ۵۱ تازه پېښې ثبتې کړي چې له ډلې یې ۱۷ په افغانستان او ۳۴ یې په پاکستان کې وې.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، چې د دغو شمېرو له مخې ویلای شي چې په افغانستان کې پر دغې ناروغۍ ۲۸۳ سلنه زیاته شوې او په پاکستان کې بیا دغه سلنه په کال ۲۰۲۳ کې ۵۵۰ سلنې ته لوړه شوې ده.
ګڼ شمېر ماشومان د پاکستان په قبایلي سیمو کې د نا امنیو له امله له واکسینه بې برخې شوي.
دغه سازمان وايي، د همدغو نا امنیو له امله دوی خپلو هغو موخو ته نه دي رسېدلي چې په دغو سیمو کې یې د پولیو ویروس د لمنځه تلو لپاره یې ټاکلې وې.

د ارغواني شنبو غورځنګ د طالبانو لهخوا د ښځو لپاره د طبي انستیتونو د تړلو په غبرګون کې وایي، چې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د طالبانو لهخوا د طبي مرکزونو تړنه د افغان نجونو د هیلو وروستی روښنایي هم تته کړه.
دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې پر طبي زدهکړو بندیز د هېواد روغتیایي سیستم ګډوډ کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، ښځینه طبي متخصصینې د ښځو او ماشومانو د پاملرنې په برخه کې اړینې دي، په ځانګړې توګه په داسې ټولنه کې چې واکمن دودونه تر ډېره نارینه ډاکټرانو ته د ښځو د ورتګ مخه نیسي.
دغه غورځنګ د اندېښنې په څرګندولو سره لیکلي، چې دغه فرمان د مېندو او ماشومانو روغتیایي حالت ته چې وار د مخه په کړکېچن حالت کې دی، نور زیان هم اړوي چې ورسره د بې شمېره مړینو لامل هم کېدای شي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه فرمان پر افغان ښځو د طالبانو لهخوا د محدودیتونو هغه لړۍ تعقیبوي، چې په دې کې د ثانوي او لوړو زدهکړو او د ښځینهو په کار کولو د بندیز ترڅنګ ځیني نور بندیزونه هم شامل دي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې د طبي مرکزونو تړل د عامه ژوند له هر اړخه د ښځو د حذفولو لپاره د طالبانو د هوډ ښکارندویي کوي.
خبرپاڼه کې راغلي، طالبان د افغانستان د ښځو د ارمانونو په له منځه وړلو سره د هغوی له بنسټیزو حقونو څخه هم سرغړونه کوي.
د دغې خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، چې نړۍواله ټولنه باید په بېړنۍ توګه د افغان ښځو د ملاتړ لپاره اقدام وکړي، د هغوی غږ دې پورته کړي او طالبان دې د بشري ضد کړنو لپاره حساب کتاب او ځواب ویلو ته راکاږي.

د ولسي جرګې پخواني مرستیال عباس ابراهیم زاده له یو شمېر افغان سوداګرو سره په ازبکستان کې د طالبانو له پلاوي سره وکتل.
ابراهیم زاده طالبان "د افغانستان اسلامي امارت" بللي او له دې ډلې یې غوښتي، چې د کورنیو پانګونو ملاتړ وکړي.
طالبانو تېر کال د دغو سوداګرو جایدادونه ضبط کړي وو.
هغه ټینګار وکړ، چې د ملي سوداګرو ملاتړ کولای شي د هېواد له اقتصادي ودې او د کارموندنې په برخه کې مرسته وکړي.
ابراهیم زاده د سې شنبه په ورځ پر فېسبوک پاڼې په یوه پیغام کې لیکلي، چې په ازبکستان کې یې له یو شمېر سوداګرو سره د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ د طالبانو له یوه لوړ پوړي پلاوي سره لیدنه کړې.
د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په یوه رسمي سفر ازبکستان ته تللی دی.
د افغانستان د ولسي جرګې پخواني دویم مرستیال زیاته کړه، چې په دې ناسته کې د بلخ لپاره د طالبانو والي یوسف وفا، په ازبکستان کې د طالبانو سفیر عبدالغفار بحر او په تاشکند کې د افغانستان د سفارت او کونسلګرۍ یو شمېر مسوولینو هم حضور درلود.

هغه زیاته کړه، دوی د طالبانو له پلاوي وغوښتل، چې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه د ازبکستان جمهوریت تر منځ د سوداګرۍ او ګډې پانګونې خونه جوړه کړي چې په وارداتو او صادراتو کې اسانتیاوې رامنځته شي.
دغو افغان سوداګرو د طالبانو د ادارې له مرستیال څخه وغوښتل، چې "د کار پیدا کولو، د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي، په بازار کې د بیو د راټیټولو او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د ملي سوداګرو او کورنیو پانګونو جدي ملاتړ وکړي."
طالبانو تېر کال په بلخ ولایت کې د عباس ابراهیم زاده ملکیتونه او کورونه غصب کړي وو.
عباس ابراهیم زاده د هېواد نامتو سوداګر دی، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له افغانستانه وتلی دی.
طالبانو د پخوانيو حکومتي چارواکو د راستنېدو لپاره له افغان شخصیتونو سره د اړیکې لپاره یو کمېسیون جوړ کړی دی، خو پیژندل شویو سياستوالو په دې ډله باور نه دی کړی او افغانستان ته نه دي راستانه شوي.

د افغانستان د اسلامي ګوند مشر له یو شمېر افغانانو سره وکتل. له دې غونډې څخه په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي، چې نوموړی له هغو ښځو سره خبرې کوي، چې جامې یې د طالبانو له ټاکل شوي معیارونو سره برابرې نه دي.
د افغانستان د حزب اسلامي تر نظر لاندې د شهادت وېبپاڼې له یو شمېر افغان ځوانانو سره د ګلبدین حکمتیار د ناستې انځورونه خپاره کړل.
د خپرو شويو معلوماتو له مخې، دغه غونډه د يکشنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۱مه) جوړه شوې وه.
د دې غونډې د جزییاتو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.
د افغانستان د حزب اسلامي ګوند مشر په داسې حال کې له دغو ښځو سره کتلي، چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر پوښښ پراخ بندیزونه لګولي دي.
ګلبدین حکمتیار تر دې مخکې هم په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو د تحمیلي حجاب په لګولو نیوکه کړې وه.
هغه ویلي و: "د دې معلومولو لپاره چې کوم لباس حلال او کوم لباس حرام دي، موږ د قران کریم روښانه نصې ته اړتیا لرو."
په ۱۴۰۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې یو شمېر فرمانونه صادر کړل، چې په دغه فرمانونو کې د ښځینه ویاندویانو لپاره د ماسک کارول جبري شو.
همدا راز، په همدې کال د طالبانو یو بل حکم هم صادر شو، چې له مخې یې ښځې باید له سترګو پرته خپل بدن او مخ پټ کړي.
طالبانو له دې مخکې چادري یا بورقه د افغان کلتور د یوې برخې په توګه او د حجاب غوره بېلګه ګڼلې وه.