امریکا د پاکستان د بالستیک توغندیو پر پروګرام بندیزونه ولګول

امریکا د اوږده واټن وېشتونکو بالستیک توغندیو د تولید په تړاو پر څلورو پاکستاني ادارو بندیزونه لګولي دي.

امریکا د اوږده واټن وېشتونکو بالستیک توغندیو د تولید په تړاو پر څلورو پاکستاني ادارو بندیزونه لګولي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر په واشنګټن کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، پر دغو څلورو ادارو تور دی چې په هغه هېواد کې یې د بالستیک توغندیو د پروګرام په پرمخ بېولو کې مرسته کړې ده.
هغه وويل، په دې کې د ځانګړو موټرو چمتو کول هم شامل دي چې د بالستيک توغنديو د توغولو لپاره کارول کېږي.
له بل پلوه بیا پاکستان د امریکا دغه اقدام یو «مغرضانه» عمل بللی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د دغه بندیزونو په غبرګون کې ویلي دي، چې په دغو کمپنیو د بندیزونو لګولو په برخه کې د امریکا پرېکړه «مغرضانه» ده.
د دغه وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوچ ويلي دي، چې پر یادو ادارو د بنديزونو لګول يوه «تبعيضي» کړنه ده چې د سيمې او نړۍ امنيت ته په خپله یو ګواښ دی.
هغې وړاندې ویلي، چې دغه ډول سیاستونه د سیمې ستراتیژیک ټیکاو ته بدې پایلې لرلای شي.
امریکا تر دې وړاندې هم د پاکستان د بالستیک توغندیو د تولید په برخه کې پر پنځو ادارو بندیز لګولی و.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش وايي، چې روان ۲۰۲۴ کال په ټوله نړۍ کې ۶۸ خبریالان او په رسنیو کې کارکونکي وژل شوي. هغه وايي، د دوی له ډلې له ۶۰ سلنې زیات یې په جګړو کې وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش نن پنجشنبه د (لیندۍ ۲۹مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې روان ۲۰۲۴ کال ۶۸ خبریالان او د رسنیو کارکونکي د دندو پر مهال وژل شوي.
د روان ۲۰۲۴ کال د وژل شویو شمېرو له مخې ډیر شمېر خبریالان د اسراییل او فلسطین په جګړه کې په نښه او وژل شوي دي.
ښاغلی ګوټریش وايي، دا په تېرو لسو کلونو کې د خبریالانو د وژلو تر ټولو لوړه کچه ښيي، چې ډیری هغه یې په جګړو کې په نښه شوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش پر ټولې نړۍ غږ کړی چې له خبریالانو ملاتړ وکړي چې د ریښتیا ویلو دغه بهیر روان پاتې شي.
د فلسطین د بشري حقونو یوه سازمان د لیندۍ په ۱۸مه ویلي و، چې په تېرې نومبر میاشت کې په غزه کې ۱۸ خبریالان د اسراییلي ځواکونو لهخوا وژل شوي دي.
د فلسطین د پراختیا او رسنیو د ازادۍ مرکز د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې اسراییلي ځواکونو په روانه میاشت کې په لویدیځه غاړه او غزه کې د خبریالانو پر وړاندې ۶۵ سرغړونې ترسره کړې دي.
خو د خبریالانو نړۍوال فدراسیون (ای اېف جې) بیا د وژل شویو خبریالانو شمېر تر دې هم زیات بولي او وايي ۲۰۲۴ کال د خبریالانو لپاره «تر ټولو خونړی کال» و چې په ټوله نړۍ کې ۱۰۴ خبریالان وژل شوي دي.
د دغه فدراسیون په وینا، د وژل شویو خبریالانو نیمایي هغه یې په غزه کې وژل شوي دي.
د ژورنالستانو د دغه فدراسیون سرمنشي ویلي، که څه هم په ۲۰۲۴ کال کې د وژل شویو کسانو شمېر د ۲۰۲۳ کال پرتله کم شوی؛ خو بیا هم روان کال د خبریالانو لپاره یو خونړی کال یاد شوی دی.

د التحریر الشام د اسلامي ډلې مشر چې په دې وروستیو کې یې په دمشق کې واک په لاس کې اخیستی وايي، چې نه غواړي په سوریه کې د طالبانو په څېر حکومت جوړ کړي.
ابو محمد جولاني وویل، چې د طالبانو د مشرانو په څیر به د ښځو او نجونو د تعلیم مخه ونه نیسي.
جولاني چې د سوریې د وسله والو د اېتلاف مشري کوي او شاوخوا دوه اونۍ وړاندې دمشق ته له خپلو ځواکونو سره ننوتی، د چهارشنبې په ورځ له بي بي سي سره په مرکه کې وویل، چې افغانستان او سوریه له بېلابېلو دودونو سره ډېر بېل هېوادونه دي.
هغه چې اوس خپل اصلي نوم احمد شراع بولي وايي، چې افغانستان يوه قبیله اي ټولنه ده، مګر سوریه یو متفاوته ټولنه ده.
ډېری خلک په تېره بیا لوېدیځ هېوادونه اندېښمن دي، چې جولاني به په القاعده کې د غړیتوب له امله په سوریه کې یو افراطي اسلامي حکومت جوړ کړي او د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو مدني ازادي به محدوده کړي، خو جولاني ټينګار کوي، چې هغه د ښځو د زده کړې پر حق باور لري.
جولاني د سوریې په شمال لوېدیځ ادلب ولایت کې چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې د وسله والو په ولکه کې دی، د ښځو د تعلیم یادونه وکړه.
هغه وويل: "موږ په ادلب کې له اتو کلونو څخه زيات يو پوهنتون لرو. زه فکر کوم چې په پوهنتونونو کې د ښځو شمېر تر ۶۰سلنې زیاته ده.»
د سوریې د کورنیو جګړو پر مهال جولاني لومړی د القاعدې د څانګې د قوماندان په توګه کار پیل کړ او په ۲۰۱۶ کال کې یې له دغې شبکې څخه د جلا کېدو په اعلانولو سره د نصرت جبهه تاسیس کړه، چې وروسته یې په هییت تحریر شام بدل کړ.
د جولاني په مشرۍ دغه ډله د ملګرو ملتونو، امریکا، اروپايي ټولنې، برېتانیا، ترکیې، روسیې او نورو هېوادونو له خوا د ترهګرو په لېست کې شامله شوې ده.
ډیری اروپایي او امریکایي هېوادونو په ډېر احتیاط سره د هییت تحریر شام سره تعامل او د جولاني سره خبرو اترو ته زړه ښه کړی.
دغو هېوادونو ویلي دي، چې د سوریې له خلکو سره د هغه چلند او په سوریه کې د حکومت ډول د دوی د اړیکو د ټینګولو لپاره معیار جوړوي.
جولاني بي بي سي ته وویل، د ده تر واکمنۍ لاندې سوریه به نړۍ ته ګواښ نه وي.
هغه وویل، چې سوریه له جګړې ستړې شوې ده او ګاونډیانو یا لوېدیځ ته ګواښ نه دی.
جولاني د سوریې پر ضد د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.
هغه دا هم وویل، چې التحریر الشام نور باید د یوه ترهګر سازمان په توګه ونه پېژندل شي، ځکه دا یوه ترهګره ډله نه ده.
د بي بي سي خبريال ليکلي، چې جولاني د مرکې پر مهال ارام و، ملکي جامې يې اغوستې وې او هڅه يې کوله، چې هر هغه چا ته ډاډ ورکړي چې ګومان کوي د هغه ډلې تېر افراطي کارونه پرېښي دي، خو د سوریې ډېری خلک پر هغه بشپړ باور نه لري.

د هندي سینما (بالیووډ) فلمي ستورې پرېټي زنټا د ایټالیا د لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني هغه اقدام ستایلی، چې له مخې به یې جنسي تیري کوونکي خصیان کیږي.
د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني په روان کال د سپټمبر په نوولسمه نېټه پارلماني کمېټه کېنوله، چې داسې قوانین جوړ کړي ترڅو له مخې یې خطرناک جنسي تیري کوونکي خصیان کړای شي.
د میلیوني ایتلاف دغه اقدام ګټور بللی او دا یې د تاریخي جګړې د بریا په نامه نومولې ده.
که څه هم دغه عمل مجرمانو ته د سزا په ډول لنډ مهالې پلي کېږي، خو د میلوني دغه وړاندیز د دې د مخالفې ډلې له سختو نیوکو سره مخ شوی او یاد عمل یې افراطي او غیر انساني یاد کړی.
تازه د هندي سینما ښځينه لوبغاړې پریټي زنټا په خپله خواله رسنۍ اېکس کې دغه پوسټ بیا ځلې خپور کړی، چې د هند حکومت یې په کې منشن کړی او لیکلي يې دي: "څومره په زړه پوری اقدام! هیله ده د انډيا حکومت هم یو څه وخت ورکړي. تاسو څه فکر کوئ خلکو؟ دا د دې وخت دی چې د داسې جرمونو لپاره صفر زغم شتون ولري."
نوموړې له خپل حکومته غوښتي، چې دغه ډول یو قانون په هندوستان کې هم باید رامنځته شي.
د پرېټي زنټا دغه نظر ته د نوموړې مینه والو هم غبرګونونه ښکاره کړي، یو مینه وال یې ورته لیکلي، چې "د صفر زغم تګلاره په حقیقت کې د غیرقانوني فعالیتونو په مخنیوي کې د پام وړ اغیزه کولی شي، خو د جعلي تورونو لپاره کوم قانون شتون لري؟ ایا موږ کولی شو د دې لپاره ورته سزا وټاکو؟"
د ایټالیا لومړۍ وزیره جورجیا میلوني چې د ښي اړخي ګوند غړې ده، په ۲۰۲۲ کې واک ته ورسېده.
نوموړې په دې تورنه ده، چې د قانون او نظم په برخه کې سخت اقدامات ترسره کوي.
خو پوښتنه دا ده، چې له هندي حکومته د پرېټي زنټا دا غوښتنه به چې جنسي تیري کوونکي دې خصیان شي، ومنل شي او که نه؟

د سوېډن حکومت ویلي، چې نړۍوالو په داسې حالت کې افغانستان له پامه غورځولی، چې په دغه هېواد کې د ښځو حالت د اندېښې وړ دی.
د سویډن حکومت له افغانستان سره د سویډن د تعامل په اړه د دغه هېواد د څو اړخیزو څېړنیزو کمېټو د لنډیز راپور په خپرولو سره، چې «زده شوي درسونه او تجربې» نوم ورکړی شوی لیکلي دي، چې افغانستان نور په پراخه کچه د پخوا په څېر د نړۍوالو د پاملرنې وړ نه دی.
په راپور کې ټينګار شوی، چې په افغانستان کې د نجونو وضعیت جدي دی او د پرمختګ پېښې د پام وړ خورا کمې دي.
په دغه راپور کې راغلي، چې په نړۍ کې شخړو او ناورینونو د نړۍوالو پام ځان ته اړولی، چې دغې چارې افغانستان د نړۍوالو له پامه غورځولی دی.
د طالبانو بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې په نجونو او ښځو سخت بندېزونه وضع شوي، چې د دوی پر وړاندې د تعلیم دروازې تړل شوي، په کار کولو یې بندیز لګېدلی او تفریحي ځایونو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.
دا راپور په داسې حال کې خپور شوی، چې په سویډن کې د افغانستان د پخواني حکومت سفیر "عباس نویان" اعلان کړی، چې د دغه هېواد چارواکو له هغه غوښتي، چې د سفیر په توګه خپله دنده پای ته ورسوي.
په سویډن هېواد کې د افغانانو په یوې غونډه کې عباس نویان اعلان وکړ، چې د روان ۲۰۲۴ کال تر پایه یې دنده پای ته رسېږي او د سوېډن حکومت هغه ته د اوسېدو اجازه نه ده ورکړې.

اوکراین د دغه هېواد د اسانتیاوو د پروګرام لپاره د چهار شنبې په ورځ له اروپايي کمېسیون څخه د ۴،۱ میلیارد یورو قسط ترلاسه کړ.
د اوکراین د لومړي وزیر ډینس شمایهال په وینا، په دې سره په ۲۰۲۴ کال کې د مرستې ټوله اندازه ۱۶،۱ میلیارد یورو ته رسیدلې.
د ډينس شمایهال په وینا: «دا ملاتړ د اوکراین په پلان کې د مهمو اصلاحاتو په اړه د فساد سره مبارزه او د انرژۍ او چاپیریال ساتنې په برخه کې د پام وړ پرمختګ په ګوته کوي».
نوموړی وایي، تر ۲۰۲۷ کال پورې د اوکراین د ۵۰ ملیارده یورو په لګښت د اروپايي ټولنې دوامدارو مرستو ژمنې د اوکراین انعطاف پیاوړی کوي او ترڅنګ یې اوکراین د اروپايي ټولنې د غړیتوب لپاره نږدې کوي.
اروپایی کمېسیون ویلي: «په دې سره د اروپایي اتحادیې ټولې مرستې ۱۶،۱ میلیارد یورو ته ورسېدې، چې تر دې دمه د (اوکرایین) تاسیساتو د رغونې لپاره د اوکراین حکومت ته ورکړل شوي دي.»
د اوکراین د مالیې وزارت په وینا، دا پیسې به په ټولنیز او بشري برخو کې د دولتي بودیجې د لومړیتوبونو لپاره وکارول شي.
د ۲۰۲۵ کال لپاره د اوکراین د اسانتیاوو پروګرام شاوخوا ۱۲،۵ میلیارده یورو مالي ملاتړ چمتو کوي.
د ۲۰۲۴ کال په فبروري کې د اروپا پارلمان د اوکراین د تاسیساتو پروګرام مقررات تصویب کړ، چې د اوکراین لپاره د اروپايي اتحادیې د ۵۰ میلیارد یورو ملاتړ پروګرام به له ۲۰۲۴ څخه تر ۲۰۲۷ کال پورې دوام وکړي.
د دې پیسو څخه تر ۳۲ میلیارد یورو پورې د اوکراین په پلان کې تشریح شويو اصالاحاتو او د پانګونې مالاتړ لپاره ځانګړي شوي، چې د ځانګړو اهدافو لاسته راوړلو سره مشروطې دي
