انتونیو ګوټرېش: سوریه لا هم د نړۍ یو له سترو بشري ناورینونو سره مخ هیواد دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش وایي، چې سوریه په نړۍ کې لاهم یو له سترو بشري ناورینونو سره مخ هیواد دی. هغه سوریې ته په بیړنیو مرستو رسولو ټینګار کړی.