وسله والو د پښتونخوا په لکي مروت کې ۱۶ کارګر تښتولي او د دوی موټر یې سوځولی دی

د خیبرپښتونخوا د لکي مروت ځايي پولیس وايي، چې مخ پټو وسله والو د لکي مروت ولسوالۍ په قبال خیلو کې نن سهار ۱۶ تنه هغه کارګر تښتولي چې په سیمه کې یې د دولتي ودانیو جوړولو په برخه کې کار کاوه. وسله والو د کاګرو هغه موټر سوځولی چې دوی په کې سپاره وو.