• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا هبت الله د اطاعت نه کولو په صورت کې له حقاني د استعفا غوښته کړې

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۴ GMT+۰

کندهار کې د ملا هبت الله په مشري د طالبانو ځواکمنې کړۍ د طالبانو د کابینې په وروستۍ ناسته کې له سراج الدین حقاني نه غوښتنه کړې، چې یا دې دده د امرونو اطاعت وکړي او که اطاعت نه کوي له دندې دې لاس پر سر شي.

سي اېن اېن-نیوز ۱۸ د خپلو سرچینو له قوله وايي، چې د کندهار طالبان غواړي د سراج الدین حقاني واکونه ور کم کړي، ځکه نوموړی په دې اندېښنه کې دی، چې حقاني د افغانستان پرځای د خپلو شخصي کټو لپاره کار کوي.

د سرچینو په وینا، سراج الدین حقاني ته د کندهار له لارې خبر ورکړل شوی چې دی مکلف دی چې په بشپړ ډول د دوی اطاعت وکړي. سرچینو ویلي چې کندهار له حقاني غوښتنه کړې چې د ځان تبلیغولو هڅې پریږدي او پر رسنیو د راښکاره کېدو پرځای شریعت پلی کړي.

سراج الدین حقاني وخته ناوخته په تلویحي ډول د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده پر پالیسو نیوکې کوي.

یاده رسني وايي، « سرچینو ویلي چې کندهار حقاني ته په ډګه کړې چې که د دوی اطاعت نه کوي، نو استعفا دې ورکړي.»

سلب صلاحبت

حقاني له ځدراڼ قبیلې سره تړاو لري او دغه قبیله د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې لس ولسوالۍ لري.

د سرچینو په باور، حقاني د دغو لسو ولسوالیو لپاره چارواکي ټاکي، خو په دې وروستیو کې د کندهار ډلې حقانیانو ته اجازه ورنه کړه، چې په دغو ولسوالیو کې خپل کسان وټاکي او له خپل اصلي ځای څخه یې وایستل.

د دې پېښې په غبرګون کې، حقاني خپل ټاټوبي ته سفر وکړ او هلته یې د خپل لومړني ځانمرګي بریدګر حیات الله په نوم یو جومات پرانیست. د رسنۍ په وینا، دا د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده ته یو پیغام ورکول وو، چې هر څه چې تر لاسه شوي داددوی د یووالي له کبله وو او پر ډګر د جنګیالیو رول نشي هېریدلی.

دلته حقاني د جومات د پرانیستې په وینا کې د هغو سلګونو ځانمرګو بریدونو په اړه خبرې وکړې چې د ده تر قوماندې لاندې ترسره شوي.

د سرچینو په وینا، هبت الله اخندزاده له سي این این او نورو رسنیو سره د حقاني پر مرکې هم خپه دی او د وسله تونونو د کنټرول واک یې هم ترې واخست.

خیریه سازمانونه؛ د عاید سرچینه

سرچینه وايي، چې په کندهار کې د کابینې په وروستۍ ناسته کې د هبت الله اخوندزاده او سراج الدین حقاني تر منځ د غیردولتي سازمانونو په اړه خبرې سره تبادله شوې دي. دا موضوع د طالبانو حکومت لپاره د یوه مهم اقتصادي بنسټ په توګه ګڼل کېږي. د سرچینو په وینا، ۲۷۰۰ افغان غیردولتي سازمانونه او ۲۷۸ بهرني غیردولتي سازمانونه فعال دي، چې ټولټال ۸۰ زره افغانان پکې کار کوي چې ډېری یې د حقاني ډلې له خوا ارزول شوي دي.

اخوندزاده دې ته د حقاني د اقتصادي بنسټ په سترګه ګوري او په دې باور دی چې بهرني هېوادونه د بهرنیو غیردولتي سازمانونو په نوم د حقاني مرسته او تمویل کوي.

یاده رسنۍ ادعا کوي، چې د دې کړکېچ په منځ کې دوی پر خلیل حقاني برید کړی، چې د سراج الدین حقاني لارښوونکی او د هغه د ستراتیژۍ اساسي مغز ګڼل کېده.

رسنۍ دمخکیني مرستیال ولسمشر امرالله صالح د سرچینو له خولې ویلي، چې د کابل له سقوط څخه څلور یا پنځه میاشتې وروسته اخوندزاده د ځانمرګو بریدګرو مرکز له کابل څخه کندهار ته ولېږداوه او له هغه وخت راهیسې، دی په مستقیم ډول د هغوی کنټرول او روزنه کوي.

طالبانو ددوی د مشر او سراج الدین حقاني ترمنځ د اختلاف رپوټونو ته تراوسه غبرګون نه دی ښودلی او مشران یې وخته ناوخته وايي، چې دوی تر یوې مشرۍ لاندې کار کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په پکتیا کې دوه تنه د خلکو د سترګو په وړاندې په دورو وهلي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۵۹ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په پکتیا کې یې دوو تنو ته د «اخلاقي فساد او غلا» په تور تعزیري سزا ورکړې ده. طالبانو په دې وروستیو کې ولسي خلکو ته په عام محضر کې سزاګانې ډېرې کړې دي.

د طالبانو له خوا په عام محضر کې خلکو ته بدني سزاګانې په نړۍواله کچه غندل شوې خو طالبان یې د «شریعت» تطبیق بولي.

د طالبانو سترې محکمې نن پنجشنبه د (لیندۍ ۲۲مه) د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د پکتیا ولایت څمکنیو ولسوالۍ ابتدایه محکمې دوو تنو ته د «اخلاقي فساد او غلا» په تور تعزیري سزا ورکړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دغې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته د پکتیا ولایت څمکنیو ولسوالۍ ابتدایه محکمې په عام محضر کې پر دوو تنو عملي کړه.

په خبرپاڼه کې د تورنو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو وايي، د محکمې د پرېکړې له مخې طالبانو یو تن په یو کال تنفیذي بند سزا محکوم او ۳۹ دورې وهلی او دویم کس یې په اته میاشتې بند سزا او ۳۹ دورې وهلی دی.

که څه هم پر طالبانو په عام محضر کې د بدني سزا ورکولو په اړه د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو له لوري سختې نیوکې کېږي؛ خو لا هم طالبان لږ تر لږه په یوه یا دوو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر خلکو په عام محضر کې بدني سزاوې عملي کوي.

د طالبانو دغه کړنې په نړۍواله کچه غندل کېږي؛ خو طالبان وایي دوی «د اسلامي شریعت» د تطبیق په موخه دغه چاره ترسره کوي.

طالبانو د هوا ککړتیا کمولو او د چاپېریالي سرغړونو مخنیوي لپاره له کابل مېشتو سره غونډه کړې

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۱۸ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په یو راپور کې لیکي، چې په کابل کې د هوا د ککړتیا له امله د کابل ښاریانو او د دغه ښار له مخورو سره د ښاروالۍ په انګړ کې ناسته شوې او هغو کسانو ته خبرداری ورکړل شوی چې د هوا د ککړتیا په مخنیوي کې ناغېړي کوي.

په کابل ښار کې د ژمي په رارسېدو سره د خونو د ګرمولو لپاره خلک تر ډېره د ډبرو سکاره کاروي، چې ورسره هوا ککړېږي او چاپېریال ته درانه زیانونه اوړي.

له بلې غاړې په کابل کې د سون توکو د بیو د لوړوالي له امله خلک ربړونه، زاړه ټایرونه او نور له کاره لویدلي توکي سوځوي، چې له دې سره هم د دغه ښار هوا زیاته ککړه شوې ده.
دا رنګه په دغه ښار کې د نفوسو د ډېروالي او لوړپوړو ودانیو کې د مرکز ګرمۍ سیسټمونه داسې جوړ شوي، چې د هوا د ککړتیا لپاره ورته ډېره پاملرنه نه ده شوې.
د کابل په ښاروالۍ کې طالب چارواکي وایي، چې په دې برخه کې یې د عامه پوهاوي په اړه غونډه وربللې وه.

د ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال محمد خالد سجستاني وویل، چې کابل ښاروالۍ تېر کال د هوا د ککړتیا د مخنیوي په موخه، له شاوخوا ۴۰۰ لوړپوړیزو ودانیو څخه د مرکز ګرمۍ سیستم لپاره د لوګي د تصفیې فلټرونه څارلي وو او په پایله کې یې ډېرو ښاریانو خپلې سرغړونې اصلاح کړې او د لوګي د تصفیې فلټرونه یې نصب کړې دي.
هغه له کابل ښاریانو څخه وغوښتل، چې د ښار د سمسورتیا او پاکوالۍ په برخه کې خپل انساني او دیني مسوولیت ترسره کړي او د هوا د ککړتیا د رامنځته کېدو لامل نه شي.
په دغې ناسته کې د طالبانو د چاپېریال ساتنې د ادارې مشر مطیع الحق خالص، د انسانانو پر روغتیا د هوا د ککړتیا د ناوړو اغېزو او زیانونو په اړه وویل، چې د ژمي په رارسېدو سره نه یوازې په پلازمېنې کابل؛ بلکې د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د هوا ککړتیا زیاتېږي، چې زیانونه یې نه یوازې په انسانانو پورې محدود وي؛ بلکې پر څارویو او بوټو هم ناوړه اغېز پرې باسي.
نوموړي هغو خلکو ته خبرداری ورکړ، چې د سرغړونو په وخت کې به ورسره قانوني چلند وشي.
دا رنګه کابل ښاریان د هوا د ککړتیا له امله د رامنځته شویو تنفسي ناروغیو له امله شکایت کوي او وایي، چې په دې برخه کې یوازې کابل ښاریان ګرم نه دي؛ بلکې د دوی په خبره تر ډېره حکومت هم پړ دی، چې د بې کیفیته سون توکو د پلور او پېر مخه نه نیسي او سوداګر هم تر ډېره په خلاص مټ بې کیفیته سون توکي واردوي او پر خلکو یې پلوري.
نن سبا په پلازمېنې کابل کې د وګړو زیاتوالی، د ځنګلونو او ونو پرې کېدل، د نا انډوله ودانیو جوړول او پر شنو فصلونو او کرنیزو ځمکو د کورونو جوړول، د موټرو زیاتوالی هغه لاملونه دي چې د ښار هوا یې ککړه کړې او ورسره بې شمېره تنفسي ناروغۍ هم زیاتې شوې دي.

ایران د دوو افغانانو په ګډون ۱۲ کسان اعدام کړي دي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۰:۳۱ GMT+۰

د ایران د بشري حقونو د سازمانونو خبري اژانسونو هرانا او هنګاو د کرج او قُم په زندانونو کې د دوو افغانانو په ګډون د لږ تر لږه ۱۲ کسانو د اعدام راپور ورکړی دی.

دوی ویلي، چې د کرج په قلعه حصار زندان کې د یوه افغان په ګډون ۹ تنه او د قُم په زندان کې د یوه افغان په ګډون درې تنه بندیان اعدام شوي دي.

هرانا راپور ورکړی، چې د چهارشنبې د ورځې په سهار د یوه افغان په ګډون نهه تنه بندیان اعدام شوي او هنګاو هم لیکلي، چې د سې شنبه په ورځ د یوه افغان په ګډون درې تنه اعدام شول.

د هرانا د راپور له مخې، د هغو نهو بندیانو له جملې څخه چې د چهارشنبې په ورځ اعدام شول، پنځه یې د قتل په تور او څلور نور یې د نشه یې توکو د جرمونو په تور په اعدام محکوم شوي وو.

هرانا لیکلي، هغه افغان چې د چهارشنبې په سهار د نهو کسانو په ډله کې اعدام شوی، عبدالله تاجک نومېده.

تر دې مخکې د هنګاو راپور ورکړی و، چې د قُم په مرکزي زندان کې د عبدالمهدي راشد میري په نوم یو افغان زنداني او د سعید مطیع او اصغر رمضاني په نوم دوه نور بندیان اعدام شوي دي. د هنګاو په وينا، دغه بنديان پخوا د قتل او نشه يي توکو په جرمونو په اعدام محکوم شوي وو.

طالبان په بېلابېلو پلمو په افغانستان کې د زده کړو دروازې بندوي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۲:۳۷ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس د راپور له مخې، طالبانو د یوولسو خصوصي لوړو زده کړو موسسو جوازونه لغوه کړي دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وایي، چې د یوولسو خصوصي لوړو زده کړو موسسو جوازونه یې د دغه وزارت د رهبرۍ شورا د پرېکړې پر بنسټ لغوه کړي دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د دغو موسسو د جوازونو د لغوه کولو لاملونه د علمي، تحصیلي او اداري اصولو ته د نه پاملرنې، خیالي قراردادي استادان، خیالي محصلین، ، د رهبرۍ او اداري کارکوونکو د کمښت، په ټولګیو کې د نه حاضرېدو او د ازموینو د نه شتوالي، د لازمو ښوونیزو اسانتیاوو د نه شتون او یو لړ نورو پرله پسې سرغړونې یادې کړي دي.

دغه یوولس د خصوصي لوړو زده کړو موسسې په غزني، فراه، بادغیس، تخار، کندز، بغلان، بلخ، سمنګان او هرات ولایتونو کې دي.

تر دې مخکې طالبانو د نجونو پر مخ د طبي انسټېټونو دروازې هم بندې کړې.

د طالبانو د عامې روغتیا په وزارت کې سرچینو اې اېف پي ته ویلي، چې په طبي موسسو کې د ښځو پر زده‌کړو د بندیز له امله لږ تر لږه ۳۵۰۰۰ ښځینه زده‌کړیالانې له زده‌کړو بې برخې شوې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغو زده‌کړیالانو په لسو دولتي او تر ١٥٠ زياتو خصوصي موسسو کې زده‌کړې کولې.

دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان د روزنیزو موسسو او مرکزونو د فعالیتونو مخه نیسي، یادې ډلې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د نجونو او ښځو پروړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې هم بندې کړې دي.

داعش - خراسان ډلې د خلیل الرحمان حقاني د وژنې مسوولیت پر غاړه واخیست

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۱۳ GMT+۰

داعش - خراسان ډلې د طالبانو د کډوالو چارو د وزیر خلیل الرحمان حقاني د وژنې مسوولیت پر غاړه واخیست او ویې ویل چې نوموړی یې له څلورو ملګرو سره یو ځای په یو ځانمرګي برید کې وژلی دی.

نن چهار شنبه په کابل کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د وزارت دننه له جومات څخه راوتلو چې ځانمرګی برید پرې وشو.

خلیل رحمان حقاني د مولوي جلال الدین حقاني ورور او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تره دی، چې ددې ډلې په مهمو کسانو کې شمېرل کېده.

خلیل رحمان حقاني ډېری په جرګو مرکو او د قومونو او قبایلو د همغږۍ په چارو کې بوخت و.

داعش - خراسان ډلې د خپل ځانمرګي بریدګر انځور خپور کړی او ویلي یې دي چې پر خلیل حقاني د دوی یو ملګري ځانمرګی برید کړی دی.