د چین په تبت کې یوې زورورې زلزلې لږ تر لږه ۵۳ کسان مړه کړي دي

چینایي چارواکي وایي، چې دغې ۶.۸ درجې زلزلې لږ تر لږه ۵۳ کسان مړه کړي او ۶۲ نور بیا ټپیان دي او په ګاونډي نیپال، بوتان او هند کې یې هم ځینې ودانۍ لړزولې دي.