یونېسف: د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ اونۍ کې په غزه کې لږ تر لږه ۷۴ ماشومان وژل شوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یونېسف وایي، چې د روان کال په لومړیو اوو ورځو کې په غزې ښار، خان یونس او المواسي کې د اسراییل د بریدونو له امله ۷۴ فلسطیني ماشومان وژل شوي دي.