د غزې روغتیایي چارواکي: د اسراییلو په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۲۲ تنه وژل شوي

د شنبې په ورځ په غزه کې د اسراییلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۲ فلسطینیان وژل شوي دي.

د شنبې په ورځ په غزه کې د اسراییلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۲ فلسطینیان وژل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس په غزې کې د روغتیایي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د اسراییلو یو هوایي برید د غزې په مرکزي سیمه دیر البلاح کې د ښاروالۍ ودانۍ ته څېرمه د مرستو د ترلاسه کولو په موخه په راټولو شویو خلکو شوی، چې لږ تر لږه لس کسان په کې وژل شوي دي.د حماس یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، چې برید د غزې په مرکزي برخه کې تر سره شوی چې په کې د حماس د اداري کمېټې مشر دیاب علي الجارو وژل شوی دی.د اسراییلو پوځ بیا ویلي، الجارو، چې د دیر البلاح ښاروال هم و، د برید هدف و او هغه د حماس له وسله والو سره مرسته کوله.په ورته مهال په سیمه کې په یو جلا برید کې څلور نور کسان هم وژل شوي دي.د اسراییلو پوځ ویلي، چې په دیر البلاح کې یې د وسله والو هغه زیرمې په نښه کړي چې دوی ترې د پټنځایونو کار اخیسته.د پوځ په وینا، د غزې په ښار کې د بې ځایه شویو خلکو په یو پخواني کمپ باندې جلا برید کې هم د حماس جنګیالي په نښه شوي.خو د فلسطین روغتیایي چارواکو د اسراییلي پوځ ددغه ادعا په تړاو ویلي، چې په دغه برید کې د یوې ښځې او ماشوم په ګډون لږترلږه اوه کسان وژل شوي دي.رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې ونه توانید چې دا تایید کړي چې په وژل شویو کسانو کې کوم جنګیالي وو او که نه. حماس خپل تلفات نه افشا کوي او د فلسطین د روغتیا وزارت د جنګیالیو او ملکیانو د وژل شویو ترمنځ توپیر نه کوي.


د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، چې هېواد یې روسیې او ایران ته قناعت ورکړی و چې پر دمشق د وسله والو د برید پر مهال د بشارالاسد د حکومت په ملاتړ له پوځي مداخلې ډډه وکړي.
ایران او روسیه د سوریې د وسله والو پر ضد په دیارلس کلنه جګړه کې د بشارالاسد د رژیم مهم متحدین وو.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې د سوریې په اړه د اردن له غونډې یوه ورځ مخکې وکړې.
هغه یوې ترکي رسنۍ ته ویلي، چې په سوریه کې د مرګ ژوبلې د مخنیوي په موخه مو له ایران او روسیې سره خبرې کړې دي تر څو له پوځي ځواک کار وانخلي.
که څه هم ترکي چارواکو په رسمي ډول په سوریه کې د بشار الاسد د حکومت په نسکورولو کې لاس لرل رد کړي دي، خو د سوریې په وروستیو پېښو کې د انقرې ګڼې سیاسي او اقتصادي ګټې د رجب طیب اردوغان د حکومت د نفوذ ښکارندويي کوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت مشر، علي خامنه اي، څه وخت وړاندې ویلي وو، چې د سوریې یو ګاونډی هېواد د سوریې په پرمختګونو کې ښکاره رول لري، چې اشاره یې ترکیې ته وه.
همدا ډول د هیئت تحریر الشام ډلې د بریدونو له پیل راهیسې، ډیری رسنیو او شنونکو ویلي وو، چې د بشار الاسد د حکومت پر ضد بریدونه د "ترکیې په ملاتړ" ترسره کیږي.
د بشارا لاسد د واکمنۍ په وروستیو ساعتونو کې اردوغان وویل، چې دی هیله لري چې دمشق ته د سوریې د مخالفینو په لاره کې به کومه ستونزه نه وي.
د بشار الاسد د حکومت وسله والو مخالفینو هغه مهال د اسد د رژیم پر ضد پراخ بریدونه پیل کړل چې ایران د اسراییلو او حزب الله تر منځ په شخړه کې ښکیل وو او روسیه د اوکراین په جګړه کې بوخته وه.
د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې د سوریې خلک باید له ویجاړۍ پرته د خپل هېواد د راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.
که څه هم ایران او روسیې په تیره یونیمه لسیزه کې د سوریې په شخړې کې تر ټولو ستر رول لوبوه خو د شنبې په ورځ د اردن په غونډه کې یې استازو ته بلنه نه وه ورکړل شوې.
د اردون په دغه ناسته کې اردن، ترکیې، متحده ایالاتو، سعودي عربستان، عراق، لبنان او د مصر بهرنیو چارو وزیرانو او همدارنګه د اروپايي ټولنې او نړۍوالو سازمانونو استازو په سوریه کې د وضعیت د ثبات لپاره د یوې متحدې تګلارې پر جوړولو او په سیمه کې د بحرانونو د مخنوي په اړه خبرې وکړې.

د بشارالاسد د حکومت له نسکوریدو شاو خوا یوه اونۍ وروسته د حزب الله مشر نعیم قاسم په خپلې لومړۍ وینا کې د شنبې په ورځ وویل، چې د لبنان وسله والې ډلې د سوریې له لارې خپله اکمالاتي لاره له لاسه ورکړې ده.
حزب الله ته له ایران څخه د عراق او سوریې له لارې وسلې راوړل کیدې، خو د ډسمبر په شپږمه د بشار الاسد مخالفو وسله والو له عراق سره پوله ونیوله او دغه اکمالاتي لار یې پرې کړه او دوه ورځې وروسته اسلامپالو وسله والو پلازمېنه دمشق ونیوه.
قاسم د شنبې په ورځ په یوې ټلویزیوني وینا کې د اسد د نوم له اخیستلو پرته وویل: «هو، حزب الله په دې پړاو کې د سوریې له لارې د پوځي اکمالاتو لاره له لاسه ورکړې ده.»
هغه زیاته کړه: «کېدای شي د نوي حکومت په راتلو سره دا لاره بیرته عادي حالت ته راشي او موږ کولای شو نورې لارې ولټوو.»
حزب الله په ۲۰۱۳کال کې په سوریه کې د بشار الاسد په وړاندې د هغو وسله والو سره جګړه پیل کړه چې په هغه وخت کې د نومړي د حکومت د نسکورولو په لټه کې وو.
د بشار الاسد د کورنۍ د ۵۰ کلونو څخه ډیره واکمني اوس پای ته رسیدلې او پر ځای یې انتقالي سرپرست حکومت رامنځته شوی چې د القاعدې سره تړلې پخوانۍ هیئت تحریر الشام له خوا جوړ شوی، چې د وسله والو د عملیاتو مشري یې کوله.
قاسم په سوریه کې له نوي واکمنانو غوښتي چې له اسراییل سره اړیکې عادي نه کړي او هغوی دښمن وګڼي.
قاسم وویل: "موږ دا هیله هم لرو چې دا نوې واکمنه ډله به اسراییل دښمن وګڼي او اړیکې به ورسره عادي نه کړي. دا هغه سرې کرښې دي چې زموږ او سوریې ترمنځ د اړیکو پر ماهیت به اغیز وکړي."
شاوخوا یو کال کیږي چې حزب الله او اسراییل د لبنان په سویلي پولو کې د غزې د جګړې له امله سره په جګړه کې دي.

رویټرز د دوو ایراني چارواکو له قوله لیکلي، چې د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو مخکې نوموړي ایران ته ویلي و، چې ترکیه له وسله والو ډلو سره مرسته کوي، څو د سوریې حکومت ړنګ کړي.
د دغه راپور له مخې، اسد د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته شکایت کړی و، چې ترکیه د سني وسله والو ملاتړ کوي او د نوموړي د واکمنۍ د ختمولو په موخه یې بریدونه هم پیل کړي دي.
رویټرز د دغو دوو ایراني چارواکو هویت پټ ساتلی دی.
ایراني چارواکي په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې د سوریې مخکیني ولسمشر بشار الاسد د روان کال د ډسمبر په دویمه نېټه په دمشق کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره لیدلي و.
اسد له عراقچي سره په کتنه کې د ترکیې د هڅو پر زیاتوالي چې غواړي هغه له واکه لرې کړي، اندېښنه څرګنده کړې وه.
سرچینو رویټرز ته دغه راز ویلي، چې عراقچي بیا اسد ته د ایران د دوامداره ملاتړ ډاډ هم ورکړی و او ژمنه یې کړې وه چې دا موضوع به له انقرې سره مطرح کړي.
وروسته بیا راپورونه خپاره شول، چې عراقچي د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر حاکان فیدان سره کتلي او د انقرې له خوا د یاغیانو د ملاتړ په اړه یې د تهران ژورې اندېښنې څرګندې کړي دي.
که څه هم ویل کېږي چې ناسته سخته وه، خو ایران خپله ناخوښي څرګنده کړه او ویلي یې دي، چې ترکیه د امریکا او اسراییلو له اجنډاو سره همغږي ده او د اسد اندېښنې یې وړاندې کړې.
فیدان بیا د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په خبرو کې د سوریې د ناورین پړه پر اسد اچولې ده او ویلي یې دي، چې د اسد د کلونو ظالمانه واکمني د دې شخړې اصلي لامل دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې بیا ادعا کړې ده، چې ایران اصلا د اسد پیغام له ترکیې سره شریک کړی نه دی.
د یادولو ده، چې د اسد د کورنۍ د پنځو لسیزو واکمنۍ وروسته تېره اونۍ د یکشنبې په ورځ هغه وخت پای ته ورسېده، چې بشارالاسد له خپلې کورنۍ سره روسیې ته وتښتېد.
ایران په سوریه کې د اوږدې کورنۍ جګړه پر مهال د اسد ملاتړ کړی و او د هغه نسکورېدل د ایران په مشرۍ د "مقاومت محور" لپاره یوه لویه ضربه ګڼل کېږي.

د فوټبال پخوانی لوبغاړی کاولاشویلي د دغه هېواد د ټاکونکو مجلس له خوا د ولسمشر په توګه وټاکل شو. دا ټاکنې په داسې حال کې وشوې، چې واکمن ګوند « د ګرجستان هیله» خپل کنټرول پیاوړی کړی او مخالف ګوند یې په اروپایی اتحادیه کې د شاملېدو پر هدف یو ګوزار ګڼی.
۵۳ کلن کاولاشویلي یوازینی نوماند و، چې په ټاکنو کې یې حضور درلود او د انتخابوونکو ټولنه کې د «ګرجستان هیله» ګوند د واکمنۍ له امله په اسانۍ سره بریالی شو.
د دې ټولنې غړي د پارلمان، ښاري شوراګانو او سیمه ییزو کمېټو څخه ټاکل کیږي.
میخایل کاولاشویلي، د ګرجستان هیله ګوند غړی دی، چې د انتخاونکو د ټولنې له ۳۰۰ استازو څخه د ۲۲۴ رایو په ترلاسه کولو سره وټاکل شو.
د دغه ګوند مخالفین وايي، چې مسکو په دې پروسه کې لاس درلود او د رای ورکولو بهیر له درغلیو ډک وو.
د ګرجستان اوسني ولسمشر سالوم زورابیشویلي له دغو ټاکنو وروسته د پارلمان له غونډو بایکاټ وکړ او د بیا ټاکنو غوښتنه یې وکړه.
له اوو کلونو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د دغه هېواد ولسمشر د خلکو په رایو نه ټاکل کېږي.
تر دې مخکې د ګرجستان ولسمشر سالوم زورابیشویلي له ۲۰۱۸ کال راهیسې له اروپايي ټولنې سره د یوځای کېدو پلوي و.
هغه ویلي، چې د خپلې شپږ کلنې دورې له پای ته رسیدو وروسته به د عمومي او ولسي ټاکنو په ترسره کولو سره د ولسمشر په توګه په خپل مقام پاتې شي.
د ګرجستان د واکمن د پرېکړې له مخي تیره میاشت په اروپایی اتحادیه کې د شاملیدو لپاره د دې هیواد د غوښتنلیک په اړه خبرې اترې وځنډولې او دې کار د اپوزیسیون ګوند غوسه زیاته کړه او پراخ لاریونونه پيل شوي.

د امریکا متحده ایالتونو د عدلیې وزارت اعلان وکړ ، چې یو ۵۹ کلن افغان یې د «طالبانو او حقاني شبکې په ګټه د نشه یي توکو په تروریزم کې د ګډون» په تور په ۳۰ کاله بند محکوم کړی دی. عبدالستار بارکزی نیویارک ته د هیروینو په واردولو او د اسنادو په جعل کولو تورن دی.
ښاغلی بارکزی له دوو اونيو محاکمې وروسته، چې د اګست په میاشت کې پای ته ورسیده مجرم وپیژندل شو.
په محاکمه کې د وړاندي شويو اسنادو او شواهدو له مخې د امریکا د خزانې وزارت د ۲۰۱۲ کال په جون کې پر بارکزي د پیسو د ذخیره کولو او طالبانو ته د لېږدولو بندیز ولګاوه.
د خزانې وزارت اعلان وکړ، چې بارکزی «په افغانستان کې د هغوی د فعالیتونو او د ایتلافي ځواکونو پر وړاندې د جګړې د ملاتړ لپاره طالبانو ته په زرګونو ډالر ورکړي دي.»
د امریکا د عدليې وزارت په یوه اعلامیه کې حقاني شبکه «یوه له سخت دريځو ډلو» څخه یاده کړه او بارکزی يې د دې شبکې په تمويل تورن کړی دی.
د امریکا د عدلیې وزارت د اعلامیې له مخې، بارکزي د ۲۰۱۸ کال له جنورۍ راهیسې هڅه کړې، چې په زیاته اندازه هیرویین امریکا ته وارد کړي.
نوموړي طالبانو ته پیسې ورکړې، چې د هیرویینو د قاچاق ملاتړ یې وکړي او د حقاني شبکې مالی ملاتړ یې کړی چې د طالبانو تر ټولو سخت دریځه ډله ده .
بارکزي له پنځو کسانو سره په مخامخ ناستو، ټلیفونونو او برېښنايي اړیکو کې برخه اخیستې، چې د نشه يي توکو د قاچاق له یو نړیوال سازمان سره تړاو لري.
په افغانستان کې د امریکايي مخفي مامور په مرسته د شواهدو راټولول
د ۲۰۱۸ کال په اګست میاشت کې بارکزي په افغانستان کې د امریکا د نشه يي توکو د مخنیوي ادارې پر یو مخفي مامور ۱۰ کیلوګرامه هیرویین وپلورل.
نوموړي هغه مهال ویلي و، چې دا هیروین به په نیویارک کې د پلور لپاره امریکا ته ورسېږي.
بارکزي د امریکا د حکومت مخفي مامور ته دا هم ویلي، چې د دې هیروینو په تولید او لېږد کې به طالبان لاس ولري.
د عدلیې وزارت د رسمي خبرپاڼې له مخې ښاغلی بارکزی له دغه هېواده بهر نیول شوی او بیا امریکا ته لېږدول شوی دی.
دا معلومه نه ده، چې امریکا هغه په کوم هیواد کې نیولی دی.
د بارکزي له نیول کېدو وروسته هغه په افغانستان کې خپلې کورنۍ ته امر وکړ، چې د خپلو جرمونو شاهدان وتښتوي او یا يې په چوپتیا وګواښي.
د امریکا د عدلیې وزارت د اعلاميې له مخې، د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ او مارچ میاشت کې په ثبت شویو تلیفونونو کې بارکزي له خپلو وروڼو غوښتي، چې شاهد وتښتوي او په مرګ يې وګواښي څو د مالوماتو له ورکولو ډډه وکړي.
بارکزی پر ۳۰ کلونو بند سربېره تر خوشي کېدو وروسته هم د پنځه کاله څارنې سره مخ دی.
د دې تر څنګ، هغه به د مخدره توکو د قاچاق له امله شتمنۍ له لاسه ورکړې.