اسلام اباد کې تېره شپه هم د افغان کډوالو د نیولو عملیات روان و او یو شمېر کډوال نیول شوي

ځینو افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې تېره شپه د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد په ایف ۱۸ فیصل ټاون سیمه کې پولیسو د افغان کډوالو د کورونو پلټنې او د هغوی د نیولو عملیات روان ساتلي و. وايي، تازه تر شلو پورې کسان له دغې سیمې نیول شوي.