د پاکستان پوځ وايي په دوو جلا پوځي عملیاتو کې یې اته وسله وال وژلي دي

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې د دغه هیواد پوځ د خیبرپښتونخوا په وزیرستان او لکيمروت کې د عملیاتو پر مهال اته وسله وال وژلي او دوه یې ژوندي نیولي دي. په دې اړه لا ټي ټي پي او کومې بلې وسله والې ډلې څه نه دي ويلي.