طالبان وایي، ۳۰ نوې ولسوالۍ یې جوړې کړې دي

د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت دوشنبه (د زمري ۶مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده د فرمان له مخې یې په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۰ نوې ولسوالۍ جوړې کړې دي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت دوشنبه (د زمري ۶مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده د فرمان له مخې یې په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۰ نوې ولسوالۍ جوړې کړې دي.
په خبرپاڼه کې د کرنې وزارت د استملاک او بیا مېشتېدنې مشر مولوي عبدالعلي عمري له خولې لیکلي، چې دغه ولسوالۍ په بدخشان، لغمان، غور، فاریاب، بلخ، کندهار، نورستان او نورو ولایتونو په اداري تشکیلاتو کې وراضافه شوې دي.
په اعلامیه کې دا کار د تېر یوه کال د فعالیتونو په لړ کې بریا ګڼل شوې؛ خو دا یې نه دي لیکلي، چې دغه ولسوالۍ یې د کومې اړتیا له مخې جوړې کړې دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی نصیر احمد اندېشه وايي، په راتلونکو دوو میاشتو کې به د افغانستان په اړه مهم سیاسي او ډیپلوماټیک تحولات رامنځته شي. نوموړي په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې د طالبانو خلاف به ډیپلوماتیکې او سیاسي هلې ځلې لا ګړندۍ او پراخې کړي.
هغه وایي، په تېرو شپږو میاشتو کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ ګڼې لاسته راوړنې لرلې؛ خو دغه لاسته راوړنې له ننګونو سره مخامخ وې.
نوموړي نن دوشنبه د (زمري ۶مه) پر اېکس پاڼه د ویډیويي پیغام په خپرولو سره ویلي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغان مېرمنو او نجونو د منظم او سیستماټیک تبعیض او محرومیت په اړه د تفصیلي راپور وړاندې کول لویه لاسته راوړنه وه.
نوموړي همدا راز د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده او د دغې ډلې د قاضيالقضات عبدالحکیم حقاني د نیولو په تړاو د جرمونو نړۍوالې محکمې حکومونه که څه هم د افغانستان لپاره لوی شرم وباله؛ خو وايي د بشري حقونو د مبارزې په برخه کې د ډيپلوماتیکو استازولیو او بشري حقونو سازمانونو لپاره لویه لاسته راوړنه وه.
هغه وایي:« زموږ هېواد د یوې داسې ډلې له لوري یرغمل شوی، چې پر خپلو ژمنو د نه عمل سربېره یې د افغانانو د لومړنیو حقونو له ورکړې انکار کړی او د ښځو په ګډون یې د افغانستان د قومونو ونډې ته هېڅ پام نه دی کړی، او د ملګرو ملتونو له منشور او بشري حقونو له نړۍوالې اعلامیې یې هم سرغړونه کړې ده.»
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «اوچا» په تازه خپور شوي راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۲۵ کال له پیله (د جولای تر ۱۹مې نیټې) له ایران او پاکستانه څه باندې ۱.۵ مېلیونه کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغه دفتر له لوري د خپرو شویو شمېرو له مخې؛ څه باندې ۱۲ لکه کسان له ایران او درې لکه او ۴۰زره کسان له پاکستانه راستانه شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې له ایرانه نږدې نیم مېلیون کسان یوازې د جولای له لومړۍ نېټې څخه د همدې میاشتې تر ۱۹مې نېټې پورې افغانستان ته ستانه شوي دي.
اوچا وايي، که څه هم له ایرانه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ یو څه سوکه شوې؛ خو ښايي له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ په راتلونکې کې چټکه شي.
راپور زیاتوي، چې په پاکستان کې د پي او ار کارت لرونکو افغانانو د اوسېدو مودې نه غځېدو له امله له دغه هېواده د راستنېدونکو کډوالو شمېر به زیاتوالی ومومي.
دا مهال ۱.۴ مېلیونه افغان کډوال په پاکستان کې د پي او ار کارتونه لري، چې د پاکستان حکومت یې د اوسېدو موده نه غځوي او دوی باید بېرته افغانستان ته ستانه شي.
د طالبانو تر واک لاندې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې سرپرست نورالدین ترابي له موسسو غوښتي، چې خلکو ته بنسټیز کارونه وکړي. نوموړي دغه څرګندونې په کابل کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر له مشرې سره په کتنه کې کړې دي.
دغه طالب چارواکي ویلي، دوی هڅه کوي چې له بېلابېلو لارو زیانمنو کورنیو ته رسېدنه وکړي او په وخت مرستې وروسوي؛ خو موسسې دې هم خلکو ته بنسټیز کارونه وکړي.
نورالدین ترابي دارنګه د ملګرو ملتونو د اوچا دفتر له مشرې غوښتنه کړې، چې د بادغیس ولایت د درینور ولسوالۍ کې له وچکالۍ سره د مخ دوه نیم زره کورنیو لاسنیوی وکړي او د خلکو ستونزې حل کړي.
د دغه وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې د اوچا د مشرې په حواله راغلي، چې دغه ستونزه به له ټولو موسسو سره شریکه او حل لاره به ورته ومومي.
هغې زیاته کړې، چې د تېرو کلونو پرتله یې په بودجه کې د پام وړ کمی راغلی؛ خو هڅه کوي، چې زیانمنو کورنیو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
طالبان په داسې حال کې له موسسو د بنسټیزو خدمتونو غوښتنه کوي، چې په افغانستان کې د دوی له بیا واکمنېدو وروسته نړۍوالې مرستې د بام وړ کمې شوې دي چې دغې چارې د موسسې پر فعالیتونو ناوړه اغېز پرېښی او د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو په وار، وار د بودجې له کښمت او نشتوالي شکایتونه کړي دي.
نن د (جولای ۲۸مه) د زیړي «هيپاټایټس» نړۍوالې ورځې سره سمون لري. افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی، چې په پراخه کچه خلک یې له دغې ناروغۍ سره لاس او ګرېوان دي او د نارسمي شمېرو له مخې؛ څه باندې یو مېلیون کسان د «هيپاټایټس» یا زیړۍ ناروغۍ په بېلابېلو ډولونو اخته دي.
د دغې ورځې د نمانځلو موخه هم د زیړي ناروغۍ مخنیوي او درملنې ته لا پاملرنه ښوول شوې ده.
دغه ناروغي هر کال په نړۍ د مېلیونونو خلکو ژوند اخلي او د روغتیايي بنسټونو د وروستیو معلوماتو پربنسټ دا مهال د زیړي ناروغانو کچه په نړۍ کې مخ پر زیاتېدو ده.
ژیړی یو ډول وېروسي ناروغي ده، چې د یو ډول ځانګړي وایرس له لارې انسانان پرې اخته کېږي.
د روغتیايي چارو پوهان وايي، زیړی پنځه ډولونه لري؛ خو تر ټولو سخت او وژونکی هغه یې (بي) ډوله یا تور زیړی دی چې د انسان پر ینه اغېز کوي.
د روغتیايي چارو پوه او متخصص ډاکټر بشیر نجات وايي، په افغانستان کې ډېری خلک پرته له دې چې پوه شي؛ په ژېړي اخته وي.
نوموړي افغانستان انټرنشل- پښتو ته وویل، چې خلک باید په دوامداره توګه ځانونه معاینه کړي؛ ځکه ځیني داسې کسان هم دوی ته مراجعه کوي، چې ډېره موده کېږي په زیړي اخته وي او دوی ناخبره وي.
د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې په نړۍ کې په هرو ۳۰ ثانیو کې یو تن د زیړي ناروغۍ له کبله مري.
وړاندې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال عبدالولي حقاني ادعا کړې وه، چې د زیړي ناروغۍ کچه په افغانستان کې مخ پر کمېدو ده.
خو دغه طالب چارواکي دا خبره منلې وه، چې په افغانستان کې د زیړي ناروغۍ د تشخیص او درمنلې په برخه کې امکانات کم دي او باید لاسنیوی یې وشي.
د جولاۍ ۲۸مه هر کال په نړۍ کې د زیړي نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.
(د جولای ۲۸مه) ځکه د زیړي نړۍوالې ورځې په توګه غوره شوې، چې د هیپټایټیز بي وېروس (HBV) نوښتګر او د نوبل د سولې جایزې ګټونکي ساینسپوه ډاکټر باروچ بلمبرګ د زېږون ورځ ده.
اسراییل تازه اعلان کړی، چې هره ورځ به د غزې په ځینو برخو کې د ۱۰ ساعتونو لپاره پوځي عملیات ودروي او د مرستو رسولو لپاره به ځینې لارې هم پرانیزي.
دغه دمه به هره ورځ د سهار له ۱۰ بجو پیل شي او د ماښام تر ۸ بجو پورې به دوام وکړي او د خوړو او درملو رسولو لارې به د سهار له ۶ بجو څخه تر ۱۱ بجو پرانیستې وي.
ملګري ملتونه وايي، باید اسراییل ژر تر ژره د مرستو رسولو لارې پرانيزي چې خلکو ته بشري مرستې ورسېږي.
د مصر سور صلیب ویلي، تر ۱۰۰ ډېر موټرونه چې ۱۲۰۰ ټنه خوراکي توکي په کې بار وو؛ سوېلي غزې ته استولي، خو ځیني موټرونه بیا په خانیونس کې لوټ شوي دي.