افغانستان له زیمبابوې دویمه ټېسټ لوبه د ۷۲ منډو په توپیر وګټله

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې خپله دویمه ټېسټ لوبه د ۷۲ منډو په توپیر له زیمبابوې لوبډلې وګټله. دغه لوبه نن د پنځمې ورځې لپاره د کابل په وخت ۱۲:۳۰ بجې د زیمبابوې په کوربه‌توب په کوین سپورټ کلب لوبغالي کې پیل شوې وه.