په غزه کې د اسراییل په تازه بریدونو کې اوه فلسطینیان وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان دي

په غزه کې د اسراییل په تازه برېدونو کې د یوې ښځې په ګډون ۷ کسان وژل شوي او نږدې ۲۳ نور ټپیان دي. روغتیايي چارواکي وايي، اسراییل د غزې په شمال کې د العودا او کمال عدوان پر روغتونونو بریدونه کړي، چې له امله یې شل کسان ټپیان شوي دي