په غزه کې نن سهار وختي اسراییلي ځواکونو ۲۲ فلسطینیان وژلي دي

د سې شنبې په ورځ د (مرغومې ۱۸مه) په غزه کې روغتیایي سرچینو ویلي چې د سهار له لومړیو ساعتونو راهیسې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو په پایله کې د غزې دننه لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي دي.