• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

م.م له طالبانو غوښتي چې د افغانستان د ساتنې او هوساینې لپاره د بشري حقونو مکلفیتونه ومني

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۰۶ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د سې شنبه په ورځ (د لېندۍ ۲۰مه) د طالبانو له واکمنانو وغوښتل، چې د راتلونکو نسلونو د ساتنې او سوکالۍ لپاره دې د بشري حقونو نړۍوال مکلفیتونه ومني.

د ملګرو ملتونو ماموریت وایي، چې سږکال د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې موضوع په دې ټینګار کوي، چې حقونه څنګه کولی شي خلک ځواکمن کړي، تر څو خپل راتلونکی جوړ کړي.

د دغه ماموریت مشرې روزا اوتونبایوا وویل: «په خواشینۍ سره، موږ په افغانستان کې د دې برعکس وینو. د بشري حقونو د خوندیتوب خطرناکه تخریب روان دی، چې ښځې او نجونې زیانمنوي.»

د ملګرو ملتونو ماموریت دا څرګندونې د سې شنبه په ورځ د ډسمبر په لسمه چې د بشرې حقونو له نړۍوالې ورځ سره برابره ده، کړې دي.

د چارواکو او بشري حقونو ریکارډونه ښیي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې سیسټماټیک تبعیض روان دی.

ښخې او نجونې د زده کړو، کار او د ورځینیو چارو او عامه ژوند له ډېرو برخو بې برخې شوي وي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ استازې فیونا فریزر وویل: «که افغانان په ځانګړې ټوګه ښځې او مېرمنې له خپلو حقونو همداسې بې برخې پاتې شي، دا په افغانستان کې د ټولو اوسېدونکو د هوساینې او ارامښت په برخه کې یوه څرګنده او قصدي ناکامي وي.»

د طالبانو ویاند ذبیح الله مېجاهد د سې شنبه په ورځ وویل، چې د هېواد د بشري حقونو ثبوت د تلفاتو په کمیدو کې لیدل کېږي.

مجاهد پرته له دې چې د ملګرو ملتونو اعلامیې ته اشاره وکړي، وویل چې محکمې او نور بنسټونه د ټولو افغانانو په خدمت کې دي چې د شخړو او ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړي.

مجاهد د طالبانو تر واک لاندې د ملي راډیو ټلویزیون ته وویل، چې د جګړې پر مهال خلکو خپل حقونه له لاسه ورکړي و او اوس دغه حقونه بېرته ترلاسه شوي دي.

ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې طالبان په کراتو د بشري حقونو په نقض تورن کړي، خو طالبانو هر ځلې رد کړې او دوی خبرې یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

‏فرید حمیدي: نړۍواله سوله، سوکالي او ثبات د بشري حقونو او عدالت له درناوي پرته ناشونې ده

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۱۴ GMT+۰

د پخواني جمهوري دولت لوی څارنوال د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت وویل، چې نړۍواله سوله، سوکالي او ثبات د بشري حقونو او عدالت له درناوي پرته ناشونې ده.

فرید حمیدي د سې شنبه په ورځ (د لېندۍ ۲۰مه) وویل: «د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې لیکوالانو دغه ورځ له تبعیض، تاوتریخوالي او ظلم څخه د پاکې نړۍ په هیله د لوړ انساني ارمانونه او ارزښتونه په توګه ثبت کړی، چې ټول انسانان ترې ګټه پورته کولی شي. دوی د دې ارمانونو مادي اړخونو ته پام نه دی کړی. پایله دا شوه چې هغه ملتونه چې ځواک او شتمني یې لرله له دې حقونو برخمن شول.»

د بشري حقونو نړۍواله ورځ هر کال د ډسمبر میاشتې په ۱۰ مه نېټه نمانځل کیږي.

د بشري حقونو نړۍواله اعلامیه په همدې ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې له لوري په ۱۹۴۸ کال کې تصویب شوه.

په دغې اعلامیه کې د ټولو انسانانو لپاره مساوات، ازادي، انساني کرامت او حقوقو په اړه بنسټیز اصول وړاندې کوي.

ښاغلي حمیدي وویل: «بې وزله او کمزوري ولسونه زیات استثمار، بېوزلۍ، بې ثباتۍ، تاوتریخوالي، تبعیض او نه ختمیدونکي بدبختیو سره مخ شول. د بشری حقونو د تش په نامه د مدافعینو له خوا له بشري حقونو څخه دوه اړخیزه استفاده دغه لوړ انساني ارزښتونه له جدي او حیاتي ننګونو سره مخ کړي دي.»

هغه زیاته کړه، چې نړۍواله سوله، سوکالي او ثبات د بشري حقونو او عدالت له درناوي پرته ناشونی دی.

هغه پوښتنه کړې، نن چې د بشري حقونو نړۍواله ورځ ده، د افغانستان، فلسطین، سوریې، اوکراین او لسګونو نورو مظلومو هېوادونو خلکو ته څه پیغام لري؟

حمیدي زیاته کړه: «بشري حقونه د انسان ستره لاسته راوړنه ده. د دې د تحقق لپاره، نړۍوال نیت او اراده اړینه ده.»

د بشري حقونو نړۍواله ورځ په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو د ارزښتونو د ساتنې، ترویج او ملاتړ لپاره لمانځل کیږي.

د بشري حقونو نړۍوالې ورځې موخه دا ده، چې د انسانانو د حقوقو او ازادیو په اړه پوهاوی او په نړۍ کې د هغوی د ساتنې لپاره هڅې زیاتې شي.

په افغانستان کې بیا طالبانو ټول بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي او تل ټینګار کوي، چې یاده ډله یوازې د شرعي احکامو پربنسټ چارې پر مخ وړي.

سره له دې چې افغانستان یوه اسلامي ټولنه ده، خو بیا هم افغانان د اسلامي احکامو ترڅنګ د بشري حقونو د په پام کې نیولو هم ټینګار کوي.

جواد ظریف: افغانستان د تالابونو او اوبو د حق په تړاو په خپل تعهد کې پاتې راغلی

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۱۱ GMT+۰

د ایران د ولسمشر د ستراتیژیکو چارو مرستیال وايي، چې د هامون او حقابې لپاره ګڼې داسې لارې چارې شته، چې له مخې یې د افغانستان او ایران ترمنځ ګډې ګټې تعریف شي.

محمد جواد ظریف د سه شنبې په ورځ د « زه هامون یم» مستند له لیدو وروسته خبریالانو ته وویل چې د اوبو د تالابونو په تړاو باید د افغانستان د اوسنیو واکمنانو او ایران تګلارې او هغه څه چې باید ترسره شي، له بهرني تړاو پرته وڅیړل شي.

نوموړي وویل چې « هامون ته د افغانستان تعهد د ۱۳۵۱ کال د هویدا له هوکړې اخوا دی، ځکه د افغانستان دولت د تالابونو په اړه تل نړیوال تعهد لرلی او په دې برخه کې په خپل تعهد کې پاتې راغلی دی».

دغه فلم چې د ایران د اوبو د زیرمو په اړه فلم جوړوونکي کمیل سوهاني جوړ کړی، د ایران د اوبو د تالابونو وضعیت ته کتنه کوي.

ظریف دغه راز ویلي چې د خپل وزارت پرمهال یې له افغان چارواکو سره خبرې کړې او هغوی په دې اړه بل ډول تفسیر لري.

نوموړی وايي، د بهرنیو چارو اوسني وزیر عباس عراقچي چې هغه مهال د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو د ګډې کمیټې مسوول و، په دې بریالی شو، چې ښو هوکړو ته ورسیږي، ځکه د یوه اړخ په ګټه پریکړې ناشونې وې.

د ایرنا او نورو ایراني رسنیو د رپوټ له مخې، ظریف وویل، چې د اوبو په تړاو هر ډول پرېکړې باید دوواړو هېوادونو د ګټو پر بنسټ وي.

جواد ظریف زیاته کړې، چې « د هامون او حقابې په اړه ګڼې تګلارې شته، چې د افغانستان او ایران تر منځ ګډې ګټې تعریف کړو».

نوموړی وايي، چې په دې برخه کې به یو ستراتیژیک ګام واخلي.

طالبان د ډمټرک موټر د تولیدولو ادعا کوي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۴ GMT+۰

د طالبانو د حکومت واياند وايي، د دوی په واک کې د ملي پراختیا شرکت د ډمټرک په نوم باري موټر هم «تولید کړ.»

ذبیح الله مجاهد وايي،دا ډمټرک به ژر په هېواد دننه بار وړلو ته تیار شي.

نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي: «د ملي پراختیا شرکت نور هم ګڼ تولیدات لري چې نمایش ته به وړاندې شي.»

ښاغلي مجاهد څو میاشتې مخکې هم په ورته ډول لیکلي و چې د ښاري خدمتونو لپاره دې ډلې نو نوی بس موټر جوړ کړی.

د نوموړي په خبره، دغه ګام یې د ځان بسیاینې په لور اخیستل شوی دی.

وروسته دغه بس په هلمند کې هم نندارې ته وړاندې شو.

خو هغه وخت هم له هر چا سره دا پوښتنه وه چې دا بس دوی څنګه تولید کړ.

د طالبانو واکمنېدو سره دې ډلې د نمبرګیني د تولید خبره هم ګرمه ساتلې وه، خو د شاوخوا دریو کلونو تېرېدو سره د همغه ګاډي کومې نمونې په بازار کې ونه لیدل شوې.

د طالبانو امنیتي چارواکو د راتلونکي کال لپاره د امنیتي پلان د جوړولو لپاره ناسته وکړه

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۳۷ GMT+۰

د طالبانو استخباراتو ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرو سره ویلي چې د ۱۴۰۴ کال لپاره د امنیتي پلان جوړونې کلنۍ ګډه غونډه د طالبانو ملي دفاع وزارت په مقر کې ترسره شوه. په دې ناسته کې طالبانو د لويو پروژو، ټاپي، کاسا ۱۰۰۰ او نورو د امنیت په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو استخباراتو ریاست نن سې شنبې « د لیندۍ۲۰مه» په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په دې ناسته کې د طالبانو د کورنیو، دفاع وزارتونو او اسخباراتو ریاست استازو کډون کړی و.

طالبانو په دې ناسته کې د لويو پروژو، ټاپي، کاسا ۱۰۰۰ او نورو د امنیت په اړه خبر یې کړي دي چې د درې واړو امنيتي ارګانونو ترمنځ د ګډو پلانونو او بشپړې همغږۍ له لارې امنیت تأمین کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو لوی درستیز په دې ناسته کې وویل : «د هېواد د امنیت او ارامتيا لپاره هدف، پلان جوړونې، او د راتلونکي لپاره يې تجزیې او تحلیل ته اړتیا لرو».

فصیح الدین فطرت د دې ډلې له ځواکونو غوښتي چې د امنیتي پیښو د مخنیوي لپاره باید موثر کار وکړي.

د طالبانو له نږدې درې نیم کلونو واکمنۍ را هیسې د دې ډلې پرضد داعش او د مقاومت او ملې جبهې په نوم وسلوالې ډلې ځینې غلچکي بریدونه کوي، خو په مقابل کې کوم څرګند ګواښ نشته.

پاکستاني ځواکونو په ژوب کې ۱۵ جنګیالي وژلي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۴۸ GMT+۰

د پاکستان امنيتي ځواکونو د بلوچستان د ژوب په سمبازه سیمه کې د پاکستاني طالبانو ۱۵ تنه غړي وژلي دي. یوې سرچینې له نومښودنې پرته افغانستان انټرنېشنل ته وویل چې وژل شوي جنګیالي د حافظ ګل بهادر د ډلې غړي دي.

سرچینې د وژل شویو جنګیالیو انځورونه هم رالیږلي، چې لیدل کیږي ټول یوخای ته سره راغونډ کړای شوي دي.

سرچینه وايي، «د جنګیالیو دغه تشکیل ډیره اسماعیل ته منظور شوی و او غوښتل یې د ژوب له لارې لاړ شي».

پاکستاني طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.