د هرات ـ تورغونډۍ لویه لاره د تګ راتګ لپاره وتړل شوه

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې د هرات ـ تورغونډۍ لویه لاره د درنې واورې ورېدو له امله د تګ راتګ لپاره وتړل شوه.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې د هرات ـ تورغونډۍ لویه لاره د درنې واورې ورېدو له امله د تګ راتګ لپاره وتړل شوه.
دغه اژانس یکشنبه (د لېندۍ ۲۵مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه لاره د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په «بقرچر» سیمه کې تړل شوې ده.
له بل پلوه په هرات ولایت کې د طالبانو د ټولګټو چارو ریاست وایي، چې د دغې لارې د خلاصون لپاره یې هڅې روانې دي.په هرات ولایت کې طالب چارواکو له خلکو غوښتي، چې پر دغې لویې لارې دې له هر ډول تګ راتګ څخه ډډه وکړي.له بل پلوه د طالبانو د هوا پوهنې ادارې تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د یکشنبې ورځې لپاره د سالنګ په ګډون په هرات، فراه، بادغیس، فاریاب، غور، سرپل، جوزجان، بلخ، سمنګان، بامیان او ډایکنډي ولایتونو کې د شړکنده باران او واورې ورېدو اټکل کړی و.همدا تېره اوونۍ هم د (لېندۍ ۱۸مه) د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې د سالنګ لویه لاره د درنې واورې، دوامداره توپان او د لید د کچې د کموالي له امله د ټرافیکو پر مخ تړل شوې وه.د ژمي په رارسېدو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د درنو واورو له امله وخت ناوخت ځینې لویې او وړې لارې تړل کېږي.


افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي معلومات ښيي، چې د ترکیې ساحلي ګارد د دغه هیواد د چناق کلا په ساحلونو کې د یوې کیښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې ۸۹ افغان او ایراني پناه غوښتونکي ژغورلي. د کیښتۍ ډوبېدو په دغې پېښه کې پنځه تنه مړه شوي هم دي.
د ترکیې په استانبول کې د افغانستان انټرنشنل د خبریالې د معلوماتو له مخې چې د ترکیې ساحلي ګارد په توره بحیره کې د تېرې ورځې د کیښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې ۸۹ افغان او ایراني پناه غوښتونکي ژغورلي دي.
ترکي چارواکو دا نه دي ويلي، چې په ژغورل شویو ۸۹ تنو کې څو تنه یې افغانان دي.
ویل کېږي، چې دغه کښتۍ د یونان سویلي ټاپو ته نږدې ډوبه شوې چې ډېری سورلۍ یې پاکستانيان وو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په دغې پېښه کې تر اوسه پورې لږ تر لږه یو پاکستانی مړ او ۴۷ تنه ژغورل شوي.
طالبانو لا د کیښتۍ ډوبیدو په پېښه کې د افغان پناه غوښتونکو په اړه څه نه دي ويلي.
د دغې کښتۍ د ورکو شویو پناه غوښتونکو د لټون لپاره د ژغورنې عملیات روان دي.
افغانان او پاکستانیان اروپا ته په قاچاقي ډول د ایران او پاکستان له لارو په وچه او اوبو کې ترکیې او بیا د یونان له لارې نورو اروپايي هیوادونو ته په قاچاقي ډول ځي چې پر لاره د نورو خطرونو تر څنګ په بهر کې د وړو کیښتیو د لېږد پر مهال په اوبو کې ډوبیږي او مړه کیږي.

په هلمند او د کابل- هرات پر لویه لار په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې شپږ تنه مړه شوي او دوه تنه ټپيان دی.
د هلمند په ګرشک په یوې ویالې کې د یو موټر لوېدو په پېښه کې پنځه کسان مړه شوي او یوه ښځه ټپي ده.
د سرچینو د مالوماتو له مخې، په مړو شویو کسانو کې دوه ښځې، دوه ماشومان او یو موټر چلوونکی شامل دی.
سرچینې وایي، چې موټر چلوونکی پر ټیلیفون د خبرو لپاره له موټره ښکته شوی و، په موټر کې ناستو ماشومانو موټر ګېر ته اچولی او کله چې موټر چلوونکی موټر ته ورغلی؛ نو دغه موټر ویالې ته لوېدلی چې له امله یې ۵ کسان مړه شوي دي.
ویل کېږي، چې دغه موټر د نادعلي ولسوالۍ پر لور روان و.
په هلمند ولایت کې د طالبانو د والي دفتر د دغې پېښې پخلی کړی دی.
له بل پلوه د غزني مقر ولسوالۍ اړوند د کابل- هرات پر لویه لار د ټرافیکي پېښې له امله یو تن مړ او یو بل ټپي شوی دی.
په دغه ولایت کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ ویاند خالد سرحدي ویلي، چې دغه پېښه نن سهار د باروړونکي موټر د اوښتو له امله رامنځته شوې چې په پایله کې یې موټر چلوونکی مړ شوی او یو بل کس بیا سخت ټپي دی.
د دغې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې ده.
تېره ورځ هم په غزني کې د دوو جلا ټرافیکي پېښو له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې په تېرو اتو میاشتو کې یې د ډبرو سکرو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی دی. د دغه وزارت د شمېرو له مخې، یوازې په تېرو اتو میاشتو کې یې د برو سکرو د صادراتو کچه ٦٥ مېلیونه ډالرو ته رسېږي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس پر اېکس پاڼه د دغه وزارت په حواله لیکلي، چې دغه صادرات شاوخوا ۶۵۴ زره ټنه ته رسېږي چې پاکستان، چین، ایران، هند او ترکیې ته صادر شوي دي.
تر دې وړاندې د افغانستان په شمال کې د ډبرو سکرو دولتي شرکت مسوولانو خبر ورکړی و، چې د روان کال په تېرو ۸ میاشتو کې ۲ مېلیونه او ۴۰۰زره ټنه سکاره په معیاري توګه استخراج شوي دي.
خو د کانونو په برخه کې طالبان په پراخ فساد تورن دي.
تېرکال هم د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي و، ګواکې داسې اسناد یې موندلي چې له مخې یې د سمنګانو د سکرو له عوایدو ۲۵ مېلیونه ډالر غلا شوي دي.
نوموړي په دې برخه کې د ځینو طالب چارواکو نومونه هم په ډاګه کړي وو.

د پنجشېر لپاره د طالبانو والي محمد اغا حکيم د دغه ولايت په مرکز بازارک کې د يوې غونډې پر مهال له خلکو وغوښتل چې د دوی له حکومته ملاتړ وکړي. هغه په بهر کې له سیاسیونو وغوښتل چې بېرته دې هیواد ته راستانه شي.
د طالبانو والي داسې مهال خلک د خپل حکومت ملاتړ ته وربللي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو تر منځ اختلافاتو زور اخیستی او تازه د دغې ډلې د کډوالو چارو وزیر په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو، چې تر ډیره یې لامل د طالبانو خپلمنځي مخالفتونه په ګوته کیږي.
د پنجشېر والي په دې غونډه کې د طالبانو حکومت د «قران او سنتو پر بنسټ بې ساري بېلګه» وبلله او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې له دغې ډلې پراخ ملاتړ وکړي.
د طالبانو تر واک لاندې باختراژانس د شنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۴مه) په یوه خبر کې ویلي،چې د دغې ډلې د پنجشير والي د بازارک ولسوالۍ په يوه غونډه کې ګډون وکړ او په خپلو خبرو کې يې له خلکو څخه د دغې ډلې د حکومت د ملاتړ غوښتنه وکړه .
د دغه خبر له مخې محمد اغا حکيم له خلکو وغوښتل چې «د تښتېدلو په خبرو مه تېروځئ او د اسلامي نظام ملاتړ وکړئ.»
که څه هم د طالبانو د پنجشېر والي، په بهر کې له مېشتو افغانانو افغانستان ته د ورتګ غوښتنه کړې خو په همدې مهال یې هغوی ته د تښتېدلو اصطلاح کارولې ده.

د ارغواني شنبو غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د پالیسۍ بدلېدو او د روزا اوتنبایوا د ګوښه کېدو غوښتنه کړې ده. معترضو مېرمنو له ملګرو ملتونو غوښتي چې پر دغې څوکۍ بې پرې استازی وګوماري.
په دغې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغې پالیسۍ نه یوازې د طالبانو دریځ پیاوړی کړی؛ بلکې په مستقیمه توګه ورسره د ګډوډۍ د زیاتېدو او د ښځو سیسټماټیکه ځپنه هم پراخه شوې ده، چې د افغانستان په زیان ده.
د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د یوناما د دفتر د مشرې لهخوا له طالبانو سره د تعامل د دوام غوښتنه داسې مهال وړاندې کېږي چې دغه بنسټ له درېیو کلونو راهیسې د «بشري حقونو د پراخې سرغړونې» پر وړاندې د درېدو پرځای د طالبانو سره د جوړجاړي چلند خپل کړی او له مخې یې له طالبانو سره خپلې اړیکې عادي کړې دي او د بشري مرستو تر نامه لاندې دغې ډلې ته مېلیونونو ډالر ورکوي، چې په نامستقیمه توګه یې په افغانستان کې روانو ځپنو ته مشروعیت ورکړی دی.»
خبرپاڼه زیاتوي، دغه چلند د دې لامل شوی چې طالبان له وېرې پرته د بشري حقونو له اصولو سرغړونه وکړي او په ځانګړې توګه د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي: «د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې مېرمن روزا اوتونبایوا د بشري حقونو، په تېره بیا د ښځو د حقونو او ټولنیز عدالت د ټینګښت په برخه کې د دغه بنسټ ماموریت په سمه توګه نه دی ترسره کړی. له همدې امله موږ د هغې پر ځای د یو وړ کس د ټاکلو غوښتنه کوو.»
د خبرپاڼې له مخې، د تعامل تر نامه لاندې د طالبانو له ترهګرې ډلې ملاتړ نه یوازې دا چې دغه ډله یې پیاوړې کړې؛ بلکې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو وضعیت یې لاپسې خراب کړی دی.
دغه غورځنګ د بشري حقونو له ټولو بنسټونو، فعالینو، اعتراضي خوځښتونو او نړۍوالو رسنیو غوښتي، چې پر ملګرو ملتونو اغېزمن او هر اړخیز فشار زیات کړي او دغه سازمان دې ته اړ کړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د معیارونو او د ښځو د حقونو په ملاتړ کې خپل رښتینی رول ولوبوي.
دغه غورځنګ خبرداری ورکړی، که یوناما د تعامل په نوم د طالبانو ډلې له خپل ملاتړه لاس وانه خلي؛ نو دوی به د ملګرو سرمنشي ته په کابل کې د یوناما د دفتر د تړلو په اړه لیک واستوي.
دغه غورځنګ دارنګه له نړۍوالې ټولنې په ځانګړې توګه له چین او روسيې له فدراسيون څخه غوښتي، چې د لنډمهالو ستراتيژيو لپاره خپلې حياتي ګټې او ملي امنيت قرباني نه کړي، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ګواښونه او شتون جدي ونيسي او پر طالبانو باور ونه کړي.
دغه غورځنګ د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې ټینګار کړی، چې افغانستان تر بل هر وخت مثبت بدلون ته اړتیا لري او طالبان د ټولو ګډ دښمن دی او د دې ډلې ملاتړ کولای شي افغانستان د سیمې او نړۍ سولې او امنیت ته په جدي او عملي ګواښ بدل کړي.