باوري سرچینې: د خیبرپښتونخوا په ټل کې د وسله والو په برید کې شپږ ملېشه عسکر وژل شوي

د خیبرپښتونخوا له ټل ولسوالۍ څخه ځايي خبریالان وايي، چې په دغې ولسوالۍ کې د پاکستاني ملېشه عسکرو په یوه پوسته تېره شپه وسله والو برید کړی، چې له امله یې شپږ عسکر وژل شوي او اووه نور ټپیان دي. ويل کیږي په دغه برید کې څلور وسله وال هم وژل شوي.