• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زلمی خلیلزاد: د پاکستان حکومت د لا زیاتو نړۍوالو بندیزونو وړ دی

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۳۴ GMT+۰

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان پر حکومت نیوکې کړې او پر دغه هېواد یې د بندیزونو او ډیپلوماټیک فشارونو غوښتنه کړې ده. هغه وايي، د پاکستان حکومت د بندیزونو او لا زیات ډیپلوماټیک فشار مستحق دی.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن پنجشنبه د (لیندۍ ۲۹مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي: «د پاکستان حکومت د سوله ییزو لاریون کوونکو پر وړاندې له زور زیاتي کار اخیستی او ان په ډله ییزه توګه یې وژلي دي. همدارنګه د سیاسي موخو لپاره له قضايي سیستم څخه په ناوړه ګټه اخیستو سره هڅه کوي چې عمران خان په زندان کې بندي وساتي.»
خلیلزاد په دغه یادښت کې وړاندې ویلي، چې په پاکستان کې د بدلون وخت راغلی او د پاکستان خلک د دغه بدلون غوښتونکي او حقداره دي.
متحده ایالاتو په دې وروستیو کې پر پاکستان د توغندیو د پروګرام پر وړاندې نوي بندیزونه لګولي دي.
امریکا د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د بالستیک توغندیو له پروګرام سره پر اړوندو څلورو ادارو بندیزونه ولګول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ادارې د وسلو د سیسټمونو په خپراوي او رسولو کې د لاس لرلو له امله د بندیزونو په نښه شوي دي.
د دغې پرېکړې په غبرګون کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا نوي بندیزونه «یو لوریز او مغرضانه» بللي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان د توغندیو وړتیا «د ځان د دفاع او په سویلي اسیا کې د ثبات د ساتلو لپاره اړینه ده» او د واشنګټن دغه پرېکړه ناعادلانه ده.

ډېر لیدل شوي

حزب اسلامي د افغانستان د کړکېچ د حل له نوې طرحې ملاتړ وکړ
۱

حزب اسلامي د افغانستان د کړکېچ د حل له نوې طرحې ملاتړ وکړ

۲

ملا برادر له ترکمنستان څخه د ټاپي ګازو د اوږدمهاله قرارداد غوښتنه کړې

۳

پایښت که زوال؛ ایا د طالبانو واکمني به پنځه کاله نور هم دوام وکړي؟

۴

امریکا د محمود شاه حبیبي د بېرته کور ته د ستنولو ژمنه یو ځل بیا تکرار کړې ده

۵
ځانګړی

سرچینه: د نورستان د استخباراتو د مشر ضیاالحق یاسر ساتونکو پر نجونو د جنسي تېري هڅه کړې