وال سټریټ ژورنال: د بشارالاسد کورنۍ له سوریې وتلې ده

له سوریې څخه د بشارالاسد د وتلو په اړه د ځینو راپورونو په خپرېدو سره، وال سټریټ ژورنال د سوریې او عربي امنیتي چارواکو په حواله ویلي چې نوموړی د جمعې په ورځ په سوریه کې پاتې شو، خو تېره اوونۍ یې مېرمن او ماشومان روسیې او اوښي یې متحده عربي اماراتو ته ولاړل.