د سپاه پاسداران قدس ځواکونه د ماهان په الوتکه کې له لاذقیه څخه ووتل

د ماهان اېرلاین یوې سرچینې د یکشنبې په ورځ ( لېندۍ ۱۸مه) ایران انټرنشنل ته وویل، چې د ایران حکومت د سوریې له لاذقیه هوايي ډګر څخه تهران ته د سپاه پاسداران ځواکونه لېږدولي دي.
د ماهان اېرلاین یوې سرچینې د یکشنبې په ورځ ( لېندۍ ۱۸مه) ایران انټرنشنل ته وویل، چې د ایران حکومت د سوریې له لاذقیه هوايي ډګر څخه تهران ته د سپاه پاسداران ځواکونه لېږدولي دي.
دغې سرچینې تایید کړې ده، چې ماهان اېرلاین د یکشنبې په ورځ سوریې ته څو الوتنې درلودې.
د دغه سرچینې په وینا، د یکشنبې په ماښام د (IRM1198) په نوم یوه الوتکه د عراق له اسمان څخه لاذقیه ته روانه شوه.
دغه بار وړونکې الوتکه په (EP-MMT A340-3000) شمېرې سره ثبت شوې ده.
په تېرو دولسو ورځو کې د بشار الاسد د مخالفینو د چټک پرمختګ وروسته، د سوریې حکومت بالاخره د یکشنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۸مه نېټه سقوط وکړ.
د روسیې انټرفاکس خبري اژانس د کرملین په ماڼۍ کې د یوې سرچینې په حواله ویلي، چې بشارالاسد او کورنۍ یې مسکو ته رسېدلي دي.
له وروستیو بدلونونو وروسته، د سپاه پاسداران قدس ځواکونه او په سوریه کې د ایران د نیابتي ډلو د غړو د برخلیک په اړه اندېښنو لا پسې زور اخیستی دی.
په وروستیو ورځو کې ګڼو رسنیو راپور ورکړی، چې په سوریه کې د ایران له حکومت سره تړلي یو شمېر ځواکونه په دغه هېواد کې د شخړو له زیاتېدو وروسته عراق ته تښتېدلی دي.
د ماهان اېرلاین سرچیني ایران انټرنشنل ته له سوریې څخه د سپاه پاسدارانو د ځواکونو د اېستلو لپاره د ایران د حکومت د هڅو په اړه د خپلو څرګندونو په دوام وویل، چې د یکشنبې په ورځ د ماهان یوه بله الوتکه چې ثبت مشخصات یې EP-MMO A300-600 وو، په لاذقیه کې ناسته وکړه.
همدارنګه یادې سرچیني زیاته کړې، چې یوه بله الوتکه چېEP-MJF A340-300 شمېرې سره ثبت وه، د یکشنبې په ورځ لاذقیه ته تللې وه، خو د ناستې اجازه ور نه کړل شوه او د تهران "امام خمیني" هوايي ډګر ته ستنه شوه.
د ایران انټرنشنل د سرچینې په وینا، دا الوتکې د الوتنې له پیل سره سم د الوتکي رادار بندوي.
د لاذقیه هوايي ډګر چې د سوریې په لوېدیځ او د مدیترانې سمندرګي په سواحلو کې موقعیت لري، لا هم د روسي ځواکونو په ولکه کې دی.
امریکا د سپاه پاسدارانو سره د همکارۍ او په سیمه کې د ایران نیابتي ډلو ته د وسلو په لېږد کې د لاس لرلو له امله پر ماهان هوايي شرکت بندیزونه لګولي دي.